Henry VII of England – اووم هنري د انګلستان پاچا
د ۱۴۵۷ کال، د جنوري له ۲۸ نېټې تر ۱۵۰۹ کال د اپرېل تر ۲۱ نېټې پورې د انګلستان پاچا وو. د ۱۴۸۵ کال د اکتوبر په ۳۰ یې تاج په سر کړ. د درېم ریچارډ ځایناستی وو او له مرګ وروسته یې زوی اتم هنري پاچا شو. د ۱۴۵۷ کال، د جنورۍ په ۲۸ نېټه د پېم بروک په ماڼې کې د وېلز په پېمبروک شیر کې زېږېدلی. د ۵۲ کلنۍ عمر کې د ۱۵۰۹ کال د اپرېل په ۲۱ نېټه مړ شوی. د ۱۵۰۹ کال د مې میاشت په ۱۱ نېټه د لندن ښار په وېسټمنسټر ابې کې خارو ته سپارل شوی. د اېليزابېت اف یارک سره یې واده کړی وو. پلار یې (Edmund Tudor) او مور یې (Lady Margaret Beaufort) وه.
د انګلستان پاچا او د ایرلنډ ارباب وو. په (Battle of Bosworth Field) جګړه کې یې د درېم ریچارډ پوځ ته ماته ورکړه او خپل ځان یې پاچا کړ. د جګړې له لارې د پاچايي ترلاسه کوونکی وروستی د انګلستان پاچا وو. د پاچايي د ادعا پخولو لپاره یې د درېم ریچارډ له ورېرې سره واده وکړ. د انګلستان له کورنۍ جګړې وروسته یې امنیت ساتلو کې اړین رول ولوباوه. همداسې یې اداري، اقتصادي او دیپلوماتیکي اصلاحاتو ته مخه کړه. د اصراف پر ځای یې د نورو عوایدو تر لاسه کولو لپاره کار وکړ. په خلکو یې مالیات زیات کړل او د خپلې پاچايي مالي وضعیت یې پرې ښه کړ. له ۲۴ کاله پاچایي کولو وروسته مړ شو او پرته له کومې جګړې یې زوی اتم هنري د انګلستان پاچا شو.
Comments
So empty here ... leave a comment!