United Kingdom – متحده پاچایي

یونایټیډ کینګډم انګلستان، سکاټلنډ، وېلز او شمالي ایرلنډ ته وایي، د انګلستان مرکز لندن، د سکاټلنډ مرکز ایدین برغ، د وېلز مرکز کارډیف او د شمالي ایرلنډ مرکز بېلفسټ دی. هر هیواد خپل سیمه ایز حکومت لري او د هر هیواد د حکومت واک له بل سره توپیر لري، هر هیواد ته یې واک د یونایټیډ کینګډم د پارلمان لخوا ورکړل شوی او د پارلمان لخوا یې قوانین تصویب او یا لغوه کیږي. په دې کې (Isle of Man, Bailiwick of Guernsey and Bailiwick of Jersey) د یونایټیډ کینګډم برخه نده.
 
یونایټیډ کینګډم ته (United Kingdom of Great Britain and Northern Ireland) او (Britain) نومونه اخلي لنډیز یې (UK or U.K) دی. د اروپا په شمال لوېدیځ کې خپلواک هیواد دی. چار چاپېره یې سمندر دی یوازې شمالي ایرلنډ یې له جمهوري ایرلنډ سره ځمکنۍ پوله لري. مساحت یې ۹۴۰۰۰ مایله (۲۴۰۰۰۰ کیلو متر مربع) دی. حکومت یې له پارلماني ډیموکراۍ او د اساسي قانون له پاچايي څخه جوړ شوی دې ته مو پام وي چې مطلقه پاچايي د اساسي قانون له پاچایي سره توپیر لري. د پاچایي واک یې له ۱۹۵۲ کال څخه تر اوسه ۲۰۲۰ کال پورې له دوېمې اېلیزابېت سره دی او د نړۍ تر ټولو د اوږدې مودې لپاره د واک لرونکې ګڼل کیږي. د ټولو څلورو عمومي مرکز لندن دی خو هر یو پورته یاد شوي مرکزونه هم لري. د لندن ښار یې ۱۰.۳ ملیونه نفوس لري. نور لوی ښارونه یې برمېنګهم، مانچیسټر، ګلسګو، لیډز او لیورپول دي.
 
په منځنیو پېړیو کې د انګلستان پاچایانو په وېلز برید وکړ او وېلز یې د خپل هیواد برخه وګڼله، په ۱۷۰۷ کې انګلستان او سکاټلند سره یو شول تر څو درېواړه یونایټیډ کینګډم یا متحده پاچایي جوړه کړي، په ۱۸۰۱ کې ایرلنډ هم ورسره یوځای شو خو په ۱۹۲۲ کې د ایرلنډ له شپږو پنځمه برخه ترې جلا شوه او یوازې شمالي ایرلنډ د متحده پاچایي برخه پاتې شوه. په ۱۹۲۰ لسیزه کې متحده پاچايي د نړۍ لویه برخه مستعمره کړه کومه چې د نړۍ تر ټولو لویه امپراتوري ګڼل کیږي. په خپلو مستعمرو کې یې خپل کلتور، ژبه او سیاسي سیستم د میراث په توګه پرېښود.
 
متحده پاچایي په جي ډي پي کې شپږم اقتصادي ځواک او په (purchasing power parity) کې نهم اقتصادي ځواک دی. په ۱۹ پېړۍ کې او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې لمړی صنعتي شوی هیواد او د نړۍ لوی ځواک ګڼل کیده. په اوسمهال کې هم نړیوال ساینسي، پوځي، اقتصادي، کلتوري او سیاسي ځواک دی. اټومي ځواک دی او د پوځ لګښت یې تر پنځو هیوادونو کم خو د نړۍ تر نورو ټولو هیوادونو زیات دی. له کال ۱۹۴۶ څخه کله چې (United Nations Security Council) لمړۍ ناسته لرله د همدې ادارې دایمي غړی دی. له دې پرته په جي سیون، جي ټونټي، ناتو، کمان ویلت اف نېشن، انټرپول، ورلډ ټرېډ ارکنایزېشن غړیتوب هم لري. د ۴۷ کالو لپاره د اروپایي اتحادیې غړی هم وو خو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳۱ نېټه له دې اتحادې څخه جلا شو.
 
مرکز یې لندن دی، رسمي او ملي ژبه یې انګرېزي ده خو سیمه ایزې او د لږکیو لکه سکاټس، اولسټرسکاټس، وېلز، کورنېش، سکاټېش، ګایلېک او ایرېش ژبې هم پکې ویل کیږي. نفوس یې ۸۷.۱% سپین پوسته، ۷% اسیایان، ۳ % تور پوسته، ۲ % دوه رګه، او ۰.۹ نور دي. تقریبا د ۵۹.۵% خلکو مذهب عیسویت، ۲۵.۷% بې دینه، ۴.۴% مسلمانان، ۱.۳% هندوان، ۰.۷% سکان، ۰.۴% یهودان، ۰.۴% بودایان، ۰.۴% نور او ۷.۲% ناپېژندل شوي دي. دوه پارلماني سیستم لري په کوم کې چې ولسي جرګه او د مشرانو جرګه شامله ده. کرنسي یې پونډ سټېرلینګ ده. د هیواد د ټیلیفون کوډ +۴۴ او د ډریوري لاس یې کیڼ لاس دی. په هیواد کې د برېښنا د لېږد سرعت ۲۳۰ ولټه دی
Flag of the United Kingdoms. For image description page please click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons