Batrachomorpha

مانا یې د چونګښې شکل (frog form) ده. دا نوم په وروستیو کې له منځه تللو دوه ژواکو او عصري دوه ژواکو ته کاریږي. د (Temnospondyli and Lepospondyli) له منځه تللي ګروپونه رانغاړي. تول باتراکومورف له پخوانیو دوه ژواکو رامنځته شوې څانګې ګڼل کیږي.
 
په لمړي ځل باندې دا نوم د سوېډن پالیونتولوجیسټ (Gunnar Säve-Söderbergh) په ۱۹۳۴ کې د ( ichthyostegids, temnospondyls, anthracosaurs) او چونګښو لپاره کارولی. وروسته (Säve-Söderbergh) دې ډلبندۍ ته بیا کتنه وکړه او د هغه په ګمان سیسیلین او لټکې له نورو څلور پښیو سره تړاو نلري او ګمان کوي چې له (lobe-finned fish) یې وده کړې. په دې لرلید کې دوه ژواکي (biphyletic group) دي او باتراکومورف له طبیعي ګروپ څخه رامنځته شوي په کوم ګروپ کې چې ریښتیني دوه ژواکي لکه چونګښې او ورسره تړاو لرونکي فوسیل شامل دي. لټکې او (Lepospondyli) پکې (Urodelomorpha) ګڼل شوي.
 
وروسته (edrich von Huene) په پورته ډلبندۍ کې (orders Stegocephalia) ډله اضافه کړه او همداسې (Erik Jarvik) بیا کتنه ورته وکړه خو په ۱۹۶۰ کې جنتیکي څېړنو د لټکو د پلرونو په اړه پورته نظر رد کړ او ټول په (Lissamphibia) کې ډلبندي شوي.
 
فیلوجنتیک
Subclass Batrachomorpha
Order Temnospondyli
Order Aïstopoda
Order Nectridea
Order Microsauria
Order Gymnophiona
Order Urodela
Order Anura

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons