List of British airships – د انګلستان د هوایي بېړیو نوملړ

د انګلستان هوایي بېړۍ د فرانسې او جرمني له بېړیو وروسته پاتې وې. لمرۍ هوایي بېړۍ یې سټېنلي سپېنسر (Stanley Spencer) جوړه کړه کومې چې لمړۍ الوتنه د ۱۹۰۲ کال د سپټمبر په ۲۲ وکړه. لمړۍ الوتنه یې ۳۰ مایله (۴۸ کیلومتره) د لندن له کرسټال پېلس تر رویسلیپ پورې او د الوتنې پر وخت یې له ځان سره د ماشومانو د خوړو اعلان لېږدوه. وروسته ارنېسټ ویلوز (Ernest Willows) پرمختللې هوایي بېړۍ جوړې کړې لمړۍ یې خپله لومړنۍ الوتنه د ۱۹۰۵کال د اګسټ په ۵ نېټه ترسره کړه. انګلستان فکر وکړ چې که چېرې د (Ferdinand von Zeppelin) د بېړیو طرحه نقل کړي نو ډېر به ګټور وي. په ۱۹۱۱ کې یې نقل وکړ او بلاخره د الوتنې پروخت هوایي بېړۍ له کاره ولوېده. وروسته تر ۱۹۱۴ کال پورې دانګلستان پوځ د څار لپاره هوایي بېړۍ جوړې کړې. په لمړۍ نړیواله جګړه کې یې سمندري ځواک وکارولې. د لمړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د هوایي بیړیو پوځي کارونه پای ته ورسېده خو سوداګریزه کارونه یې پیل شوه. له ۱۹۷۰ لسیزې را په دیخوا بیا ځلې انګلستان هڅه وکړه چې د هوایي بېړیو په صنعت کار پیل کړي او په هوایي بېړیو کې له ورځې سره برابره ټکنالوجي، د تنې د جوړولو نوي مواد او نوې طرحې وکاروي.

 

For image description page please click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons