Diphosgene – ډایفوزجین
عضوي ترکیب دی، کیمیاوي فورمول یې ClCO2CCl3 دی. بې رنګه مایع ده. له فوزجین سره تړاو لري او ورسره د پرتله کېدو وړ زهري ځانګړنه لري، له فوزجین سره یې توپیر په اسانۍ اداره او کارونه ده ځکه چې ډایفوزجین مایع ده او فورجین ګاز دی.
د ماوراء بنفش وړانګې لاندې د مېتیل کلورو فامېټ په راډیکالي کلوریني کېدنه ترلاسه کیږي فورمول یې لاندې وګورئ
Cl-CO-OCH3 + 3 Cl2 —(hv)→ Cl-CO-OCCl3 + 3 HCl
بله طریقه یې د مېتیل فارمېټ راډیکالي کلوریني کېدنه ده فورمول یې لاندې وګورئ
- H-CO-OCH3 + 4 Cl2 —(hv)→ Cl-CO-OCCl3 + 4 HCl
که چېرې ډایفوزجین د لرګي په سکرو (charcoal) کټلایز شي او یا هم تودوخه ورکړل شي په فوزجین بدلیږي او له همدې امله په هغو تعاملونو کې ګټور دي چې له فوزجین سره تړاو لري. د بېلګې په توګه (amines) په (isocyanates) بدلوي، همداسې (secondary amines) په (carbamoyl chlorides) بدلوي او (carboxylic acids) په (acid chlorides) بدلوي، او همداسې (formamides) په (isocyanides) بدلوي. ځینې لابراتوارونه یې د فوزجین پر ځای کاروي.
په لمړۍ نړیواله جګړه کې چې فوزجین وکارېده له هغې وروسته ډایفوزجین هم د سا بندونکې کیمیاوي وسلې په توګه د توپونو په مرمیو کې جرمني وکارول او په لمړي ځل یې د ۱۹۱۶ کال په مې میاشت کې استعمال کړل.
Comments
So empty here ... leave a comment!