Hymen – د بکارت پرده
د بکارت پرده یوه نازکه غشا ده چې د واجینیا د خولې چار چاپېره وي. په هرې پېغلې انجلۍ کې یې شکل او کچه توپیر لري. په زیاتو انجونو کې یې شکل نیمې سپوږمۍ ته ورته وي. که چېرې انجلۍ له نر سره جنسي اړیکه ونیسي او یا هم واجینا ته یې درمل، کوټېکس او یا نور د اړتیا توکي داخل شي نو دا پرده پرې کیږي. له دې پرته د دروند فعالیت او یا هم زیاتې وینې ضایع کېدنې له امله هم د بکارت پرده پرې کېدای شي.
د بکارت د پردې هر شکل ته ځانګړي طبي نومونه ورکړل شوي لاندې درې شکله لرونکې پردې د میاشتینې ناروغۍ پر وخت د وینې دبهېدو مخنیوی کوي او د ستونزې د حل لپاره کوچنۍ جراحي ته اړتیا لري.
د (Imperforate hymen) شکل په بشپړ توګه د واجینیا خوله پوښلې وي، د میاشتینۍ ناروغۍ پر وخت د وینې د بهېدو مخه نیسي او د دې ډول پردې لرونکې انجلۍ باید کوچنۍ جراحي ترسره کړي.
د (Microperforate hymen) شکل ډېره نری پرده ده او تقریبا د واجینیا ټوله خوله یې پوښلې وي ځینې انجونې که د میاشتینۍ ناروغۍ پر وخت د وینې بهېدو کې ستونزه پیدا کړي د واجینیا په خوله کې د پرانیستي ځای ازادولو لپاره کوچنۍ جراحي ته اړتیا لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!