پیاوړی شخضیت

د شخصي ودې د ډېرو کورسونو لویه برخه پیاوړی شخصیت جوړونه ده. پیاوړی شخصیت خورا زیات اړخونه لري او له همدې امله یې تعریف اسانه چاره نده. پیاوړی شخصیت یو بهیر دی، د وړتیاو ټولګه ده، د چلند طریقه ده. هر انسان د ژوند د هر څه کولو لپاره پیاوړي شخصیت ته اړتیا لري. تر څو مثبتې او تولیدي اړیکې پرې جوړې کړي.
 
د پیاوړي شخصیت جوړونه یو سفر دی لاندې یې وګورئ :
– ځانته له کم احترام څخه د ځانته احترام لرلو په لور
– په ځان د باور نلرلو څخه په ځان د باور لرلو په لور
– زه وړتیا نلرم باندې له باور څخه زه وړتیاوې لرم باور په لور
– خلک له ماسره مینه نلري باندې له باور څخه زه د خلکو خوښ کس یم په لور
– په هر څه کې په نورو له تکیې یا اتکا څخه د خپلواکۍ په لور
– له لټي او نا راستي څخه د فعالیت په لور
– د نورو له اطاعت څخه د خپلې خوښې په لور
– له نیوکو کوونکو سره له جګړې د منطق په لور
 
ځان ته احترام
د ځان ته احترام لرلو لوړه کچه په عصري سوداګرۍ کې اړینه اړتیا ده. په عصري سوداګري کې یو بل سره همکاري، برابري او د قومیت، ملت تنوع ته احترام اړین دی یوه وړتیا چې تاسې دې کچې ته رسوي ځان ته احترام دی او پیاوړی شخصیت داسې څه دي چې هره ورځ تاسې کې ځان ته احترام تولیدوي. څوک چې ځان ته احترام لري په مستقله توګه پرېکړې کولای شي، د بریا لپاره او موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول خطر اخیستی شي، په نوو نظرونو جوړولو کې ډېر وخت تر هر چا وړاندې وي. د ۲۱ پېړۍ په سوداګرۍ کې همدې ډول خلکو ته اړتیا ده.
 
لوړ شخصیت لرل، ځان ته احترام لرل، په ځان باور لرل درېواړه داسې خپلمنځي اړیکه لري چې که چېرې یو یې ونلری نور دوه یې هم نشی لرلای.
 
کلاسیک تعریف یې ” کوم کس چې برید کوونکی او مطیع یا د بل اطاعت کوونکی نه وي ” لوړشخصیت لرونکی دی. هغه کس برید کوونکی ګڼل کیږي چې د بل حقونه رد کوي یا د بل حق نه مني او مطیع یا اطاعت کوونکی هغه کس ګڼل کیږي چې خپل حقونه رد کوي او یا له خپلو حقونو تېر وي. درېم ډول چلند یې لوړ شخصیت لرنه ده او هغه کس لوړ شخصیت لري چې هم خپل حقونه مني او هم د بل حقونه مني.
 
۱ – کوم کس چې خپل ریښتینی احساس پټوي، خپل ریښتینی فکر پټوي، خپل ریښتینی باور پټوي په اصل کې خپل حقونه نه مني.
۲ – برید کوونکی کس خپل احساس، فکر او باورونه وایي خو درېواړه ریښتیا نه وي او درېواړه د بل د حق ضایع کولو او خپله د یو څه ترلاسه کولو لپاره وي.
۳ – د پیاوړي شخصیت لرونکی کس په مستقیمه توګه خپل ریښتینی احساس، فکر او باور بیانوي، خپل او د بل حق نه ضایع کوي، خپل حق هم په مناسبه طریقه ترلاسه کوي.
 
برید کوونکی چلند
۱ – په هر صورت کې خپله لار تعقیبول
۲ – په هر قیمت د یو څه ترلاسه کول
۳ – ښکنزل مار اوسېدل، د بل په چارو کې لاسوهنه، د بل کنټرول، په بل پورې خندا، د بل وېرول او تهدید
۴ – د بل را پرزول
۵ – د هر چل له لارې نورو ته دا ښودنه چې نور ترې کمزوري دي او دا کس پیاوړی دی
 
د اروا پوهنې له مخې برید کوونکی کس چې څومره بد دی همدومره ویرېدونکی هم دی او له هر چا ویره احساس کوي. دا ډول خلک تل په زړه کې کینه ساتي او ډېری وخت بل ته کیندلې کنده کې خپله غورزېدلی وي.
 
مطیع چلند
۱ – د دې لپاره چپ اوسېدنه چې نور خپه نشي
۲ – په هر قیمت له بل سره د مخالفت مخنیوی
۳ – د نورو اړتیا تر خپلو اړتیاو مخکې کوونه
۴ – د خپلو اړتیاو په اړه مبهم اوسېدل
۵ – بې کچې بښنې غوښتل
۶ – بې قیده او شرطه اوسېدل، بې تصمیمه، غېرې قطعي
 
د اروا پوهنې له مخې دا ډول خلک تل د خپلې هر ډول ساتنې اتکا یا تکیه په نورو کوي ( که د دندې ساتنه وي، که فزیکي او که مالي او یا هم هر بل ډول ساتنه). خو کله چې خلک د دوي کمزورو ټکو باندې پوه شي ډېر ژر د دې ډول خلکو احترام بس کړي. دا ډول کس د ژوند په وروستیو وختونو کې خپه وي او د خپګان لاملونه یې د نورو لپاره له لاسه ورکړي فرصتونه وي.
 
د پیاوړي شخصیت لرونکي چلند
۱ – دا ډول کس ازاد فکر لري، ریښتینی وي، زیان مننونکی وي
۲ – د خپل ځان د حقونه ترلاسه کولو لپاره هر ځای کې چمتو وي
۳ – د بل ویرونه تل رد کوي
۴ – د مخالفت لپاره داسې حل لار لټوي چې نه بل ته زیان اوړي او نه خپل ځان ته زیان اړوي
۵ – بې ساری وي خو په ورته وخت کې له نورو سره برابر ځان ښي
۶ – نورو ته غوږ نیسي
۷ – بل درک کوي
 
د اروا پوهنې له مخې دا ډول خلک ریښتیني وي او نور یې له ریښتینولی ناسمه ګټه پورته کولای شي. خو همدا یوازینۍ لار ده چې ځان او بل ته احترام ولری.
 
کوم ډول چلند پیاوړی شخصیت دی او کوم ډول ندی ؟ ډېری خلک هڅه کوي چې لوړ شخصیت ولري خو دومره افراط پکې وکړي چې برید کوونکی شخصیت ترې جوړ کړي. ځینې بیا له مخالفت لرلو په ویره کې شي او ګمان کوي چې مخالفت به د نورو حق ضایع کړي. پیاوړی شخصیت لرل په بل تسلط لرل نه دي، بې ځایه مقاومت او سر زوري کول هم نه دي، غسه کېدل او احساساتي کېدل هم نه دي، خپل لرلید هم په زوره په نورو منل نه دي.
 
پیاوړی شخصیت لرل په روښانه، ارام او واضح ارزښت تاکید کول دي، له بل سره په خبرو اترو کې داسې اوسیدل دي چې دواړه ډلې په دې پوه شي چې چېرته یو او دا احساس ونکړي چې له مونږ سره چل ول او یا زور زیاتی شوی په بله مانا هر څه د صداقت یا ریښتینولي له مخې وي. د چلند له نورو ډولونو سره یې توپیر دا دې چې د نورو هر څه له ویرې، برید یا اطاعت څخه پیل کیږي خو د پیاوړي کس چلند په ځان او په بل له باور څخه پیل کیږي.
 
د پیاوړي شخصیت لرونکی کس د ژوند په هره برخه کې د بریا خورا زیاتې لارې پرانیستی شي، په کاري ځای کې له نورو سره د ښو اړیکو جوړولو وړتیاوې لري، د خبرو اترو، مذاکتراتو او مشري کولو وړتیا لري. له هغو کسانو سره چې اړیکې یې مسلکي نه وي بلکې ټولنیزې یا شخصي وي تر منځ یې هر ډول مخالفت ته د حل لار لټولای شي. دا ډول خلک ژوند کوي.
 
اروا پوهان وایي کوم خلک چې پیاوړی شخصیت لري دا خلک سټرس نلري، وېره نلري، په کار کې له خپلو لوړپوړو مشرانو سره، غوسه شوو پېرودونکو سره او هر بل ډول خلکو سره په ډاډه زړه خبرې کولای شي هغوي ته غوږ نیولای شي، له هغو همکارانو سره چې له نورو سره مرسته نکوي پرته له کومې ستونزې مخکې تګ کولای شي. له هر ډول خلکو او وضیعت څخه جنګ یا تېښته نکوي بلکې د حل لار لټوي.

څوک پیاوړی شخصیت لري ؟

له پیدا کېدو سره هر انسان پیاوړی شخصیت لري. که چېرې تاسې یوه ماشوم ته وګوری نو تاسې به ومومی چې ماشومان بې قید او شرطه په بل باور کوي، په ډېره ازادۍ د خپلو اړتیاو غوښتنه کوي، په خپله نړۍ کې تل خوښ وي، ډېر زیات کنجکاو او د هر څه په اړه پوهېدل غواړي، په بشپړ توګه په حال کې ژوند کوي، له ځان محوره نفس څخه ازاد وي، ویره نه پیژني او یوازې په مینه باور لري.
د ماشوم په توګه مونږ لاندې چارې کوو :
– په ازادۍ سره پرته له دې چې له کوم قضاوته ویره ولرو د خپلو اړتیاو غوښتنه کوو ؛
– بې قیده او شرطه په نورو باور کوو ؛
– په ډېره معصومانه توګه مونږ ته اجازه راکول شوې وي چې د ځان په څېر واوسو ؛
– هر څه ګورو او په هر څه ځان پوه کوو ؛
– ساعت مو تېر وي، خاندو او لوبې کوو ؛
– د خلاقیت وړتیا لرو ؛
– که خوښ یو او که خپه یو دواړه ډوله احساس په لوړ غږ وایو ؛
– د تېر وخت او راتلونکې په اړه فکر نه کوو او اوسمهال کې ژوند کوو ؛
– د هرې ورځې له تېرېدو سره فکري او فزیکي وده کوو.
کله چې کوچنیان یو نو زمونږ د ذهن فکري برخه د ودې حال کې وي او مونږ د شعور له برخې کار اخلو کومه چې سټرس، څېړنه او تعبیر نه پېژني. کله چې ۲ یا ۳ کلن شو نو د چلند ډولونه زده کوو او د همدې چلند له مخې مونږ له هغې نړۍ د ځان ساتنه پیل کوو چې مونږ پرې ویرول شوي او یا ترې ویرول شوي یو. په دې عمر کې زمونږ ازادي په کوه او مکوه باندې محدوده وي. لوبې کول د ناسمو کړنو په جزا بدلې شوې وي. ریښتینولي مو له مور او پلار څخه د کړنو په پټولو بدله شوې وي او ځینې وخت چې څه غواړو د هغې لپاره درواغ هم وایو. په دې وخت کې مونږ دوه شیان زده کوو چې تېروتنه او شرم او د پټولو لار یې حل لاره ده.
د مور او پلار لپاره دا نورمال ده چې فکر وکړي له اولاد څخه د ژوند زیاته تجربه لري او تر خپل اولاد په ډېر څه پوهیږي. دا فکر کوي چې له خپل اولاد څخه یې فکري وده زیاته ده. که چېرې تاسې ژوي له انسانانو سره پرتله کړی نو په دې به پوه شی چې هېڅ سپۍ په خپلو کوچنډیانو بې رحمانه غاښ نه لګوي، هېڅ مرغه د خپلو بچیانو په لمړي ناسم الوت پسې خندا نکوي بلکې یوازې مونږ انسانان یو چې د یو بل تېروتنې لټوو یو بل را پرزو. نو په دې ډول له دښمنۍ ډکې نړۍ کې مونږ اړ کیږو چې د ژوند کولو لپاره ستراتیژي جوړې کړو. که چېرې مونږ په دې نړۍ کې یو څه له لاسه ورکوو د دې لپاره یا مطیع کیږو تر څو له لاسه تلونکي ولرلای شو او یا برید کوونکي کیږو تر څو یو څه له لاسه ورنکړو. په دواړه ډوله ستراتیژیو کار کوو او چې د هرې یوې له لارې مو څه تر لاسه کړای شو د چلند په توګه ادامه ورکوو.
کله چې د کوچنیتوب ځان له لاسه ورکړو نو د ځان د بقا لپاره په بل ځان جوړولو پیل کوو. همدا بل ځان جوړونه د ژوند تر پایه زمونږ د ناخوښیو او سټرس لامل کیږي. بل جوړ شوی ځان په لاندې ټکو کې ولولئ :
– بښنه کول لویه کمزوري ده ؛
– د نورو په نیمګړتیاو یادولو د نورو بدلون ؛
– په خپله غسه دا ښودل چې زه په حقه یم او بل په ناحقه دی ؛
– بدل اخیستل انتقام عدالت یا انصاف دی ؛
– د ځان ساتنه تل له نورو ویره ده، په دې ګمان کېدل دي چې هر بل کس په دې فکر کې دی چې ماته زیان واړوي ؛
– د نورو په قضاوت خپل لوړ شخصیت ښودنه ؛
– نورو سره په چل کې خپله بریا لټول ؛
نو بلاخره څوک پیاوړی شخصت لري ؟ انسانان څلور ډوله شخصیت جوړوي : کوم کس چې له ځانه خوښ او له بل هر چا ناخوښ وي برید کوونکی شخصیت لري ؛ کوم کس چې له نورو خوښ خو له ځانه ناخوښ وي مطیع شخصیت لري ؛ کوم چې نه له ځانه خوښ وي او نه له بل خوښ وي دا کس ډېپرېشن لري ؛ کوم چې له ځانه او له نورو خوښ وي دا کس پیاوړی شخصیت لري.

د خبرو اترو طریقه

که چېرې تاسې له مسلکي اروا پوهانو پوښتنه وکړی چې د نورو او پیاوړي شخصیت لرونکي ترمنځ لوی توپیر څه دی نو ځواب به یې دا وي ” د دواړو ترمنځ توپیر په خبرو اترو کې دی ” خبرې اترې یوازې په خوله نه کیږي خبرې اترې کلیمې، کړنې او انځور کوونه هم ده او په دې ډول خلکو کې هر ډول خبرې د دوي دشخصیت ښودونکې دي.
تر ټولو اسانه چاره داده چې پرته له دې چې په نورو یې اغیز باندې پوه شی خبرې وکړی او که چېرې ستاسې خبرې په نورو بد اغیز ولري نو ټولنیزو او مسلکي اړیکو ته مو زیان اړوي. لاندې د اړیکو جوړونکې او ویجاړونکې طریقې وګورئ :
د قضاوت کولو پر ځای تشرېح ورکړئ
کله چې مونږ ځوانان یو نو د یو څه پر بنسټ د بل قضاوت کوو او همدا چاره مونږ ته خپل نفس را زده کړې وي. مونږ خپل نفس دې ته اړ باسي چې له نورو واټن واخلو اړیکې او خبرې اترې مو زیانمنې شي. د اړیکو ساتلو لپاره د قضاوت کولو پر ځای تشرېح ورکړئ : د قضاوت بیلګه ” هغه یوه لویه احمقه ده ” د تشرېح بېلګه ” هغه په اوونۍ کې یو ځل تېروتنه کوي “.
مشخص اوسئ نه عمومي
خبرو کې مشخص او دقیق اوسئ په یوه یا دوه کړنو د یو کس عام ناسم انځور مه خپروئ. د دقیقې او مشخصې کړنې بېلګه ” په دې اوونۍ کې دوه ځلې ناوخته راغلې “. د عام ناسم انځور بېلګه ” ته هر وخت ناوخته راځې “.
د تاکیدي غوښتنې پر ځای غوښتنې ته د وړاندیز شکل ورکړئ
کوم خلک چې پیاوړئ شخصیت نلري تل تاکیدي غوښتنه کوي او لامل یې دا وي چې فکرکوي ممکن غوښتنې ته مې څوک پام ونکړي او یا ممکن غوښتنه مې رد کړي. کوم کسان چې پیاوړی شخصیت لري د غوښتنې لپاره مناسب ادبیات کاروي.
که چېرې له تاسې څوک د یو څه غوښتنه وکړي نو سملاسي ځواب ویل یې اړین ندي بلکې تاسې د پرېکړې لپاره د وخت غوښتنه ترې وکړئ تر څو بل کس ته ووایی چې مونږ ته یوه غوښتنه ارزښت لري او هغه څه چې ممکن نه وي بې ځایه ” هو ” نشو ورته ویلای.
که چېرې په تاسې پسې کار ځای کې څوک خندا کوي یا داسې خبر درته وکړي نیوکه وي او غواړي تاسې ته یو بد احساس درکړي د غبرګون پر ځای خنثی شوی ځواب ورکړئ بېلګه ” بیا مو موټر نشو پیدا کولای، لارې بندې وې چې ناوخته شوې ؟ ” ستاسې ځواب هو اوس پرې فکر کوم چې نورې حلارې پیدا کړم.

پخوا به مدیرانو کار کوونکي په بیلانس پاڼه کې د یوې سرچینې په توګه لیکل خو اوس وخت مدیر له نورو سره د نورو لپاره کار کوي. پخوا به مدیر خلک کنټرول کول خو اوس یې د کاري ډلې یو غړی ګڼي. دې بدلون لاندې یادو شوو بدلونونو ته لار هواره کړه :
– د تقابل پر ځای همکاري ؛
– د ورته والي پر ځای د قومیت او ملت تنوع ؛
– د غوړه مالۍ لپاره د ملاتړ پر ځای انصاف او عدالت ؛
– د واک له لارې د بل متاثره کولو پر ځای واک د کړنو لپاره کارول ؛
– د پټو پټو کړنو او خبرو پر ځای ازاد فکر ؛
– د یوازې مدیریت پر ځای مشري یا لیډر شېپ (د بل په کړنو کې خپلې وړتیا کارول د بل په کړنو کې همکار اوسېدل) ؛
– د کار د امر پر ځای کاري ټیم کې انګېزه پیدا کول.
– د دیکتاتوري پر ځای اخلاقي اصول، ریښتینولي.
مخکې ګمان کېده چې ټکنالوجي لمړی ځای لري خو اوس وخت کې خلک لمړی ځای لري او ټکنالوجي د دې لپاره موجوده ده چې خلک کار ترې واخلي. پخوا کار ځای کې خلک د ماشین په څېر وو او مدیریت کنټرول کول خو اوس کار ځای د لوی کلي په څېر دی. پخوا خلکو ځانګړې اړتیاوې لرلې چې د پیسو په کمولو یا زیاتولو سره یې توپیر کوه خو اوس وخت کې خلک ځانګړي ارزښتونه او پوهه لري او په ګټوره طریقه د نورو لپاره کار ترې اخیستل کیږي. پخوا د مدیریت دنده کنټرول وه خو اوس وخت کې هر کس مسولیتونه لري. مخکې د واک مرکز لوړ پوړي وو خو اوس وخت کې مدیر یو لیډر دی چې نورو سره په وده کې مرسته کوي. پخوا یوازې ځینو خلکو واک لره خو اوس وخت کې ټول واک لري ځکه چې ټول خلک پوهه لري

د مخالفت حل لار

په کار ځای کې مخالفت د نظر د توپیر له امله رامنځته کیږي خو په شخصي اړیکو کې چې کله دوه کسان د ورځني ژوند په ټولنیزو چارو کې مخکې تګ نشي کولای مخالفت پیدا کیږي. انسانان د خپلو پرېکړو کولو خوښه لري که چېرې زمونږ پرېکړې مناسبې وي نو مخالفت ته پرې د حل لار لټولای شو.
د مخالفت مخنیوی
د ځینو خلکو هر ډول مخالفت ته غبرګون د مخالفت مخنیوي وي. د مخنیوي طریقه یې چپتیا غوره کول وي او یا مخالفت کې برخه نه اخیستل وي. دا طریقه د یو حالت ارامولو لپاره ښه طریقه ده خو دا ښه طریقه بل ته اجازه ورکوي چې ستاسې له پاسه وګرځي او هر حق مو ضایع کړي. کوم خلک چې دا چلند لري د شمشتۍ په څېر دي او کله چې مخالفت پیل شي نو په خپله کاسه کې ځان پټ کړي او کله چې پای ته ورسیږي بېرته سر راښکاره کړي.
ځینې خلک په داسې وخت کې له مخالفت ډډه کوي چې خبرې تودې وي. دا خلک انتظار کوي تر څو د تودو شوو خبرو دوړې کیني. کله چې دوړې کیني نو په مخالفت کې ونډه اخلي او په یو مناسب وخت کې له مناسب ځای څخه د خپل نظر اختلاف بیانوي. دا طریقه هم بده نه ده.
مستقیم برید
د ډېرو خلکو په اند که چېرې څوک برید پرې وکړي بېرته پرې مستقیم برید یوازې د حل لار ګڼي په ځانګړې توګه هغه وخت کې چې حقونه یې په خطر کې وي. دا ډول خلک چې یو مخالفت ته غبرګون یې برید کوونه مستقیم ځواب وي د نورو لرلید ورته اړین نه وي او نغواړي پوهه شي چې نور څه وایي یوازې خپل لرلید تر هر څه اړین ګڼي. دا ډول خک باور لري چې نړۍ کې یوازې بایلل او ګټل دي او دوي تل باید ګټونکي وي. که چېرې یو څه وبایلي نو ځان ورته کمزوری او بې ارزښته ښکاري.
غیرې مستقیم برید
که چېرې برید څرګند وي نو مخنیوی یې اسانه دی. غېرې مستقیم برید څو ډولونه لري لکه د یو چا د نظر توهین یا د لرلید په اړه یې ټوکې کول، بل ته لکچر ورکول، هغه مشورې پرې منل چې دوي یې نغواړي، یو کس ته نېغ کتل، په بل کې نیمګړتیا لټول او داسې نور…
د غېرې مستقیم برید ځینې نورې بېلګې لاندې وګورئ
– تر اوسه دې پای ته نه دی رسولی ؟
– پرون مې څوک درسره ولیده له هغه سره څه اړیکه لرې ؟
– داسې نه کیږي هخوا شه چې زه یې درته وښیم
– که چېرې زه ستا په ځای وای ….
– زه پوهیږم چې ته ښځه یې خو …
د بل په احساس برید کول هم یو ډول غېرې مستقیم برید ګڼل کیږي لکه معلول کس، لکه د چا فزیک پورې خندا اوداسې نور ….
د مخالفت د هوارولو لپاره ځینې خلک خبرې کوي او د خبرو له لارې یو څه تر لاسه کوي یو څه له لاسه ورکوي. ټول ګټل یا هر څه بایلل نغواړي. خو هر مخالفت په دې طریقه نه حل کیږي. په اروا پوهنه کې دا ډول خلک لکه ګیدړ داسې وي چې د زمري په ښکار خوله لګوي او هر څومره برخه یې چې ترې پرې کړای شوه قناعت پرې کوي خو له خوړولو وروسته بیا د زمري ښکار پسې راځي او نوره برخه ترې پرې کوي.
د پیاوړي شخصیت لرونکی
د پیاوړي شخصیت چلند د مخالفت د حل لپاره تر ټولو غوره لار ده. دا ډول خلک لکه څرنګه چې د خپل حق دفاع کوي همداسې د بل حق هم پېژني. دا ډول خلک په تکتیکي او ستراتیژیکه توګه په خپل ذهن کې داسې حل لار لري چې نه ځان ته زیان اړوي او نه بل ته د زیان اړونې هڅه کوي. دا ډول خلک یو حالت ته یوازې په خپل لرلید نه ګوري بلکې د دواړو ډلو له نظره حالت ویني. مخالفت ته یې غبرګون پوهې پر بنسټ وي.

ګټل او بایلل
زمونږ فکر او لرلید دواړه زمونږ په چلند اغیز لري. که چېرې مونږ یو څه له لاسه ورکړو نو چلند مو منفي او که یو څه ترلاسه کړو نو چلند مو مثبت وي. انسان په دې اند دی که ته چېرې زما ملاتړی نه یې نو هرو مرو به مې مخالف یې نو له همدې امله ګټل مشروط دي په دې مانا چې کوم زما ملاتړي دي باید ګټونکی شي او کوم چې مخالف دي باید بایلونکي شي. زمونږ سیاسي سیستمونه، قضایي قوې او قانوني بنسټونه هم د همدې لرلید پر بنسټ جوړ شوي. همدې لرلید درې ستراتیژۍ زېږولي : برید، سیالي او مداخله یا د بل په چارو کې لاسوهنه. نور خلک کوم چې بایلونکي دې بایللو یې بیا اندونه زېږولي : زه هوښیار، چالاک او ځواکمن نه یم او ځکه ګټونکی نه یم. خو د پیاوړي شخصیت لرل کومه سیاسي یا قانوني بڼه نلري بلکه تر ډېره انساني بڼه لري.
 
د پیاوړي شخصیت لرونکی کس هر هغه څه ته نه وایي چې کول یې نغواړي، د پیاوړي شخصیت لرونکی کس له بل غواړي چې په حترام سره یې خبرو ته غوږ ونیسي او په احترام سره د بل خبرو ته هم غوږ نیسي، که چېرې د چپتیا غوره کول غواړي نو باید حق یې ولري، که چېرې د یو څه په اړه فکر بدلول غواړي نو باید حق یې ولري، ځان ته د تېروتنو حق ورکوي. کوم چې مطیع شخصیت لري د خپلو پورته یادو شو حقونو غوښتنه نشي کولای، کوم چې برید کوونکی شخصیت لري د ځان لپاره پورتني حقونه غواړي خو د بل له یادو شو حقونو منکر وي.
 
د پیاوړي شخصیت لرونکي کس فکر لاندې ټکو کې وګورئ :
– زه باید له نورو سره برابر وګڼل شم، تر نورو ښکته یا پورته ونه ګڼل شم، له خپل استعداد او وړتیاو سره ومنل شم ؛
– د خپل احساس ویلو حق لرم ؛
– د خپل نظر او ارزښتونو ویلو حق لرم ؛
– د نه او هو ویلو حق لرم ؛
– د تېروتنو حق لرم او په تېروتنې باید زه بې ارزښته ونه ګڼل شم ؛
– د یو څه په اړه د خپل فکر بدلولو حق لرم ؛
– د دې حق لرم چې ووایم زه نه پوهېږم ؛
– څه چې غواړم د غوښتلو حق یې لرم ؛
– د دې حق لرم چې د نورو خلکو ستونزو او مسولیتونو په غاړه اخیستو ته نه ووایم ؛
– که چېرې څوک زما پورتني حقونه نه مني خپل چلند کې د بدلون حق لرم.
 
هر هغه کس چې پیاوړی شخصیت لري نو پنځه ازادۍ خپل حق ګڼي لاندې یې ولولئ :
۱- له نورو سره د ورته والي لپاره په دې باور نکوم چې څه وو او څه به وي بلکې دا خپل حق ګڼم چې اوس دلته څه دي او څه اورم پرې باور وکړم.
۲ – د دې ازادي لرم چې فکر وکړم او پرته له کوم خطر اخیستو خپل فکر ووایم او دا راته ونه ویل شي چې زه باید څه فکر وکړم.
۳ – زه د احساس کولو حق لرم، پرته له دې چې کوم خطر سره مخ شم د خپل احساس بیانولو حق لرم، بل څوک باید ماته ونه وایي چې څرنګه احساس باید ولرم.
۴ – پرته له دې چې څوک خپله خوښه راباندې وتپي د یو څه خوښولو لپاره د خوښې حق لرم.
۵ – د موخې ټاکلو او بریا حق لرم.
 
د پیاوړي شخصیت لرونکي کس په کار ځای کې چلند لاندې ټکو کې وګورئ :
– زه د نورو په څېر حق لرم چې د دندې لپاره په نظر کې ونیول شم ؛
– له احترامه ډک د سم چلند حق لرم ؛
– زه بریالی کیدای شم او په دې د باور کولو حق لرم ؛
– د پوښتنو لپاره ځواب موندلو ته د وخت لرلو حق لرم ؛
– که چېرې یوه دنده ترلاسه نکړای شم د ناهیلي کېدو حق لرم ؛
– د دې حق لرم چې پوښتنه وکړم ولې مې دنده ترلاسه نکړای شوه ؛
– د دې حق لرم چې بل مې توهین نکړي.
 
که تاسې غواړی پیاوړی شخصیت ولری نو په هر ډول حالت کې له نورو سره د نرمو خبرو په تبادله کې ځان بوخت کړئ، ارام اوسئ، رښتیني او صادقه اوسئ، په حال کې اوسئ تېر وخت او راتلونکې ته مه ځئ، له هر ډول ویرې ذهن ازاد کړئ، که چېرې مو چلند برید کوونکی یا مطیع کېده په ارام سره خپل ذهن بېرته د پیاوړتیا لور ته بوځئ.
 
څرنګه باید پوه شئ چې برید کوونکی چلند مو اختیار کړی ؟ که لاس مو په څټ کې وواهه، د خبرو پر وخت مو بل ته ګوته یا مو لاس ونیوه، قلم یا بل څه مو لاس کې واخیستل او یو څه مو پرې چوخ کول پیل کړل یا مو په لاس کې پرې لوبې پیل کړې، زنه مو بهر وویستله، له لاس نه مو سوک جوړ کړ، توهین کوونکې برید کوونکې مسکا مو وکړه، واټن اخیستل، یا ډېر نږدې کېدل، په دوه ګوتو مو ټک ټک پیل کړ، نا ارامه قدم وهل مو پیل کړل دا ټول برید کوونکی چلند دی او په هر ډول وضعیت کې له دې ډول کړنو ډډه وکړئ.
 
که چېرې مطیع چلند درکې پیدا شو په ارام سره خپل ذهن بېرته د پیاوړي چلند په لور وګرځوئ مطیع چلند کې ؛ که مو چېرې د سترګو اړیکه کمه شوه او لاندې کتل یا په څنګ کتل مو پیل کړل، څېره مو بې بیانه شوه، په څېره کې مو د ویرې یا خپګان بیان راښکاره شو، د ولیو سرونه مو پورته شخ ودرېدل، په لاسونو مو لیکل پیل کړل، خوله پټول مو پیل کړل، له شرمه یا غسې ډکه مسکا مو وکړه، پښې مو یو بل له پاسه کړې، لاسونه مو د سینې له پاسه ونیول دا ډول مطیع چلند دی او له کولو یې کلکه ډډه وکړئ.
 
د پیاوړي شخصیت لرونکی د پورته یادو شو پر ځای د سترګو اړیکه ساتي، چې خوښ وي په مخ یې د خوښۍ نرمه مسکا وي، کله چې غسه وي د یوې سترګې وریځه یې پورته وي، په بدن کې کمې نا اړینه اشارې، ارام مزاج، د مخ هره اشاره یې د احساس بیانونکې وي، دکیناستو او ولاړې پر وخت یې بدن سیده وي یو بل لور ته تکیه نکوي، کله چې له بل سره ناست وي له بل څخه مناسب واټن اخلي نه ډېر ورنږدې کیږي او نه ډېر ترې لرې کیني. دا چلند هرو مرو خپل کړئ او هر ځای کې یې پلي کړئ.
 
پورته تاسې د درېواړه شخصیت لرونکو د بدن په ژبه پوه شوی لاندې د درېواړو په خبرو اترو کې هم توپیر ته کتنه وکړئ.
 
برید کوونکی کس خپلو نظریاتو ته حقایق وایي د بېلګې په توګه دا هسې ګند یا کثافت دی، په خبرو کې له تهدیده کار اخلي لکه غوره ده چې ته دا کار وکړې، د بل کمی ښيي لکه ته هېڅ مسول کس نه یې یا مسولیت نه احساس کوې، د خپل ځان صفت کوي او په بل نیوکه کوي لکه زه خبر وم چې باید ترسر کړی مې وای. په خپلو خبرو کې بې کچې باید، هرومرو کلیمې کاروي، د هرې جملې په پیل کې یې تاکیدي کلیمې وي لکه هر کس باید. په تېز لوړ غږ خبرې کوي. بل پسې خندا کوي.
 
د مطیع چلند لرونکي کس خبرې اوږدې او بې پایلو وي لکه ما نغوښتل خو…، خو ….خو بس ….، ته داسې …. بې اړتیا لغتونه کاروي لکه ممکن، ډوکونکې کلیمې کاروي لکه اف، اخ ، اه، خپل ځان کم ښي زه خو یې ناهیلی کړم، زه یې خپه کړم، د څه غوښتلو لپاره د بښنې کلیمې زیاتې کاروي او له همدې امله یې نور اړتیا او حقونو ته پام نکوي، غږ یې ټیټ وي او کوم ځانګړی کیفیت نلري.
 
د پیاوړي شخصیت لرونکي کس خبرې تر مطلب پورې لنډې او مانا لرونکې وي، په خبرو کې یې ځان مطرح وي لکه زه باور لرم، د نظریاتو او حقایقو ترمنځ یې خبرو کې روښانه توپیر موجود وي لکه زما د تجربې له مخې، په خبرو کې یې باید، هرو مرو نه وي، مناسب وړاندیز کوي لکه کولای شو اوس یې بس کړو زه د فکر کولو لپاره وخت ته اړتیا لرم، پوښتنې یې داسې وي چې بل پکې خپل احساس یا اړتیا ویلو لپاره ځای لري لکه په تاسې یې اغیز څرنګه وو ؟ د خبرو پر وخت یې غږ تغیر نکوي، غږ کې یې بل ته احترام روښانه وي، نه په لوړ غږ خبرې کوي او نه په ډېر ټیټ غږ. خبرې یې داسې نه وي چې بل پرې توهین کړي او یا ځان کم وښي هره خبر یې یو مطلب وي یا د یوه مطلب په اړه پوښتنه وي.

Comments

This post currently has one response

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons