Malayan porcupine – د مالې شکوڼ
د ډول علمي نوم یې (Hystrix brachyura) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. درې فرعي دولونه یې د اسیا په سوېل او سوېل ختیځ کې پیدا کیږي. له نیپال نیولې تر شمال ختیځ هند او بنګله دیش پورې، له چین نیولې تر برما پورې پیدا کیږي. تایلنډ، کمبودیا، اندونیزیا، وېتنام او اسنګاپور کې هم شته دي.
په مختلف ډوله ځنګلونو کې او له ځنګلونو سره نږدې په خلاصو سیمو کې ژوند کوي. په وړو ګروپونو کې ګډ ژوند کوي، خپل استوګنځای له ډبریزو سیمو سره په غارونو کې جوړوي. د بلاربښت موده یې تر ۱۱۰ ورځو پورې وي او دوه یا درې بچیان زېږوي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۶۳ تر ۷۲ سانتي متره، د لکۍ اوږدوالی تر ۱۱ سانتي متره او وزن یې تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | هیستریسیدای |
نسل | هیستریکس |
Comments
So empty here ... leave a comment!