اومیدواره ښځو ته کورکمان ګټه رسوي که تاوان ؟
کورکمان ته د سرو زرو مساله نوم هم اخلي ځکه چې رنګ یې سرو زرو ته ورته زېړ دی. اوږد تاریخ لري او په هند کې تقریبا ۴۰ زره کاله وړاندې له وېدایي کلتور سره تړاو لري. په اوسمهال کې په ټوله نړۍ کې پیدا کیږي.
په اومیدوارۍ کې د ښځو په بدن کې زیات بدلونونه رامنځته کیږي. لکه د معدې سوزی، لکه د غاښونو د بورس کولو پر وخت له ووریو وینه بهېدل کوم چې د پروجېسټرون هورمون له امله بهیږي، لکه د اومیدوارۍ له ۲۰ اوونیو وروسته د (Preeclampsia) حالت په کوم کې چې د وینې فشار زیات لوړ وي، په پښتورګو یا ادرارو کې پروتین وي او یا ځیګر کې ستونزه وي رامنځته کیږي. خو په ۱۰۰ کې یوازې ۸ اومیدواره ښځې دا حالت تجربه کوي، همداسې په دې حالت کې نورمال زېږون ترسره کیږي خو که چېرې د دې حالت سملاسي درملنه ونشي د مور د مړینې او یا د کوچني د معیوب کېدو لامل کېدای شي. تر اوسه دا نده مالومه چې ښځو کې ولې (Preeclampsia) رامنځته کیږي خو ډاکټران په دې پوهېدلي چې پړسوب اړین رول پکې لري.
مطالعو موندلې چې د پړسوب په مخنیوي کې او د معدې د سوزي کمولو کې کورکمان اړین رول لري. او چینایان یې په دودیزو درملو کې د معدې د سوزي او د هاضمې د ناروغیو لپاره کاروي خو په اومیندواره ښځو کې یې د ګټې یا تاوان کومه کلینکي مطالعه نده شوې.
د جنین یا د مور په ګېډه کې د کوچني د مغز وده
څېړنو موندلې چې د جنین پر نیورولوجیکي ودې د اومیدوارې ښځې پړسوب اغیز لرلای شي. که چېرې په مور کې د اومیدوارۍ پر وخت پړسوب زیات وي نو په جنین کې د (utism spectrum disorder and attention deficit hyperactivity disorder) بې نظمۍ پیدا کولای شي. همداسې یې په حافظې هم بد اغیز لري.
د اومیندوارې ښځې لپاره د کورکمان ګټې او تاوانونه
تر اوسه انسان ته د کورکمان د زیان په اړه کومه کلینیکي څېړنه نده شوې. خو په ۲۰۰۷ کال په یوه ژوي تجربه شو او پایله کې یې په بچیانو کې کم وزن وو. په ځینو ښځو کې چې اومیدواره نه وې د کورکمان مطالعه شوې او پایله یې په جنسي سیستم باندې اغیز ښودل شوی. په یوه مطالعه کې وېل شوي چې د ایسټروجین هورمون تولید یې کم کړی او له دې لارې یې (endometrial cell) حجرې کمې کړي. کورکمان همداسې د تیانو د سرطان خطر هم کموي خو په اومیدواره ښځو کې یې تر اوسه ګټه او تاوان ندی مالوم شوی.
کورکمان مخکې له مودې د زېږون لامل کیږي ؟
تر اوسه هېڅ کلینکي شواهد نشته.
Comments
So empty here ... leave a comment!