Lungs – سږي
سږي د تنفسي جهاز مرکز دی. د بدن د هر غړي ټولې حجرې اکسیجن ته اړتیا لري تر څو ژوندۍ پاتې شي. همداسې ستاسې بدن دې ته اړتیا لري چې له کاربن ډایوکسایډ څخه ځان کړي. کله چې حجرې هره ورځ خپل نورمال فعالیت ته دوام ورکوي نو د کاربن ډایوکسایډ ګاز د اضافي ګاز په توګه یا زیاتي تولید په توګه تولیدوي. کله چې تاسې ساه داخل ته اخلی او بهر ته یې باسی نو د اخیستلو پر وخت اکسیجن له نورو ګازونو سره د مخلوط په توګه او د ساه وېستلو پر وخت ګاربن ډایوکسایډ بهر باسی.
سږي سپنجي، ګلابي رنګه غړي دي، ښی اړخ ېې له درې نرمیو جوړ وي او چپ اړخ یې یوازې له دوه نرمیو جوړ وي کوم چې زړه ته خونه هم جوړوي. سږي د (trachea) په پای کې پیل کیږي کوم چې د هوا تونل دی او سږو ته هوا داخلوي او له سږو یې بېرته بهر باسي. هر سږی یو تونل لري کوم ته چې د (bronchus) نوم اخلي او سږي له (trachea) سره وصل کوي. د سږو دوه تونلونه د Y شکل جوړوي او له همدې امله ورته د (bronchial tree) ونې نوم اخلي. د (bronchi) برخه په نورو وړو څانګو وېشل کیږي کوم ته چې د (bronchioles) نوم اخلي او همدا واړه تونلونه لکه د ونې د څانګې په څېر ستاسې په سږو کې اوږده غزېدلي وي. د دې وړو تونلونو ځینې د وېښتو په اندازه نري دي. په سږو کې تقریبا ۳۰۰۰۰ د (bronchioles) واړه تونلونه موجود وي
د (bronchiole) هر تونل د هوا د وړو کیسو په غنچو پای ته رسیږي هرې کیسې ته د (alveoli) نوم اخلي جمع یې (alveolus) ده د انګورو غنچې ته ورته والی لري. ستاسې په سږو کې تقریبا تر ۶۰۰ میلیونه پورې (alveolus) موجود وي.
سږي د تنفسي جهاز مرکز دی. سږي په دوه برخو وېشل شوي او هرې برخې ته ېی د د تنفسي کانال پاسه برخه او د تنفسي کانال لاندې برخه (upper respiratory tract and lower respiratory tract)
نوم اخلي.
په (upper respiratory tract) برخه کې خوله او پوزه, د سپږمو جوف (Nasal cavity)، حلقوم (pharynx) او حنجره (larynx) شامل دي. او د (lower respiratory tract) برخه له (lungs, trachea, bronchi, bronchioles and alveoli) جوړه وي. نورې دوه برخې لکه له سږو تاو شوې پوښتۍ او د پوښتیو لاندې عضلې د سږو په پړسولو او بېرته غونډېدو کې مرسته کوي.
کله چې خولې یا پوزې ته ساه واخلی نو (trachea) ته داخلیږي او د چپ او ښي (bronchi) له لارې سږو ته ځي، وروسته (bronchiole tubes) داخلیږي او پای کې د هوا کیسو (alveoli) ته داخلیږي. هره کیسه د وینې په نریو رګونو پوښل شوې وي کومو ته چې کاپیلاریز (capillaries) نوم اخلي دا رګونه کاربن ډایوکسایډ راوړي او کله چې وینه جریان پکې کوي نو له ځان سره اکسیجن هم انتقالوي. کومه وینه چې په اکسیجن غني شوې وي بېرته زړه ته لېږدوي او سږو ته لېږدول شوی کاربن ډایوکسایډ د خولې له لارې بهر ته لېږدول کیږي.
که تاسې ساه واخلی او بېرته یې وباسی بیا هم د هوا وړې کیسې کمه اندازه پړسېدلې پاتې کیږي او لامل یې په سږو کې د (surfactant ) په نامه تولیدېدونکې مایع ده کوم چې د هوا د کیسو په خلاصو ساتنه کې مرسته کوي په دې مایع کې غوړ پروتین هم موجود دي کوم چې د سږو په ساتنه کې مرسته کوي. همداسې سږي بلغم تولیدوي تر څو وړې ذرې او مکروب پکې راونیسي. تولید شوی مخاط یا بلغم د سیلیا (cilia) په ذریعه جارو کیږي. که چېرې په سږو کې روغتیایي ستونزه پیدا کړی نو ممکن سږي مو بې کچې بلغم تولید کړي. په سږو کې د هوا وړو کیسو کې ایمني حجرې هم موجودې وي او د (macrophages) په نامه یادیږي. دا ایمني حجرې د سږو مکروب خوري.
د سږو بې نظمي ممکن لنډ مهاله او یا کرونیک اوږدمهاله وي. ځینې یې د سږو ناروغۍ هم پیدا کولای شي. په سږو کې عام پیدا کېدونکي حالتونه لاندې وګورئ.
ساه بندېدنه (Asthma)
ساه بندېدنه د سږو تر ټولو عام حالت دی. د حساسیت له امله ساه بندېدنه ډېری وخت په کوچنیانو کې پیدا کیږي. که چېرې د سای اخیستنې لارې تنګې یا بندې شي نو انسان کې د ساه بندېدنې حالت پیدا کیږي او د سږو د پړسوب لامل کیږي.
انګریزي تلفظ یې برونکایټېس دی خو په کابلۍ پښتو کې ورته برونشیت نوم هم اخلي انګرېزي املا یې (Bronchitis) ده. برونشیت د سږو یو حالت دی او د ساه اخیستنې په عمومي لارو کې پړسوب پیدا کوي. لامل یې باکتریایي او یا ویروسي عفوني کېدنه وي. لنډمهاله برونشیت حالت ځینې وخت د تنفسي کانال له پاسه برخې د ذکام او یا نورو ناروغیو له امله سږو ته خپریږي.
که چېرې برونشیت اوږمهاله وي د سي او پي ډي په نامه هم یادیږي د (Chronic obstructive pulmonary disease) لنډیز دی او د (emphysema) نوم هم ورته اخیستل کیږي. د وخت له تېرېدو سره دا حالت زیاتیږي. د پیدا کېدو لاملونه یې سګرټ څکول، دوړې، کیمیاوي توکي تنفس کول او ځینو خلکو کې جنتیکي وي. په متحده ایالتونو کې څلورمه د ژوند اخیستونکې ناروغي ده.
نمونیا (Pneumonia)
د سږو د (bronchioles and alveoli) برخو عفوني کېدنه ده. په دې کې سږي بلغم تولیدوي او پړسوب پیدا کوي او ساه اخیستنه کې ستونزه پیدا کیږي. د هر عمر کس پرې اخته کېدای شي خو کوچنیان، سګرټ څکونکي او د زیات عمر کسان پرې زیات اخته کیږي.
نری رنځ یا ټي بي (Tuberculosis)
که چېرې بې درملنې پاتې شي په سږو کې د ټپ پیدا کېدو لامل کیږي او د انسان د مړینې لامل کیږي. نری رنځ د بدن نورو برخو کې هم پرته له علایمو پټېدلای شي.
په سږو کې د پیدا کېدونکو ستونزو لاملونه باکتریا، ویروس، د مولډ په نامه مرخېړی، ناپاکه هوا، د کیمیاوي توکو تنفس، د کور او خونې هوا نه بدلونه، د سګرټ، تنباکو او چیلم یا شیشې څکونه، د مړ شوي یا ګل شوي سګرټ بیا لګونه ده. له دې پرته حساسیت لکه له خوړو سره، دوړو سره، بڼکو، د څارویو پوستکو او یا څارویو سره او یا هم حشرو سره حساسیت دی.
د سږو په ناروغیو د نه اخته کېدو لپاره منډه وهل، قدم وهل، له دخانیاتو پرهېز، واکسین، د خولې مینځل، په ککړه هوا کې سمال له پوزې تاوول اړین دي.
د درملنې لپاره انتیبیوتیک، د ویروس ضد درمل، د مرخېړیو ضد درمل، د پړسوب ضد درمل، د ایمني سیستم لپاره درمل، په سږو کې د مایع او پروتین پیدا کوونکي درمل، د ساه بندېدو درمل نسخه کیږي. د ډاکټر له مشورې پرته په خپل سر درمل مه کاروئ.
Comments
So empty here ... leave a comment!