د نومبر په ۳۰ نېټه، کال ۱۸۸۹، د انګلستان په لندن ښار کې زېږېدلی او د اګسټ په ۴ نېټه، کال ۱۹۷۷، په کمبریج کې مړ شوی.
د انګلستان اېلېکټرو فزیالوجیسټ (electrophysiologist) وو چا چې د چارلز شېرېنګټن (Sir Charles Sherrington) سره په ګډه په کال ۱۹۳۲ کې د فزیولوجي (Physiology) نړیواله جایزه د عصابو د حجراتو له کشف څخه وروسته ګټلې.
آدریان په کال ۱۹۱۵ کې له طب څخه فارغ شو. د ژوند ډېره مسلکي برخه ېې په څېړنو او تدریس کې تېره کړې. د ۱۹۶۱–۶۵ کلونو تر منځ په (Trinity College) کې ماسټر پاتې شوی او د ۱۹۶۸–۷۵ کلونو تر منځ د پوهنتون دچانسلر په توګه دنده ترسره کړې. آدریان د (nerve impulses) — یو سګنال چې د عصابو په فایبر کې لېږدول کیږي. په دې سګنال د الیکتریکي یا برېښنایي دپلاریزاسیون یوه څپه یا موج شامل وي چې د پتانسیل توپیر د اعصابو د حجری په غشا کې معکوس کوي — په اړه د حس له غړي څېړنې وکړې. له دې څېړنې دغه پتانسیلي تغیرات د تشخیص وړ نه وو. دې څېړنې د حسونو فزیکې درک او د عضلاتي کنټرول میکانیزم باندې پوهې ته ښه لار هواره کړه. ۱۹۳۴ کال څخه وروسته آدریان د عصابو ایلېکتریکي یا برېښنايي فعالیت مطالعه کړ. د (Berger rhythm) په نامه ېې کتاب ولیکه کوم چې د (epilepsy) میرکیو په اړه تحقیقاتو ته نوې لار هواره کړه.