اروا پوهنه څه ده ؟
اروا پوهنه د ذهن او چلند ساینسي مطالعه ده. د انګریزۍ (psychology) کلیمه له یوناني کلیمو ترکیب شوې. د (psyche) مانا ” ژوند ” او د (logos) مانا ” تشرېح ” ده. لکه څرنګه چې زده کوونکو ته اروا پوهنه یو په زړه پورې مضمون دی همداسې زمونږ د ژوند یوه برخه هم ده. ډېری ارواه پوهان لیکولان هم دي او د اروا پوهنې اصول د فلمونو او سیریالونو لپاره لیکي تر څو په فلمونو او سیریالونو کې پرې تر سره شوي جرمونه حل کړي. مونږ کې ډېری کسان ممکن اروا پوه ته تللي وي او په دې پوهیږي چې اروا پوهنه څه ده خو په نړۍ کې سلګونه زره اروا پوهان موجود دي او ډیری یې په داسې ځایونو کې دنده لري چې ممکن تاسو یې په اړه تر اوسه نه وي اورېدلي.
ډېری اروا پوهان په څېړنیزو لابراتوارونو کې، روغتونونو کې او ځینو نورو څانګو سره کار کوي او په دې ځایونو کې د انسانانو او ژو چلند مطالعه کوي. د بېلګې په توګه یو اروا پوه په کوچنیانو کې تشویش مطالعه کوي، د خوبونو تعبیرونه مطالعه کوي، په فکر باندې د کافینو اغیز مطالعه کوي، دا مطالعه کوي چې مرغان څرنګه یو بل پېژني، دا مطالعه کوي چې د مذاکراتو پر وخت د دوه مختلفو کلتورونو خلک یو بل ته څه ډول غبرګون ښي، هغه فکتورونه مطالعه کوي چې انسان تروریزم ته هڅوي. خو د بل اروا پوه دنده بیا له پورته یاد شوي سره توپیر لري او د الکولو او مخدره موادو معتادي مطالعه کوي، د هیپنوتیزم خوب او احساسات مطالعه کوي، دا مطالعه کوي چې څه انسان مینې ته اړباسي، بل سره یې برید کوونکي چلند ته اړباسي او یا بل سره یې مرستې ته هڅوي. له دې پرته اروا پوهان په سوداګریو او ښونځیو کې هم دندې لري. په پورته یادو شو ټولو برخو کې اروا پوهان د خلکو د چلند لپاره مختلف میتودونو یا طریقې کاروي.
Comments
So empty here ... leave a comment!