Cape porcupine – د کېپ شکوڼ
د ډول علمي نوم یې (Hystrix africaeaustralis) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د زړې نړۍ شکوڼ دی او اصلي ځای یې د سوېلې افریقا وچه مرکزي سیمه ده. بل نوم یې (South African porcupine) دی. کېپ په افریقا کې یوه سیمه ده.
د نړۍ څلورم دروند یا زیات وزن لرونکی شخوند وهونکی دی. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۶۳ تر ۸۱ سانتي متره او د لکۍ له ۱۱ تر ۲۰ سانتي متره پورې وي. وزن یې له ۱۰ تر ۲۴ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د ټول کال په اوږدو کې جنسي نزدیکت کوي خو د مثل تولید یې په باراني موسم کې له مارچ تر اګست میاشتې پورې عام دی. په کال کې یو ځل د مثل تولید کوي. د بلاربښت موده یې تر ۹۴ ورځو پورې وي او تر درې پورې بچیان زېږوي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | هیستریسیدای |
نسل | هیستریکس |
Comments
So empty here ... leave a comment!