Acetone cyanohydrin – اسېټون سیانوهایډرین

لنډیز یې (ACH) ده، یو عضوي ترکیب ده، د مېتیل مېتاکریلېټ (methyl methacrylate) په تولید کې کاریږي، مېتیل مېتاکریلېټ د پولي مېتیل مېتاکریلېټ (polymethyl methacrylate) مونومر ده کوم چې د اکریلیک پلاستیکي ښیښې په نامه هم یادیږي. په اسانۍ سره هایډروجن سیانیډ تجزیه کوي یا ازادوي او د یوې سرچینې په توګه کاریږي او له همدې امله سیانوهایډرین په لوړه کچه زهري ګڼل کیږي.
 
چمتو کوونه
په لابراتور کې دا عضوي ترکیب چې کله چمتو کیږي نو په سوډیم سیانیډ یې په اسېټون ټریټ (treat) کیږي – په انګرېزۍ کې کیمیکل ټریټمېنټ (chemical treatment) یوه کیمیاوي اصطلاح ده او مانا یې د اضافي موادو یا کثافاتو بشپړ تجزیه او یا په بشپړ توګه غېرې زهري کول ده په دې توکو کې ګاز، مایع او جامد درېواړه شامل دي.
Synthesis of acetone cyanohydrin.png
د زیاتې زهرجنې ځانګړنې له امله په لابراتوارونو کې د دې توکو د تولید لپاره د (microreactor technology) کاریږي – په انګرېزۍ کې مایکرو ریکټر ټکنالوجۍ (Flow chemistry) هم وایي مانا یې په یوه تونل کې د مایع جریان ده، په بله مانا پمپ مایع ته په یوه تونل کې حرکت ورکوي او د تونل دواړه خولې له یو بل سره وصل وي. بله طریقه یې یو ساده بهیر ده په کومه کې چې په ځای کې پر تولید شوي (bisulfite adduct) باندې د سوډیم یا پوتاسیم سیانیډ عمل ته اړتیا ده خو د دې طریقې تولید کم کره یا خالص وي.
 
تعامل
د (HCN) د متبادل په توګه کاریږي لاندې یې د لیتیم سیانیډ د ترکیب په فومورل کې بېلګه وګورئ.
(CH3)2C(OH)CN + LiH → (CH3)2CO + LiCN + H2
همداسې (transhydrocyanation) کوم چې د (HCN) معادل ده په اسېټون سیانوهایډرین کې له اسېټون سره د دوېم تولید په توګه نورو منونکو ته انتقالیږي، انتقال یې یو متوازن بهیر ده. تعامل یې د لوړ (HCN) منونکي په کارونه تر سره کیږي لکه (aldehyde). د بوټاډین په هایډروسیانېشن تعامل کې انتقال بېرته راګرځېدونکی نده. اسېټون سیانوهایډرین د مېتیل مېتاکریلېټ لپاره په لار کې منځګړی ده. په سلفري اسیدو باندې غېرې زهري کیږي او د (methacrylamide, methanolysis) سلفېټ ایسټر (sulfate ester) تر لاسه کیږي او له دې (ammonium bisulfate and methyl methacrylate) تر لاسه کیږي.
په طبیعي توګه پیدا کېدنه
د کاساوا (Cassava tubers) په نامه ښوی کچالو ته ورته ریښه کې لینامارین موجود دي – لینا مارین د اسیټوهایډرین کلوګوزیډ دي له دې پرته په دې ریښه کې لینا ماریناز انزایم (enzyme linamarinase) هم شته که چېرې دا ریښې وزبېښل شي د اسېټون سیانوهایډرین تولید پرېږدي.
 
اسېټون سیانوهایډرین زهري توکي دي، که چېرې له اوبو سره په اړیکه کې شي نو په لوړه کچه زهري هایډروجن سیانیډ پرېږدي.
نور نومونه Cyanohydrin-2-propanone
α-Hydroxyisobutyronitrile2-Hydroxy-2-methyl-propionitrile
کیمیاوي فورمول C4H7NO
رنګ بې رنګه مایع
غلظت 932 mg mL−1
د ذوب ټکی −21.2 °C; −6.3 °F; 251.9 K
د وېشېدو ټکی 95 °C (203 °F; 368 K)
د تبخیر فشار 2 kPa (at 20 °C)

Acetone-cyanohydrin-2D-skeletal
Skeletal formula of the acetone cyanohydrin (2-hydroxy-2-methylpropanenitrile) molecule, C4H7NO. Image by Ben Mills
Acetone-cyanohydrin-3D-balls
Ball-and-stick model of the acetone cyanohydrin molecule, a cyanohydrin. Image by Jynto
Acetone-cyanohydrin-3D-spacefill
Space-filling model of the acetone cyanohydrin molecule, a cyanohydrin. Image by Jynto
 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons