د نر او ښځې په خاصره لګن کې توپیر
د نر د خاصره لګن هډوکي
Male pelvis bones
خاصره لګن د شمزي یا د ملا د تیر لپاره بنیاد او د ورانه د مفصلونو لپاره ساکت جوړوي. د خاصره لګن په هډوکي کې د ورانه د مفصل هډوکي، سکروم او کوکسیکس شامل وي. د نر د خاصره لګن هډوکي د ښځې په پرتله تنګ او واړه وي، د خاصره لګن پای (pubic arch) هم په نر کې د ښځې په پرتله کوچنی وي.
د ورانه د مفصل درې هډوکي لري او کله چې انسان وده کوي د وخت له تېرېدو سره خپله کې فیوز کیږي. د درېواړو نومونه او لنډه تشرېح لاندې وګورئ :
Ilium
د ورون د مفصل د هډوکي پورتنۍ برخه ده
Ischium
د ورون په مفصل کې منحني شوې برخه ده د ورون د مفصل د هډوکو بنیاد جوړوي
Pubis
د ورون د مفصل د هډوکي مخکینۍ برخه جوړوي
پورته درېواړه برخې خپله کې سره یو ځای کیږي او د خاصره لګن د هډوکي ساکت (acetabulum) جوړوي، په دې ساکت کې د ورون د هډوکي سر وصل کیږي.
سکروم (Sacrum)
مثلثي شکل لرونکی دی، د نر سکروم د ښځې په پرتله اوږد او نری وي، د لکۍ له هډوکي یا کوکسیکس سره وصل وي. سکروم د شمزي له پای سره وصل وي، له پنځو خپله کې فیوز شوو مهرو جوړ شوی وي. په کافي اندازه ډبلوالی لري او کله چې انسان ناست وي د تنې د وزن ملاتړ کوي.
کوکسیکس (Coccyx)
په انګرېزۍ کې ورته د لکۍ هډوکی (tailbone) هم وایي. د سکروم لاندې برخې سره وصل وي او پرې وصل عضلاتي وترونه یې ملاتړ کوي. په مثلثي شکل کې له څلورو فیوز شوو مهرو جوړ وي.
د ښځې خاصره لګن
Female pelvis
خاصره لګن د تنې لاندې برخه ده، د ګېډې او پښو ترمنځ واقع وي. په خاصره لګن کې مثانه او د مثل د تولید غړي موجود وي او د کلمو ملاتړ کوي. د نر او ښځې په خاصره لګن کې ځینې جوړښتي توپیرونه موجود دي، توپیر د ښځې پراخ شوی خاصره لګن دی په کوم چې د جنین د ودې لپاره او د زېږون په کانال کې د زېږېدو لپاره کافي پراخ شوی ځای دی. د ښځې خاصره لګن د نر په پرتله پراخ وي.
د ورون هډوکی دوه مفصلونه لري او د همدې مفصلونو هډوکي ته (hip) وایي دواړه د خاصره لګن یوه برخه جوړوي او همدې برخې ته (pelvic girdle) نوم اخلي. د ورون د مفصل هډوکي د اسکلیټ له پورتنې برخې سره په سکروم کې وصل وي. د ورون د مفصل هر یو هډوکی له درې وړو هډوکو جوړ وي او کله چې انسان وده کوي درېواړه خپله کې فیوز کیږي درېواړه برخې یې لاندې وګورئ :
Ilium
د ورون د مفصل د هډوکي پورتنۍ برخه ده
Ischium
د ورون په مفصل کې منحني شوې برخه ده د ورون د مفصل د هډوکو بنیاد جوړوي
Pubis
د ورون د مفصل د هډوکي مخکینۍ برخه جوړوي
پورته درېواړه برخې خپله کې سره یو ځای کیږي او د خاصره لګن د هډوکي ساکت (acetabulum) جوړوي، په دې ساکت کې د ورون د هډوکي سر وصل کیږي.
سکروم (Sacrum)
سکروم د شمزي له پای سره وصل وي، له پنځو خپله کې فیوز شوو مهرو جوړ شوی وي. په کافي اندازه ډبلوالی لري او کله چې انسان ناست وي د تنې د وزن ملاتړ کوي.
کوسیکس (Coccyx)
په انګرېزۍ کې ورته د لکۍ هډوکی (tailbone) هم وایي. د سکروم لاندې برخې سره وصل وي او پرې وصل عضلاتي وترونه یې ملاتړ کوي. په مثلثي شکل کې له څلورو فیوز شوو مهرو جوړ وي.
د ښځې په خاصره لکن کې عضلات
Levator ani muscles
په خاصره لګن کې (Levator ani muscles) کې د عضلاتو تر ټولو لوی ګروپ دی. مختلف فعالیتونه ترسره کوي چې په دې کې د خاصره لګن د غړو ملاتړ هم شامل دی. د عضلاتو په دې ګروپ کې درې ډوله عضلې شاملې دي لاندې یې وګورئ :
Puborectalis
د دې عضلې دنده د ادرارو او فاضله موادو نیونه ده، له ادرارو کولو وروسته دا عضله ارام کوي
Pubococcygeus
د (Levator ani muscles) عضلې تر ټولو لویه برخه جوړوي له (pubis bone) څخه پیل او له کوکسیکس سره وصل کیږي
Iliococcygeus
په دې کې نري فایبرونه موجود دي، د مقعد د کانال او خاصره لګن د سطحې په لوړولو کې مرسته کوي
Coccygeus
د خاصره لګن په سطحه کې وړه عضله ده، له (ischium) څخه پیل او له سکروم سره وصل ده.
د ښځې په خاصره لګن کې غړي
ځېلانځ یا رحم (Uterus)
د ډبلو دیوالو لرونکی په منځ کې خالي غړی دی او جنین له پیدا کېدو وړاندې په همدې برخه کې تر پیدا کېدو وده کوي. کله چې انجلۍ بلوغ ته ورسیږي او له اومیندوارۍ ډډه وکړي نو هره میاشت د میاشتینۍ ناروغۍ پر مهال یې د ځېلانځ استر بدلیږي او یا هم په ساده پښتو کې د ځېلانځ داخل یې پوستکی اچوي.
Ovary
په فارسي کې ورته تخمدان وایي، ځېلانځ یو بل لور ته موجود وي، په ښځه کې هګۍ تولیدوي او ځینې هورمونونه لکه اېسټروجېن او پروجېسټرون پرېږدي.
Fallopian tubes
یو تونل دی او د هګیو تولیدونکې هره کڅوړه (ovary) له ځېلانځ سره وصل کوي. په دې تونل کې ځانګړې حجرې وي او دا حجرې په ځان کې نریو وېښتو ته ورته د سیلیا (cilia) په نامه جوړښت لري کوم چې له تخمدان څخه ځېلانځ ته د هګیو په لېږد کې مرسته کوي.
د ځېلانځ خوله (Cervix)
دا برخه غاړې ته ورته شکل لري، ځېلانځ له واجینا سره وصل کوي، د پراخېدو وړتیا لري او د نر منیو ته اجازه ورکوي چې ځېلانځ ته داخل شي. په دې برخه کې ټینګ بلغم هم تولیدیږي کوم چې د باکتریا مخنیوی کوي تر څو ځېلانځ ته داخل نشي.
واجینا (Vagina)
د ځېلانځ خوله د ښځې له بهرنۍ تناسلي غړي سره وصل کوي. واجینا ته د (birth canal) نوم هم اخلي. د اولاد زېږېدو پر وخت اولاد د همدې کانال له لارې زېږیږي.
Rectum
د غټې کلمې تر ټولو لاندینۍ برخه ده، غایطه مواد په همدې برخه کې جمع کیږي او له دې برخې د مقعد له لارې بهر وځي.
مثانه (Bladder)
په مثانه کې خالي ادرار ذخیره کیږي، د یورېتر (ureters) په نامه تونل کوم چې د مثانې او پښتورګو ترمنځ دی له پښتورګو څخه خالي ادرار مثانې ته انتقالوي
یورېترا (Urethra)
له مثانې سره بل وصل شوی تونل دی او د همدې تونل له لارې خالي ادرار بهر ته وځي. د ښځې یورېترا د نر په پرتله ډېره لنډه وي.
د ښځې په خاصره لګن کې عضلاتي وترونه
Broad ligament
دا عضلاتي وتر د ځېلانځ، د تخمدان او (fallopian tubes) ملاتړ کوي. د خاصره لګن د دواړو دیوالونو لور ته پراخ شوي عضلاتي وتر دی. په درې برخو وېشل شوی او هره برخه یې د ښځې د مثل د تولید له مختلفو غړو سره وصل ده، لاندې یې درېواړه برخې وګورئ :
mesometrium
د ځېلانځ ملاتړ کوي
mesovarium
د تخمدان ملاتړ کوي
mesosalpinx
د (fallopian tubes) ملاتړ کوي
Uterine ligaments
د ځېلانځ لپاره اضافي ملاتړ چمتو کوي لاندې یې عمومي اجزا وګورئ :
the round ligament
cardinal ligaments
pubocervical ligaments
uterosacral ligaments
Ovarian ligaments
د تخمدان ملاتړ کوي او دوه عمومي برخې لري
the ovarian ligament
the suspensory ligament of the ovary
د خاصره لګن التهابي ناروغۍ (Pelvic inflammatory disease PID)
یو ډول عفوني کېدنه ده او د ښځو د مثل تولید په سیستم کې رامنځته کیږي. د التهاب یا پړسېدنې او عفوني کېدنې لامل ډېر وخت د جنسي اړیکې له لارې انتقال شوې ناروغۍ وي خو له دې پرته نور ځینې مکروبونه هم پکې رول لري. که چېرې بې درملنې پاتې شي ښځه شنډوالی او له اولاد زېږولو غورزوالی شي او یا هم جنین له رحم څخه بهر وده کوي دې حالت ته انګرېزۍ کې (ectopic pregnancy) وایي.
د خاصره لګن د غړو غورزېدنه (Pelvic organ prolapse)
کله چې عضلې د یوه غړي ملاتړ ونکړي دا حالت رامنځته کیږي لکه مثانه، رکټوم، ځېلانځ. کله چې دا حالت رامنځته شي د خاصره لګن یو یا څو غړي پر واجینا فشار واردوي. په ځینو حالتونو کې له واجینا بهر ته وتلې برخه جوړوي.
Endometriosis
په دې حالت کې د (endometrium) نسج له ځېلانځ یا رحم بهر وده کوي، په تخمدان ، په (fallopian tubes) او نورو غړو باندې اغیز کوي. که چېرې بې درملنې پاتې شي په تخمدان کې سرطان پیدا کولای شي او یا هم ښځه شنډوالی شي.
په لګن خاصره کې د ستونزې پیدا کېدو علایم په لاندې ډول دي:
– په خاصره لګن یا د بطن لاندې برخه کې درد
– په خاصره لګن کې د ډکوالي یا فشار احساس
– له واجینا څخه بد بوی کوونکې مایع خارجېدل
– د جنسي اړیکې پر وخت درد
– د دوه میاشتینو ناروغیو ترمنځ د وینې جریان
– د میاشتینۍ ناروغۍ پر وخت یا له دې مخکې عضلاتي درد
– د رفع حاجت پر وخت درد
– د ادرار کولو پر وخت درد
Comments
So empty here ... leave a comment!