Dissolution of the Monasteries – د مذهبي تعمیرونو منحل کوونه

په تاریخ کې ورته (Suppression of the Monasteries) هم وایي. په انګلستان کې د ۱۵۳۶ او ۱۵۴۱ ترمنځ یو قانوني بهیر وو د کوم له مخې چې اتم هنري د انګلستان د وخت پاچا د (monasteries, priories, convents and friaries) په نومونو جوړ شوي مذهبي تعمیرونه او ټولنې په انګلستان، وېلز او ایرلنډ کې منحل کړې. د دې ټولنو او تعمیرونو لپاره اختصاص شوې بودیجه یې سلطنتي کړه او ټولې شتمنۍ یې کنګل کړې. ځینې شتمنۍ یې وپلورلې او د پوځ لګښت ته یې پیسې ځانګړې کړې. پاچا ته د پورته یادې شوې چارې واک په ۱۵۳۴ کې د پارلمان لخوا تصویب شوي (the Act of Supremacy) قانون ورکړی وو.
 
د انګلستان په تاریخ کې د مذهبي تعمیرونو او ټولنومنحل کول یوه انقلابي پېښه ګڼل کیږي. په دې پېښه کې ۹۰۰ تعمیرونه د پاچا په امر له مذهبي واک څخه ازاد او سلطنتي شول. په دې وخت کې که چېرې د نرانو نفوس ۵۰۰۰۰۰ وو نو سم نیم یې په دې ټولنو کې بوخت وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons