Jejunum – جوجونم

وړه کلمه له درې برخو جوړه شوې، یوه برخه یې جوجونم ده. جوجونم د هاضمې د سیستم یوه برخه ده او د خوړو په تجزیه او جذب کې اړین رول لري. له (pyloric sphincter) څخه پیل او په (ileocecal valve) پای ته رسېدلې. د وړې کلمې نورو دوه برخو ته (duodenum and the ileum) نومونه اخلي.
 
له معدې څخه چې کله خواړه د وړې کلمې (duodenum) برخې ته ولاړ شي نو دې برخه کې د لوز المعدې یا د پانقراص انزایمونه او په ځیګر کې د تولید شوې صفرا په مرسته خوځښت کوي او د کلمې جوجونم برخې ته داخلیږي. جوجونم د وړې کلمې له پنځه برخو دوه برخې جوړوي. د جوجونم عمومي دنده د اړینو خوړو لکه د بورې، غوړو اسیدو او امینو اسیدو جذب دی. د کلمې څپو ته ورته بې اختیاره خوځښت ته د کوم په مرسته چې خواړه په کلمو کې حرکت کوي (Peristalsis) وایي، په جوجونم کې دا خوځښت ځواکمن او چټک دی.
 
د وړې کلمې په کومه برخه کې چې جوجونم پیل کیږي د (duodenojejunal flexure) په نامه یادیږي او په (ileum) کې پای ته رسیږي. د جوجونم او (duodenum) ترمنځ څرګنده پوله موجوده ده خو د جوجونم او (ileum) ترمنځ څرګنده پوله نشته. جوجونم په رنګ کې سوروالی لري او لامل یې په جوجونم کې د وینې رګونه دي. جوجونم د ګېډې په جوف کې د (mesentery) ذریعه نیول شوې وي. د جوجونم د دیوال په استر کې د خوړو د جذب لپاره اضافي ځانګړنې موجودې دي.
 
دایروي چینونه (Circular folds)
د وړو کلمو په مخاطي سطحه کې ځانګړې د غرونو سلسلو ته ورته جوړښت دی. د خوړو د خوځښت په چټکوالي او وروالي کې مرسته کوي چټکوالی وروالی له خوړو څخه د کافي جذب لامل کیږي. په دایروي چینونو کې (Villi) موجود دي اوږدوالی یې تقریبا یو میلي متر پورې وي، شکل یې نریو وېښتو ته ورته دی. په ویلي کې د وینې (capillaries) رګونه موجود دي په ویلي کې دا رګونه خواړه لکه بوره او امینو اسید په مستقیمه توګه وینې ته جذب کوي.
د وړو کلمو د مخاطي سطحې په حجرو کې میکرو ویلي (Microvilli) وېښتو ته ورته جوړښت دی. په هر ملي متر مربع کې تقریبا تر ۲۰۰ میلیونه پورې موجود وي. د میکرو ویلي پر سطحه موجود انزایم د بورې او امینو اسیدو په لا زیاته تجزیه کې مرسته کوي.
په جوجونم کې حالتونه او ناروغۍ
Jejunoileitis
د (Jejunoileitis) حالت د جوجونم پړسوب دی ډیری وخت له (Crohn’s disease) ناروغۍ سره مل وي او ممکن علایم په لاندې ډول دي :
– د ګېډې کم یا زیات درد
– له خوړو وروسته د ګېډې عضلاتي نیول کېدنه
– نس ناستی یا اسهال
په کومو کسانو کې چې د (jejunoileitis ) حالت پیدا شوی وي د (fistulas) خطر سره هم مخ وي کوم چې د بدن د دوه غړو ترمنځ غیرې نورمال اړیکه ده، د خوړو په جذب اغیز کوي همداسې په کلمو کې د موجودو خوړو په ناسمو غړو کې د تخلیې لامل کیږي. د (jejunoileitis) د درملنې لپاره په (corticosteroids or immune suppressing drugs) درملو باندې په کلمو کې د پړسوب او د (fistulas) مخنیوی کیږي. ممکن نور اضافي درمل هم ورته نسخه شي لکه (acetaminophen ) د (Tylenol) په نامه هم یادیږي د درد لپاره او همداسې ځینې درمل د نس ناستي لپاره. که چېرې د خوړو په رژیم کې بدلون راوستل شي ممکن دا بدلون ګټور وي.
سیلیاک ناروغي (Celiac disease)
سیلیاک ناروغي د دې لامل کیږي چې د بدن ایمني سیستم ګلوټېن (gluten) ته عکس العمل وښي. ګلوټېن د غنمو او نورو زیاتو غلو یو جز دی. د ایمني سیستم دا غبرګون د جوجونم د پړسوب لامل کیږي او لاندې علایم رامنځته کوي:
– نس ناستی
– د وزن کمېدنه
– د خوړول شوو خوړو جذب کې کمی
– د وینې کمی
– په پوستکي کې د بخار (dermatitis herpetiformis) ډول
د سیلیاک ناروغي درملنه د هغو خوړو څخه په پرهېز کیږي چې ګلوټېن لري. له دې پرته د فولیک اسید، وسپنه او ویټامین ډي یې هم د درملنې لپاره ګټور دي.
Jejunal diverticulosis
ډایورټیکولا (Diverticula) وړې کیسې دي او په (gastrointestinal tract) کې جوړیږي. کله چې ډایورټیکولا په جوجونم کې جوړې شي د (Jejunal diverticulosis) نوم ورته اخیستل کیږي. کچه یې توپیر کوي له څو ملي متر تر څو سانتي متره پورې امکان لري. په ځینو خلکو کې علایم نه پیدا کوي خو په ځینو خلکو کې لاندې علایم رامنځته کوي:
– په ګېده کې تکراري درد
– په ګېډه کې غږونه
– په ګېډه کې پړسوب
– نس ناستی
– له کمو خوړو وروسته موړ احساس کول
کومې درملنې ته اړتیا نلري خو که چېرې جدي روغتیایي ستونزې لکه په کلمو کې سوری او یا انسداد نو درملنه یې په جراحي کیږي.
Jejunal atresia
یو عام حالت دی او په نویو زېږېدلو کوچنیانو کې پیدا کیږي. د (mesentery) کمه اندازه یا بشپړ نشتوالی پکې شامل دی کوم چې د وړې کلمې د بطن له دیوال سره وصل کوي. په دې حالت کې وړې کلمې له یو رګ څخه تاویږي او د کلمو د بندېدو لامل کیږي.
په کوچنیانو کې لاندې علایم رامنځته کوي :
– د ماشوم په تغذیه کې ستونزه
– د ګېډې پړسوب
– د بولو نشتوالی
– صفرا لرونکې کانګې
په ځینو حالتونو کې د ماشوم له زېږېدو مخکې په (prenatal ultrasound) ازموینه باندې ستونزه پیدا کیدای شي خو له پیدا کېدو وروسته ستونزه له علایمو څخه پیدا کیږي. درملنه یې له پیدا کېدو لږ موده وروسته په جراحي کیږي. له جراحي څخه ۹۰% کوچنیان ژوندي پاتې شوي.

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons