Thomas Cranmer – توماس کرنمر
د ۱۴۸۹ کال، د جولای په دوېمه نېټه، د انګلستان د نټینګهم شېر په اسلاکټون کې زېږېدلی او د ۱۵۵۶ کال، د مارچ په ۲۱ نېټه، د انګلستان د اکسفورډ شېر په اکسفورډ کې مړ شوی. مذهب یې انګلیکن وو او د عیسویت مذهب روحاني ګڼل کیږي. د اتم هنري او شپږم اډوارډ پر وخت د انګلستان د اصلاحاتو رهبر وو. کله چې توماس کروموېل د اتم هنري لوړپوړی وزیر وټاکل شو نو توماس کرنمر له کروموېل سره مرسته وکړه تر څو د انګلستان د پاچا اتم هنري له خپلې لمړۍ ښځې سره طلاق ممکن کړي او همدا طلاق د دې لامل شو چې د انګلستان پاچا د انګلستان کلیسا د پاپ له واک څخه ازاده کړي او خپل ځان د انګلستان د کلیسا مشر ریس کړي.
کرنمر کله چې د کلیسا دنده پر غاړه لرله په دې وخت کې یې د انګلستان لخوا اصلاح شوی انجنیل چاپ کړ. په دې وخت کې مذهبیانو او د مذهب اصلاح کوونکو تر منځ د واک پر سر رقابت روان وو او له همدې امله کرنمر په کلیسا کې کوم افراطي بدلون ته لار هواره نکړه. خو کله چې د اتم هنري زوی شپږم اډوارډ پاچا شو نو کرنمر لویو اصلاحاتو ته مخه کړه. د شپږم اډوارډ پر وخت یې (Book of Common Prayer) کتاب له لیکلو وروسته چاپ کړ. کومو کسانو چې په اروپا کې د اصلاحاتو هڅه کړې وه او د اصلاحاتو له امله له ټولنې او حکومت څخه یې تېښته کړې وه توماس کرنمر په انګلستان کې پناه ورکړه.
کله چې د انګلستان لمړۍ ماري د چا چې مذهب کتولیک وو د انګلستان ملکه شوه نو په توماس کرنمر یې د خیانت تور پورې کړ دوه کاله یې زندان کې تېر کړل او ظاهرا یې خپل پخواني نظریات په عامه ځایونو کې رد کړل او ځان یې داسې وښود چې له کتولیک عیسویانو سره پخولا شوی دی خو له دې سره سره لمړۍ ماري سر ترې ووهه او د سر وهلو پر وخت یې هغه خپل ټول نظریات لمړۍ ماري ته وښودل چې د انګلیکن ډلې لپاره اصلاحات وو او دا یې ورته ووېل چې غواړي په انګلیکن ډله کې شهید او کتولیک ډلې ته خاین مړ شي. کتاب یې تر اوسه د انګلستان په کلیسا کې تدریس او پلي کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!