James V of Scotland – د سکاټلنډ پنځم جېمز
د ۱۵۱۳ کال، د سپټمبر له ۹ نېټې، د ۱۵۴۲ کال، تر ډسمبر پورې د سکاټلنډ پاچا وو. د ۱۵۱۳ کال د سپټمبر په ۲۱ نېټه یې تاج په سر کړ. د ۱۵۱۲ کال، د اپرېل ۱۰ نېټه د سکاټلنډ د لینلیتګو په لینلیتګو ماڼۍ کې زېږېدلی او د ۳۰ کالو په عمر د ۱۵۴۲ کال، د ډسمبر په ۱۴ نېټه، د سکاټلنډ د فیف په فالکلنډ ماڼۍ کې مړ شوی. د ۱۵۴۳ کال په جنوري کې ، په هالروډ ابې کې خاورو ته سپارل شوی. لمړۍ ښځه یې (Madeleine of Valois) وه او وروسته یې له (Mary of Guise) سره واده کړی وو. پلار یې (James IV of Scotland) او مور یې (Margaret of England) وه. مذهب یې کتولیک وو.
کله چې مړ شو نو سکاټلنډ په (Battle of Solway Moss) جګړه کې له ماتې سره مخ شو. یوازې یوه شرعي لور (Mary, Queen of Scots) یې لرله، د پلار د مرګ پر وخت یې د لور عمر ۶ ورځې وو.
جېمز چې کله واک ته ورسېد نو لمړی چاره یې د پاچایي د مالي وضعیت ښه کول وو او د خپلې پاچايي لپاره یې له فیوډالي حقونو، عدالت او سلطنتي املاکو سرچینې جوړې کړې. بله چاره یې دا وه چې د خپل غېرې شرعي زوي مالي ملاتړ وکړي او د دې لپاره یې د کلیسا شتمنۍ د خپل حرامي زوی په نوم کړې. د (Stirling Castle, Falkland Palace, Linlithgow Palace and Holyrood) ماڼیو په جوړولو یې خورا زیاتې پیسې ولګولې. د دیوالونو لپاره یې خورا زیاتې انځور لرونکې پردې جوړې کړې.
فرانسې ته یې د سمندر له لارې سفر وکړ تر څو فرانسه کې خپل لمړی واده وکړي. له واده وروسته یې په سلطنتي بیړیو کار وکړ او لویې بېړۍ یې جوړې کړې او د بېړیو لپاره یې بندرونه پرانیستل. د خپل واک پر وخت یې ځینې پروتستان هم اعدام کړل او لامل یې له کتولیک مذهب څخه سرغړونه وه د پروتستانو د اصلاح شوي انجیل مخنیوی یې وکړ. په دې کې یو پاټریک هامیلټون وو څوک چې له مذهب څخه د سر غړونې په تور په ۱۵۲۸ کې ژوندی وسوزول شو. د جېمز پاچایي د فرانسې له کتولیک عیسویانو سره نږدې اړیکې لرلې او له همدې امله یې له انګلستان سره اړیکې خرابې شوې. انګلستان په دې وخت کې د کتولیک مذهب څخه خپلې کلیسا ګانې ازادې کړې وې او کتولیک کلیسا یې په انګلستان کې غېرې قانوني کړې وه.
Comments
So empty here ... leave a comment!