Supreme Head of the Church of England – د انګلستان د کلیسا عالي مشر یا ریس
یو مقام دی کوم چې په ۱۵۳۱ کې تاسیس شوی. لمړی د کلیسا عالي مشر د انګلستان پاچا اتم هنري وو چا چې په لمړي ځل د انګلستان کلیسا د کتولیک کلیسا له واک څخه ازاده کړه او د روم د پاپ پر ځای یې خپل ځان د انګلستان د کلیسا عالي مشر یا ریس وټاکه. د (The Act of Supremacy of 1534) قانون د انګلستان پاچا ته حق ورکړ چې د انګلستان پر کلیسا واک ولري. په ۱۵۳۶ کې اتم هنري د کتولیک کلیسا ټوله شتمنۍ کنګل کړه. په ۱۵۳۸ کې د (Pope Paul III) لخوا اتم هنري له کتولیک ټولنې شړل شوی اعلان شو او د دې ټولنې غړیتوب یې ورڅخه واخیست.
په ۱۵۵۵ کې د اتم هنري لور لمړۍ ماري (Queen Mary I) چې کتولیک مذهب ته وفاداره وه د (The Act of Supremacy of 1534) قانون لغوه کړ او د انګلستان کلیسا یې بیا ځلې د روم د پاپ د واک لاندې کړه. په ۱۵۵۸ کال کې د ماري میرنۍ خور لمړۍ اېلزابیت (Elizabeth I) په پارلمان کې بیا ځلې د (the Act of Supremacy of 1558) قانون تصویب کړ او د پلار په څېر یې د انګلستان کلیسا بیا ځلې د پاپ له واک څخه ازاده کړه خو په دې قانون کې ملکه د انګلستان د کلیسا عالي مشره نه بلکې تر ټولو لویه والي شوه چې تر اوسه ادامه لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!