د ډول علمي نوم یې (Tamiasciurus douglasii) ده. د متحده ایالتونو په هغو ایالتونو کې پیدا کیږي چې له ارام سمندر سره ساحل لري، په کاناډا کې هم شته دي. په سیمه کې یې خلک په (chickaree or pine squirrel) نومونو هم یادوي خو یاد نومونه د امریکا د سور نولي یا ډانګلکي لپاره هم کاریږي. د تنې او لکۍ اوږدوالی یې تر ۳۳ سانتي متره پورې رسیږي. وزن یې له ۱۵۰ تر ۳۰۰ ګرامه پورې وي. رنګ یې په اوړي او ژمي کې تغیر کوي. په اوړي کې خړ رنګه، نسواري شین وي او په ژمي کې یې رنګ تېز نسواري وي. په ژمي کې د ژوند کولو لپاره سیمې ټاکي او ټاکل شوې سیمې ته بل ژوی نه پرېږدي. په اوړي کې توپ ته ورته ګردې ځالې جوړوي او په همدې ځالو کې ژوند کوي خو ژمي کې د ونو په سوریانو کې اوسیږي. بنسټیز خواړه یې د کاج ونې میوه ده خو د مرغانو په هګیو، د څېړۍ په میوې، توتانو او مرخېړیو هم ځان تغذیه کوي.
دوه فرعي ډولونه لري
- Tamiasciurus douglasii douglasii
- Tamiasciurus douglasii mollipilosus
Post Views: 159
Comments
So empty here ... leave a comment!