Western world – لویدیځه نړۍ

لویدیځې نړۍ ته یوازې لویدیځ نوم هم اخلي، مختلفو سیمو، هیوادونو او ملتونو ته رجوع کوي. مانا یې له متن سره تړاو لري خو د اروپا یوه برخه، اوسټرالېزیا او امریکا پکې شامل دي. لویدیځ زیات تعریفونه لري او ټول تعریفونه یې خپلمنځي نږدې تړاو لري. لویدیځ ته په انګریزۍ کې (Occident) نوم هم اخلي کوم چې د لاتینۍ ژبې له (occidens) کلیمې اخیستل شوې کلیمه ده او مانا یې لمر ناسته یا لویدیځ ده.
 
پخوانی یونان او روم دواړه د لویدیځ د تمدن د زېږېدو ځای ګڼل کیږي. یونان روم کې خپل نفوذ پیدا کړ او د روم خلک یې په فلسفې، ډیموکراسۍ، ساینس، ښکلا پېژندنې، جهوریت غوښتنې متاثره کړي وو د متاثره کېدو لامل یې د روم کلک عیسوي باورونه او د یونانیانو له پورتنیو چارو سره د عیسویت تړاو ورکوونه وه په دې مانا چې هر څه ته یې د مذهب له عینکو کتلي وو.
 
په عصري وخت کې د لویدیځ په کلتور د رنسانس دورې، د روښان فکرۍ دورې، صنعتي او ساینسي انقلاب خپل اغیز لرلای او خپل کلتور یې خپلو هغو کالونیو او هیوادونو ته هم انتقال کړی چې د عیسویت د خپرولو په بهانه ورغلي وو، خپلې کالونۍ یا مستعمرې یې وې او یا یې د خپلو امپراتوریو برخې ګرځولې وې. همدې کړنې ته په تاریخ کې لویدیځوال کېدنه (Westernization) وایي.
 
د شلمې پېړۍ له نیمایي را په دیخوا د لویدیځ کلتور په نړیواله کچه د رسنیو له لارې خپور شو په دې رسنیو کې فلمونه، راډیو، تلویزیون او میوزیک شامل دي خو په وروستیو کې انټرنیټ، کیبل او داسې نورو هم په خپرېدنه کې مرسته کړې. د لویدیځ نوم عصري کارونه اروپا او هغو سیمو ته رجوع کوي چې د اروپایانو کالونۍ وې او اوسمهال یې خپل هیوادونه ګڼي.
 
لویدیځ خپلمنځ کې په کتولیک او ارتودوکس عیسویان هم وېشل شوی وو خو وروسته پکې نورې ډلې هم پیدا شوې او د یو بل د پرېمانه وینو بهولو لامل شو او وینې بهېدنې یې د مذهبي کړیو لخوا د مذهب ناسمې کارونې مخه ډب کړه او اصلاحات یې رامنځته کړل.
 
مخکې د لویدیځ کلتور د نږدې ختیځ له تمدنونو اغیزمن یا متاثره وو لکه د پخوانیو اسرایلو تمدن، فینیقیه، د کریتي مینوان، د عراق له سومریانو او بابلیانو او همداسې له پخواني مصر څخه متاثره شوی وو. کله چې د روم او یونان امپراتورۍ ختیځ او لویدیځ لور ته پراخې شوې نو د مدیترانې پاتې برخې او تور سمندر یې ونیول او خپلو کلتور یې دې سیمو ته هم خپور کړ. په پنځمه پېړۍ کې یې ایرلنډ او په ۹ پېړۍ کې بلغاریا عیسوۍ کړه. ورپسې په ۱۰ پېړۍ کې بیالوروس، روسیه او یوکراین عیسویان کړل. په ۱۲ پېړۍ کې یې عیسویت تر سکاندیناوي هیوادونو لکه سویډن، دنمارک او ناروې ورسوه او په ۱۴ پېړۍ کې د لویدیځ کلتور تر لیتوانیا وغزېده. تاریخپوهان وایي چې د لویدیځ تمدن له زېږیدیز کال څخه ۵۰۰ کاله وړاندې پیل خو د روم د امپراتورۍ له ړنګېدو سره یوه لویه خالیګاه رامنځته شوه کومې چې د نورو ایډیالوجیو ودې ته لار پرانیسته.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons