Adidas – ادیداس

اديداس له ۱۹۴۹ کال څخه په تولید پیل کړی. څوملیتي شرکت (multinational corporation) ګڼل کیږي. په جرمنۍ ژبه کې یې نوم (AH-dee-DAHS) دی او د جرمني په (Herzogenaurach) کې یې د بنیاد ډبره اېښودل شوې. اديداس جامې، بوټونه او نور لوازم تولیدوي. په اروپا کې تر ټولو لوی او د نړۍ په کچه دوېم لوی د سپورتي جامو تولید کوونکی شرکت دی. په نړۍ کې لمړی نایک (Nike) دی او دوېم ګام کې اديداس.
 
په ۲۰۱۸ کال کې یې عاید ۲۱.۹۱۵ بیلیونه وو. بنسټ اېښودونکی یې (Adolf Dassler) دی او په لمړي ځل یې د خپلې مور په کور کې په کار پیل وکړ وروسته په ۱۹۲۴ کې یې مشر ورور (Rudolf Dassler) هم ورسره یو ځای شو. په دې وخت کې د اديداس شرکت نوم (Dassler Brothers Shoe Factory) وو. په پیل کې یې د منډې د سیالۍ لپاره (spikes) بوټونوه تولیدول. وروسته دواړه ورونه سره جلا شول کشر ورور (Adolf Dassler) یې د اديداس په نامه تولید پیل کړ او مشر ورور (Rudolf Dassler) یې د پوما (Puma) په نوم تولید پیل کړ او دواړو په مارکېټ کې په سیالۍ بوخت شول. د ادي داس لوګو له درې کرښو جوړه شوې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons