Crested porcupine – تاج لرونکی یا کاکل لرونکی شکوڼ
د ډول علمي نوم یې (Hystrix cristata) دی. په هیستریسیدای کورنۍ (family Hystricidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په ایټالیا، د سهارا په سوېل کې او شمالي افریقا کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۶۰ تر ۸۳ سانتي متره او وزن یې له ۱۳ تر ۲۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. خواړه یې پیاز غوټې، ریښې او پاڼې دي. په هډوکو باندې هم خوله لګوي تر څو یې بدن کلسیم ترلاسه کړي او د غشو یا ازغیو په وده کې یې مرسته وکړي. یو یا دوه بچیان زېږوي او د بلاربښت موده یې تر ۶۶ ورځو پورې وي.
ساینسي ډلبندي |
کېنګډم | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | تی لرونکي |
ډله | شخوند وهونکي |
کورنۍ | هیستریسیدای |
نسل | هیستریکس |
Comments
So empty here ... leave a comment!