DNA – ډي اېن اې

ډي اېن اې ولې اړینه ده
دې سوال ته ساده او اسانه ځواب دادی چې په ډي اېن اې کې هغه لارښوونې یا هدایتونه موجود دي کوم چې د ژوند لپاره اړین دي. په ډي اېن اې کې کوډونه موجود دي او دا کوډونه زمونږ د ودې لپاره د حیاتي پروتینونو د تولید لپاره لارښوونې چمتو کوي.
 
ډي اېن اې (DNA) د (deoxyribonucleic acid) لنډیز دی. په ډی اېن اې کې جوړونکي بیلوجیکي بلاکونه موجود دي یاد بلاکونه د (nucleotides) په نامه یادیږي. ډي اېن اې یوازې د انسان لپاره نه بلکې د ټولو ژوندیو لپاره په حیاتي توګه اړین مالیکول دی. په ډي اې اې کې زمونږ ارثي مواد او جینونه موجود وي او له همدې امله مونږ بې ساري یو.
 
ډي اېن اې په روغتیا، ناروغیو او زړښت کې :
 
پراختیا ته چمتو ستاسې جینوم
ستاسې د ډي اېن اې ټول سیټ ته ستاسې جینوم وایي. په دې کې ۳ بیلیونه بېزونه، ۲۰ زره جینونه او د کروموزوم ۲۳ جوړې شاملې دي. تاسې خپله ډي اېن اې نیمه له پلار او نیمه له مور په ارث اخیستې او یا هم نیمه ډي اېن اې مو د پلار ده او نیمه مو د مور ده. په ترتیب سره ستاسې دا ډي اېن ستاسې د پلار له سپرمو او د مور له هګیو جوړه وي. جینونه ستاسې د جینوم ډېر کمه برخه جوړوي او یوازې ۱ % وي او د جینونو پاتې ۹۹% برخه یې نور توکي تنظیم کوي لکه کله او څرنګه او څومره پروتینونه تولید شوي. ساینس پوهان تر اوسه د بې کوډه ډي اېن اې په اړه مطالعې او څېړنې کوي تر څو زیات پرې پوه شي.
 
د ډي اېن اې زیان لیدنه او تغیر
تقریبا هره ورځ لسګونه زره ډي اېن اې زمونږ په حجرو کې زیان ویني. د زیان لیدنې لامل تېروتنه وي لکه په تکثیر یا تولید کې تېروتنه، ازاد راډیکالونه او ماوراء بنفش وړانګو ته څرګندېدنه. خو په حجرو کې زیات داسې پروتینونه موجود وي چې د ډي اېن اې تېروتنه او زیان لیدنه مومي او بېرته سمون پکې راولي. بدن کې د ډي اېن اې د رغونې لپاره پنځه عمده طریقې موجودې دي.
 
میوټېشن (mutation) د ډي اېن اې په تسلسل کې تغیر دی او ځینې وخت دا تغیر بد وي. که چېرې د ډي اېن اې په کوډ کې تغیر راشي نو په هغې لارې یا طریقې اغیز کوي په کومې کې چې پروتین تولیدیږي. که چېرې پروتین په مناسبه توګه کار ونکړي نو د ناروغیو لامل کیږي. یوازې یوه جین چې کله میوټېشن یا تغیر رامنځته شي نو د ناروغیو بېلګې یې (cystic fibrosis and sickle cell anemia) دي.
 
میوټېشن د سرطان د ودې لامل هم کېدای شي د بېلګې په توګه که چېرې د پروتینونو لپاره د جینونو کوډونه په حجروي وده کې میوټېشن یا تغیر وکړي نو حجرې ممکن وده وکړي او وېش یې له کنټرول بهر واوسي. ځینې سرطانونه چې د میوټېشن لامل کیږي ارثي کېدای شي خو د سرطانونو نور ډولونه بیا د ماوراء بنفش وړانګو ته د څرګندتیا، کیمیاوي توکو سره د اړیکې او سګرټ څکولو له امله پیدا کیږي.
 
خو هر میوټېشن هم بد ندی. مونږ میوټېشن هر وخت ترلاسه کوو، ځینې یې بې زیانه دي، ځینې یې د بل ډول یا نسل په رامنځته کولو کې مرسته کوي. بل نسل یا ډول کې تغیر ته پولیمورفیزم وایي لکه په سترګو او وېښتو کې توپیر.
 
ډي اېن اې او زړښت
زیان لیدلې ډي اېن اې له عمر تېرېدو سره ټولیږي او د زړښت د بهیر په مخته وړلو کې مرسته کوي. کوم فکتورونه یا عوامل په دې کې خپل اغیز لري ؟ له زړښت سره تړاو لرونکې د ډي اېن اې یو فکتور ازاد رادیکالونه دي خو دا یو میکانیزم د زړښت د بهیر تشریح کولو لپاره کافي ندی او نور فکتورونه هم پکې شامل دي. کله چې انسان ځوان وي د ډي اېن اې تېروتنې او زیان لیدنه یې سمون پیدا کوي خو له زړښت سره دا میکانیزم له منځه ځي.
 
د ډي اېن اې بله برخه چې په زړښت کې ونډه اخلي د ټېلو مرونو بهیر دی. ټېلومرونه د ډي اېن اې د تسلسل د تکرار پراخېدنه ده او کروموزمونو په پای کې موجود وي. ټېلومرونه د ډي اېن اې محافظت کوي تر څو زیان ونه ویني خو ټېلو مرونه د ډي اېن اې له هر تکثیر سره لنډیږي. د ټېلومرونو لنډیدنه د زړښت له بهیر سره تړاو لري. څېړنو دا هم موندلې چې اروایي سټرس، سګرټ څکول او یا یې لوګی تنفس کول او چاغښت درېواړه د ټېلومرونو لنډولو کې مرسته کوي او انسان زړوي.
 
ډي اېن اې له څه جوړه ده ؟
د ډي اېن اې مالیکول له (nucleotides) جوړ وي او هر یو (nucleotide) له درې اجزاو جوړ وي اجزا یې : یوه بوره، د فوزفېټ یو ګروپ او د نایټروجن یو بېز وي. په ډي اېن کې بورې ته (2’-deoxyribose) نوم اخلي دا بورې له فوزفېټ سره په ګډه د ډي اېن د سټرېنډ شمزی یا د ملا تیر جوړوي. په (nucleotide) کې هره بوره د نایټروجن یو بېز لري او له همدې بورې سره وصل وي. په ډي اېن اې کې د نایټروجن څلور مختلف بېزونه شامل دي څلور واړه یې adenine (A), cytosine (C), guanine (G), thymine (T) دي.
 
ډي اېن اې څه کوي ؟
ډي ستاسې بدن سره مرسته کوي چې وده وکړي
په ډي اېن اې کې داسې لارښوونې موجودې وي چې د ژوندیو لپاره اړینې دي. بیلګه به یې تاسې، مرغه یا فیل کړو درېواړه کله چې وده کوی، د مثل تولید کوی دا لارښوونې د (nucleotide) د بېز د جوړې په تسلسل کې ځای کیږي. ستاسې حجرې دا کوډ لولي تر څو ستاسې د بقا او ودې لپاره اړین پروتینونه تولید کړي. د ډي اېن اې تسلسل کوم چې د پروتین جوړېدو لپاره مالومات په ځان کې ځایوي د جین په نامه یادیږي.
 
د درې بېزونو هر یو ګروپ ځانګړو امینو اسیدونو سره مطابقت کې وي او همدا د پروتینو جوړونکي بلاکونه دي. د بېلګې په توګه د (T-G-G) بېز جوړه د امینو اسیدو ټریپټوفان مالوموي یا مشخص کوي او د (G-G-C) بېزجوړه د امینو اسیدو ګلیسین مالوموي. ځینې ترکیبونه لکه د (T-A-A, T-A-G, and T-G-A) په څېر د پروتین د تسلسل پای هم ښي او دا ترکیب حجرې ته وایي چې نور امینو اسید اضافه نکړي.
 
پروتین د امینو اسیدو له مختلفو ترکیبونو جوړ شوي وي. کله چې په منظمه توګه خپله کې سره ترتیب شي نو هر پروتین ځانګړی جوړښت لري او ستاسې بدن کې ځانګړی فعالیت ترسره کوي.
 
ډي اېن اې کوم ځای کې وي؟
د دې سوال ځواب بل سوال دي : د کوم ژوندي ډي اېن اې ؟ دوه ډوله حجرې (eukaryotic and prokaryotic) موجودې دي.
 
د (Eukaryotic) حجرې
انسان او زیات ژوي (Eukaryotic) حجرې لري. د دې حجرې هسته په یوې غشاء یا پردې پوښلې وي او په غشاګانو پوښلي نور جوړښتونه هم لري, په پردې پوښل شوو نورو جوړښتونو ته یې اورګانېل (organelle) نوم اخلي. په دې حجرو کې ډي اې اې په هسته کې وي خو کمه اندازه یې په اورګانېل برخو کې هم موجوده وي او د ډي اېن اې دې کمې برخې ته (mitochondria) نوم اخلي او د حجرې د محرکه ځواک مرکز ګڼل کیږي.
 
په هسته کې کم ځای وي او له همدې امله ډي اېن اې ډېره کلکه ځای شوې وي. د ځای کولو یا کلکو بندولو لپاره مختلف بهیرونه لري او د دې بهیرونو تولید ته کروموزوم نوم اخلي.
 
د (Prokaryotic) حجرې
لکه د باکتریا په څېر ژوندي د (Prokaryotic) حجرې دي. په دې حجرو کې اورګانېل او هسته نشته وي. په دې حجرو کې ډي اېن اې د حجرې په منځ کې وي او کلک تاو شوي شکل کې وي.
 
د حجرو وېش
د ودې بهیر کې حجره په بلې حجرې وېشل کیږي. کله چې یوه حجره په دوو وېشل کیږي هره نوې حجره باید د ډي اې اېن بشپړ کاپي ولري. د دې لپاره چې نوې حجره هم بشپړ کاپي ولري باید ډي اېن اې د تکثیر (replication) بهیر ترسره کړي. کله چې د تکثیر بهیر ترسره کیږي د ډي اېن اې دواړه سټرینډ سره جلا کیږي. له دې وروسته ځانګړي حجروي پروتین هر سټرینډ د ټیمپلېټ په توګه کاروي او د ډي اېن اې نوی سټرینډ جوړوي.

A-DNA, B-DNA and Z-DNA

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons