Thomas Wolsey – توماس ولزي
د ۱۵۱۴ کال د سپټمبر په ۱۵ نېټه ټاکل شوی او د ۱۵۳۰ کال د نومبر تر ۲۹ نېټې په مختلفو دندو او پای کې وزیر ګمارل شوی. د ۱۴۷۳ کال په مارچ کې د انګلستان په سفولک کې زېږېدلی او د ۱۵۳۰ کال د نومبر په ۲۹ نېټه د انګلستان په لېسټر شېر کې مړ شوی او په لېسټر ابې کې خارو ته سپارل شوی. مذهب یې رومان کتولیک وو. پلار یې رابرټ وېلزي (Robert Wolsey) او مور یې جون ډنډي (Joan Daundy) وه.
د انګلستان د رومان کتولیک کلیسا دیپلومات، کاردینال او ارکیبیشاپ وو. کله چې د انګلستان پاچا اتم هنري په ۱۵۰۹ کې تاج په سر کړ نو توماس وېلزي د هنري د کلیسا افسر (almoner) شو. ځینې چارې یې بریالۍ او په ۱۵۱۴ کې یې په دولتي چارو کنټرول ترلاسه کړ. د دې تر څنګ یې د کلیسا په اړینو ناستو کې هم برخه اخیستله او په دې ناستون کې یې تل د (Papal legate) په توګه فعالیت کوه. په ۱۵۱۵ کې د پاپ لیو اېکس (Pope Leo X) لخوا کاردینال وګمارل شو او دې مقام له ټولو نورو انګلیسي روحانیونو اولویت ورکړ.
تر ټولو لوړ سیاسي مقام یې (Lord Chancellor) وو کوم چې په انګلستان کې تر ټولو لوی یا مشر د پاچا سلاکار وو خو کله چې پاچا روم ته ولیږه تر څو په پاپ باندې د خپلې لمړۍ ښځې د اراګون کترین طلاق تصدیق کړي له دوه کالو ناکامو هڅو وروسته د پاچا لخوا په خیانت تورن شو. کله چې اتم هنري له دندې لرې کړ بیا ځلې یارک ته ولاړ او د کلیسا پخوانۍ دندې ته یې دوام ورکړ خو د پاچا لخوا بېرته لندن ته وغوښتل شو تر څو د خیانت تورونو ته ځواب ووایي خو په لار کې په خپل طبیعي مرګ مړ شو. اتم هنري هر هغه خپل وزیر چې په چارو کې نا بریالی وو په خیانت تورنوه او بیا به یې د اعدام جزا ورکوله.
Comments
So empty here ... leave a comment!