Pituitary Gland

د اینډوکرین سیستم یوه برخه ده. عمومي دنده یې په وینه کې د هورمونونو ترشح ده. دا هورمونونه د بدن په نورو غړو او نورو هورمونونو اغیز کوي په ځانګړې توګه په تایرویډ، د مثل د تولید غړي او ادرېنال مرغړیو. دې مرغړیو ته (master gland) نوم هم اخلي او لامل یې په زیاتو بهیرونو کې ګډون دی.
 
واړه مرغړ دي، هګۍ ته ورته شکل لري، د پوزې شاته د انسان د مغز لاندې برخه کې موقیعت لري، له هیپوتالاموس (hypothalamus) سره صل دي. په مغز کې هیپوتالاموس (hypothalamus) د مغز یوه وړه برخه ده او د بدن د فعالیت د توازن په کنټرول کې اړین رول لري. له (Pituitary gland) چې کوم هورمون ترشح کیږي هم یې د مغز همدا برخه کنټرول کوي.
 
د (Pituitary) مرغړي په دوه برخو وېشل شوي وروستۍ نرمۍ او مخکینۍ نرمۍ (anterior and posterior lobes)
 
مخکینۍ نرمۍ (Anterior lobe)
د دې مرغړي مخکینۍ نرمۍ له مختلف ډوله حجرو جوړه شوې او مختلف ډوله هورمونونه تولیدوي ترشح کوونکي هورمونونه یې لاندې وګورئ :
 
Growth hormone
د ودې هورمون د بدن فزیکي وده تنظیم کوي. دا هورمون تقریبا د بدن د ټولو نسجونو وده تحریکوي. د ودې په تحریک کې یې لمړۍ موخه هډوکي او عضلې وي.
Thyroid-stimulating hormone
د تایرویډ تحریکونکی هورمون تایرویډ مرغړي فعالوي تر څو تایرویډ هورمون ترشح کړي. د تایرویډ مرغړیو لخوا ترشح شوی هورمون د میټابولیزم لپاره حیاتي دی.
Adrenocorticotropic hormone
دا هورمون د بدن ادرېنال مرغړي تحریکوي تر څو څو کورټیزول او نور هورمونونه ترشح کړي
Follicle-stimulating hormone
په ښځو کې دا هورمون د هګیو په وده کې مرسته کوي، د اېسټروجېن هورمون په ترشح کې ونډه اخلي، په نرانو کې د سپرمو د حجرو په تولید کې مرسته کوي
Luteinizing hormone
دا هورمون په نرانو کې د ټېسټوسټېرون او په ښځو کې د اېسټروجېن په تولید کې مرسته کوي
Prolactin
هغه ښځې چې کوچنیانو ته تی ورکوي په دوي کې شیدې تولیدوي
Endorphins
دا هورمون د درد ارامولو ځانګړنه لري او ګمان کیږي چې د ذهن له (pleasure centers) سره وصل دی
Enkephalins
له اېنډورفېن هورمون سره نږدې تړاو لري او د درد ارامولو ځانګړنه لري
Beta-melanocyte-stimulating hormone
کله چې پوستکی ماورا بنفش وړانګو ته څرګند شي نو په غبرګون کې دا هورمون د بدن د پوستکي رنګدانه زیاتوي.
 
وروستۍ نرمۍ (Posterior lobe)
د دې مرغړیو وروستۍ نرمۍ هم هورمونونه ترشح کوي. دا هورمونونه په هایپوتالاموس کې تولیدیږي او په وروستۍ نرمۍ کې ذخیره کیږي. په دې نرمۍ کې ذخیره کېدونکي هورمونونه لاندې وګورئ :
 
Vasopressin
د (antidiuretic hormone) په نامه هم یادیږي. دا هورمون له بدن سره مرسته کوي چې بدن اوبه وساتي او په بدن کې د اوبو کمېدو مخنیوی کوي.
Oxytocin
د ښځې د شیدو په بهېدو کې مرسته کوي، د اولاد زېږېدو پر وخت د رحم په ازادېدو کې مرسته کوي.
ډیرې حالتونه په دې مرغړیو اغیز کوي او د دې حالتونو زیاته برخه د دې مرغړیو چار چاپېره د تومور له امله رامنځته کیږي او دا تومورونه د دې مرغړیو د هورمونونو په ترشح اغیز کوي. د دې حالتونو ځینې بېلګې لاندې وګورئ
 
Pituitary tumors
د (Pituitary) تومورونه غیرې سرطاني وي خو ډیری وخت د هورمون په ترشح او ازادېدو کې مداخله کوي. تومور د مغز په ځینو برخو فشار واردوي او په لید کې ستونزه پیدا کوي یا د سر درد لامل کیږي.
Hypopituitarism
په دې حالت کې (Pituitary) مرغړي د هورمون له تولیده غورزیږي، یا یو هورمون نه تولیدوي، یا څو هورمونونه نه تولیدوي. دا حالت د مثل د تولید پر سیستم او یا د انسان په فزیکي ودې اغیز کوي.
Acromegaly
په دې حالت کې (Pituitary) مرغړي بې کچې زیات د ودې هورمون تولیدوي، دا حالت د لاسونو، مخ او پښو د غټېدو لامل کیږي. د نورو تومورونو له امله هم رامنځته کیږي خو ډېری وخت د (pituitary tumors) له امله وي.
Diabetes insipidus
دا حالت هغه وخت رامنځته کیږي چې (Pituitary) مرغړي د (vasopressin) هورمون ترشح کړي. په سر کې د تومور، ټپ او یا جراحي له امله دا حالت پیدا کېدای شي. د دې حالت لرونکي خلک بې کچې اوبه لرونکي ادرار کوي او بې کچې تنده پکې پیدا کیږي.
Cushing’s disease
کله چې (Pituitary) مرغړي بې کچې د (adrenocorticotropic) هورمون ترشح کړي دا حالت رامنځته کیږي. د دې حالت لرونکو خلکو کې پوستکی په ډېره اسانۍ شینوالی پیدا کوي، د وینې فشار یې لوړیږي، کمزورتیا پکې پیدا کیږي، وزن اخلي. دا حالت د (Pituitary gland) سره نږدې د تومور له امله رامنځته کیږي.
Hyperprolactinemia
په دې حالت کې په وینه کې بې کچې زیات پرولاکټین موجود وي او د شنډتوب او د جنسي اړیکې لپاره د بې اشتیا کېدو لامل کیږي.
Traumatic brain injury
که چېرې مغز ضربه وخوري ممکن (Pituitary) مرغړي زیان وویني او زیان لیدنه یې په چلند، خبرو اترو او حافظه کې ستونزه پیدا کولای شي.
 
د (Pituitary) مرغړیو د حالتونو علایم
– سر درد
– کمزورتیا او ستړیا
– وزن اخیستنه
– په ویده کېدو کې ستونزه
– ډېپرېشن او اروایي حالت کې بدلون
– د حافظې له لاسه ورکول
– په ښځو کې د میاشتینۍ ناروغۍ بې نظمي، په نر کې د جنسي الې نه لکېدل، دواړو کې شنډتوب
– د وېښتو بې کچې اوږدېدل
– د ښځو له تیانو په خپل سر د شېدو بهېدنه
 
که ستونزه په ګوته شي نو د پورته زیاتو علایمو درملنه په ډېره اسانۍ کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons