Charles V, Holy Roman Emperor – پنځم چارلز د روم مقدس امپراتور
د ۱۵۱۹ کال د جون په ۲۸ نېټه پاچا شوی او د ۱۵۵۶ کال د اګسټ تر ۲۷ نېټې پاچا پاتې شوی. د ۱۵۲۰ کال د اکتوبر په ۲۰ نېټه یې په جرمني کې تاج په سر کړی، د ۱۵۳۰ کال د فېبروري په ۲۴ نېټه یې په ایټالیا کې تاج په سر کړی او له دې وروسته امپراتور شوی. د ۱۵۰۰ کال د فېبروري په ۲۴ نېټه د روم امپراتورۍ د نیدرلنډ د هبزبرګ په پرېنسن هوف اف ګنت کې زېږېدلی او د ۵۸ کلنۍ په عمر د ۱۵۵۸ کال د سپټمبر په ۲۱ نېټه د هسپانیا د کاستیل د کرون د یوسټ په موناسټري کې مړ شوی. پلار یې (Philip I of Castile) او مور یې (Joanna of Castile) وه. مذهب یې کتولیک وو.
رومان امپراتور او د اتریش ارکډوک او له ۱۵۱۹ څخه د هسپانیا پاچا وو او د هسپانیا په کاستیل او اراګون یې پاچایي کوله په دې وخت کې د لمړي چارلز (Charles I) په نامه یادېده. له ۱۵۱۶ کال څخه د نیدرلنډ ارباب هم شو او د (Duke of Burgundy) مقام ورکړل شو. وروسته یې د هبزبرګ کورنۍ مشري په غاړه واخیسته او د روم امپراتوري یې جوړه کړه کومه چې له جرمني د ایټالیا تر شمال پورې غزېدلې وه، د اتریش په ټولو میراثي ځمکو یې واک لره او هسپانیا یې د ایټالیا له سوېل سره متحده کړه. همداسې یې په برګندي سیمو باندې هم واک لره. د پاچایي پر وخت یې د لنډمهال لپاره جرمنانو او د اوږدې مودې لپاره هسپانویانو په امریکا کې مستعمرې جوړې کړې. پنځم چارلز خپلې مستعمرې د (the empire on which the sun never sets) په نامه یادې کړې مانا یې هغه امپراتوري په کومه چې لمر هېڅکله غروب نکوي په دې مانا چې که اروپا کې شپه شي نو امریکا کې لمر وي او ورځ وي او په دې جملې یې د امپراتوري پراخوالی ښوده.
مور یې ذهني ناروغي لرله او پلار یې مړ شوی وو او له همدې امله په ډېر کم عمر کې د خپلې کورنۍ وارث شو. پلار یې په ۱۵۰۶ کې مړ شو او د نیدرلنډ د برګندي وارث شو کوم یې چې پلار ته له خپلې مور ماري څخه په میراث پاتې وو. په ۱۵۱۶ کې د هسپانیا همکار پاچا شو. د هسپانیا لمړی بهرنی پاچا دی چا ته چې هسپانیا په میراث کې پاتې شوې. په دې میراث کې سردینیا، سیسیلي نپلز او د کاستیل ویسټینډیز هم شامل وو. په ۱۵۱۹ کې یې پلرنی نیکه مړ شو او اتریش هم په میراث کې ورته پاتې شو. له دې وروسته یې ځان د روم د امپراتورۍ لپاره کاندید کړ خپل نوم یې (Charles V) ته بدل کړ او ځان یې نوی شارلمېن (Charlemagne) وګڼه.
د عیسویت په اړه یې د منځنیو پیړیو فکر بیا ژوندی کړ او عیسویت یې یو نړیوال مذهب وګڼه خپله پاچایي یې هم د عیسویانو نړیواله پاچایي وګڼله. د عمر ډیره برخه یې د روم د امپراتوري د سیمو پر دفاع تېره کړه او سیمه یې د عیسویت له بلې ډلې چې پروتستان دي د دوي له اصلاح شوي انجیل وژغورله. له فرانسې په جګړه کې بوخت شو او له بلې خوا یې په ترکیه کې د عثماني خلافت د پراخېدو مخه ډب کړه. د پاچایي پر وخت یې ۴۰ سفرونه وکړل او د پاچاي د وخت له څلورو یوه برخه یې په سفر کې تېر کړي. د مالي لګښت لپاره یې د نیدرلنډ پر هبزبرګ تکیه وکړه کومه سیمه چې د کپیټلزم د زوکړې ځای هم ګڼل کیږي. بله مالي سرچینه یې د امریکا له سوېل څخه هسپانیا ته د وسپنې انتقال وو. د پاچایي پر وخت یې هسپانیا کې دوه (Comuneros’ Revolt and Brotherhoods’ Revolt) او جرمني کې دوه ((Knights’ Revolt and Great Peasants’ Revolt) پاڅونونه نسکور کړل.
له (Pope Leo X) پاپ سره یو ځای شو او مارټین لودر یې په ۱۵۲۱ کې یاغي وګڼه. په همدې کال کې د فرانسې لمړي فرانسیس د پنځم چارلز پر ضد جکړه پیل کړه او تر ۱۵۲۵ پورې یې دوام وکړ، لمړی فرانسیس د جګړې په پای کې ونیول شو او بلاخره له دوه کاله زندان تېرولو وروسته بېرته خوشې شو. په ۱۵۲۷ کې عثماني خلافت د اتریش پر مرکز برید وکړ او پنځم چارلز د برید ځواب ته ولاړ او بېرته یې په شا وتمبول. تقریبا ۳۵ کاله یې جګړې ته دوام ورکړ او بلاخره یې د (Peace of Augsburg) په نامه سوله لاسلیک کړه. د سولې له لاسلیک وروسته یې د هسپانیا هبزبرګ خپل زوی دوېم فیلیپ ته پرېښود، د اتریش هبزبرګ یې خپل ورور فېردیناند ته پرېښود، د نېدر لنډ هبزبرګ یې هم د هسپانیا پاچا ته ورکړ خو د روم د امپراتورۍ برخه ګڼل کېده.
Comments
So empty here ... leave a comment!