Placenta

د بدن یو غړی دی کوم چې د ودې حال کې جنین د رحم له دیوال سره وصل کوي، تودوخه یا حرارت تنظیم (thermo-regulation) کوي، جنین تغذیه کوي، فضله مواد له له جنین څخه د مور وینې ته انتقالوي، ګاز تبادله کوي تر څو د داخلي عفوني کېدو مخه ونیول شي او له دې پرته هورمون تولیدوي کوم چې د اومېندوارۍ ملاتړ کوي. پلاسنټا د ودې حال کې جنین ته اکسیجن ورکوي او له وینې څخه یې فضوله مواد پاکوي. یوه خوا یې د رحم له دیوال سره وصل وي او بله خوا یې د اولاد له نو سره وصل وي. پلاسنټا د هغو تی لرونکو ځانګړی غړی دی چې مارسوپیل او مونوټرېماټا ندي خو په ځینې مارسوپیل او هغو ژو کې هم شته چې تی لرونکي ندي. په لاتیني ژبه کې پلاسنټا همدې غړي ته ورته کیک ته وایي او په یونانۍ کې (πλακόεντα/πλακοῦντα plakóenta/plakoúnta) هوارې ډبلې ډبرې ته وېل کیږي. د دې لفظ کلاسیک جمع (placentae) ده خو په عصري انګرېزۍ کې یې جمع (placentas) لیکل کیږي. دوه برخې لري: یوه برخه یې (Chorion frondosum) له هغه (blastocyst) څخه وده کوي کوم چې جنین جوړوي او بله برخه یې (Decidua basalis) ده کومه چې د مور د رحم له نسجونو وده کوي. په عامه انګرېزۍ کې لمړۍ برخې ته (fetal placenta) او دوېمې برخې ته (maternal placenta) نومونه اخلي. مختلف ډوله مواد میټابولایز کولای شي او میټابولیک شوی تولید د مور د وینې په دوران کې پرېښودلای شي.
جوړښت
پلاسنټا لرونکي تی لرونکي لکه انسان (chorioallantoic placenta) پلاسنټا لري کومه چې له (chorion) او (allantois) څخه جوړه شوې وي. په انسان کې د پلاسنټا د اوږدوالي منځنۍ کچه تر ۲۲ سانتي متره پورې ده او ډبلوالی یې له ۲ تر ۲.۵ سانتي متره پورې ده. مرکز یې تر ټولو برخو ډبل او یوه بله څنډه یې نرۍ وي، وزن یې تقریبا تر ۵۰۰ ګرامه پورې رسیږي، رنګ یې سور ته ورته نیله او یا زیړ ته ورته سور رنګ وي، کوم تار چې له جنین سره وصل وي اوږدوالی یې له ۵۵ تر ۶۰ سانتي متره پورې وي، په دې تار کې دوه شیریانونه او یو ورید موجود وي. د مور د رحم له دیوال سره د وصل شوې پلاسنټا پر سطحه دا تار د شبکې په څېر خپور شوی او خپرېدنه یې د حجرو په یوه طبقه پوښل شوې وي. د مور خوا کې دا جوړښت سره ګروپ شوی وي کوم ته چې د (cotyledons) نوم اخیستل کیږي. په هر تی لرونکي کې د پلاسنټا کچه توپیر لري.
وده
د مور په اینډو میټریم (endometrium) کې د (blastocyst) له پاسه وده کوي. د (blastocyst) بهرنۍ طبقه یا قشر (trophoblast) کیږي کوم چې د پلاسنټا بهرنۍ طبقه یا قشر جوړوي. بهرنی قشر یې په دوه قشرونو وېشل شوی چې د (underlying cytotrophoblast layer and the overlying syncytiotrophoblast layer) په نومونو یادیږي. د (syncytiotrophoblast) قشر د پلاسنټا سطحه پوښلې وي. د اومیندوارۍ په ټوله موده کې پلاسنټا وده کوي.
په دودیزه توګه ګمان کیږي چې پلاسنټا له باکتریا او مایکرو اورګانیزم څخه پاکه ده. خو ځینې څېړنې دا وړاندیز کوي چې په روغتیا لرونکو نسجونو کې ممکن د مایکروسکوپي ژوندیو ځینې نسلونه موجود وي. خو تر اوسه پورې د مکروب د شتون یا نشتون موضوع د څېړنو موضوع ده او ډېر تاوده بحثونه پرې کیږي.
تغذیه
پلانسنټا د مور او جنین تر منځ منځګړی غړی دی. د ورید له لارې تذریق (perfusion) په ذریعه د مور له وینې خواړه او اکسیجن جنین ته انتقالوي او بېرته له جنین څخه فضله مواد او کاربن ډایوکسایډ د مور وینې ته ورکوي. د خوړو انتقال د فعال او غېرې فعال انتقال له لارې ترسره کیږي. په عصري طب کې د ځینو خوړو د انتقال مخنیوی هم کیږي. که چېرې مور د شکر او یا چاغوالي ناروغي لري پلاسنټا ته د زېاتو خوړو د لېږد او یا د کموخوړو د لېږد لامل کېدای شي. له جنین څخه دفع شوي فضله مواد لکه یوریا (urea)، یوریک اسید (uric acid) او کریاټینین (creatinine) د مور وینې ته انتقالیږي.
د (IgG antibodies) کولای شي پلاسنټا ته داخل شي چې پاېله کې په رحم کې د جنین ساتنه کوي. دا انتقال ممکن د اومیندوارۍ په ۲۰ اوونۍ کې پېل شي خو په ۲۴ اوونۍ کې یې انتقال هرو مرو تر سره کیږي. دا ایمني غېرې فعال انتقال په اولاد کې له زېږېدنې وروسته هم تر څو میاشتو پاتې کیږي کوم ته چې د هومورال ایمیونیټي (carbon copy of the mother’s long-term humoral immunity) نوم اخلي. همداسې (IgM) انټي باډیز له پلاسنټا نشي انتقالېدای او له همدې امله ممکن جنین د زېږېدنې پر وخت د ځینې مکروبونو ښکار شي. د پلاسنټا بله دنده د مکروب د انتقال مخه ډب کول دي خو په کافي توګه د هر ډول مکروب مخه نشي ډب کولای او له همدې امله ممکن له مور څخه ځینې ناروغۍ جنین ته انتقال شي.
تر ټولو لمړی هورمون چې پلاسنټا پرېدي د (human chorionic gonadotropin) په نامه یادیږي. دا هورمون د میاشتنۍ قاعدې په پای کې د بهیر دروونې مسولیت په غاړه لري. که چېرې دا هورمون په بهیر کې مداخله ونکړي نو د خود به خوده، بې اختیاره یا په خپل سر د جنین د سقط لامل کېدای شي. همداسې (corpus luteum) هم (progesterone and estrogen) تولیدوي او لمړی تولید شوی هورمون (corpus luteum) هڅوي چې تولید کې لوړوالی راولي. د (human chorionic gonadotropin) هورمون د اومیندوارۍ ښودونکی ده. کله چې د اومیندوارۍ ازموینه ترسره کیږي د همدې لمړي هورمون شتون نه شتون ازموینه کوي. ازموینه له ۷ تر لسو ورځو وروسته امکان لري.

Placenta
Fetus in utero, between fifth and sixth months. Image by Magnus Manske
Placenta
Image by BruceBlaus
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons