Comoros – کومور / کوموروس
په انګرېزۍ کې ورته (Union of the Comoros) نوم هم اخلي، په عربي کې ورته جزرالقمر وایي. د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد دی. د موزمبق چینل یا کانال په شمالي کې موقیعت لري. د کومور شمال لوېدیځ کې تانزانیا، شمال ختیځ کې سیشل واقع دي. عربي، فرانسوي او کوموري یې درې رسمي ژبې دي. تر ټولو غټ ښار او مرکز یې موروني دی کوم چې په غټ کومور ټاپو کې واقع دی. د اکثریت خلکو دین یې اسلام او مذهب یې سني دی. د عربو د اتحادیې غړیتوب لري یوازینی عربي هیواد دی چې ټول په سوېلې نیمه کره کې موجود دی. اوسېدونکي یې مختلف کلتورونه او تاریخ لري.
په دې هیواد کې لمړی د ختیځې افریقا د بانتو ژبې ویونکي استوګن شوي وروسته عرب او د میکرونیزیا ټاپوګانو د اوسترونیزیایي ژبې ویونکي را کډوال شوي. د دې هېواد یو ټاپو مایوت دی کوم چې ۱۶۶۰ کیلو متر مربع مساحت لري خو اوس مهال شخړه پرې روانه ده. له مایوت ټاپو پرته ټول نفوس یې ۸۳۲۳۲۲ دی. د ډېرو تمدنونو لپاره څلور لارې هیواد وو.
کومور هیواد د ټاپوګانو ټولګه ده چې له غټو او مختلفو وړو ټاپو ګانو جوړ شوی. د درې غټو ټاپوګانو نومونه یې غټ کومور، موهېلي، انجوان دي خو ادعا لري چې مایوت ټاپو هم د همدې هېواد برخه ده کوم چې په ۱۹۷۴ کې ټول پوښتنه وکړه او د فرانسې سره د پاتې کېدو لپاره یې رایه ورکړه او له ټول پوښتنې وروسته بیا هېڅکله کومور واک پرې ونشو لرلای. په ۲۰۱۱ کې بیا ځلې د فرانسې د یوې سیمې کېدو لپاره ټول پوښتنه وشوه او اوس د فرانسې برخه ګڼل کیږي.
کومور د ۱۹ پېړۍ په پای کې د فرانسې د مستعمرې برخه شوه. په ۱۹۷۵ کې یې له فرانسې ازادي واخیسته او له همدې کال تر ۲۰۲۰ پورې پکې تر ۲۰ ځلې زیاته بریالۍ کودتا وشوه خو څو ځلې له ماتې سره مخ شوې کودتا هم پکې شوې. په کودتا کې د حکومت زیات مشران ترور شوي. د سیاسي بې ثباتۍ تر څنګ یې خلک هم په نا برابرۍ او فقر کې ډوب ژوند لري. نیم نفوس یې د ورځې په ۱ ډالر ژوند کوي. د کومور ډېر خلک مایوت ټاپو ته ګډوال شوي کوم چې اوسمهال دفرانسې برخه ده او د مزمبق چینل تر ټولو شتمنه سیمه ده. کومور د عرب اتحادیې، د افریقایي اتحادیې، فرانکوفوني، د اسلامي همکارۍ د سازمان او د هند د سمندرګي د کمیسیون غړیتوب لري. کومور یا کوموروس نوم یې د عربي ژبې له قمر چې سپوږمۍ ته وایي اخیستل شوی.
ګمان کیږي چې ټاپو کې لمړي مېشت شوي خلک اوسترونیزیایي وو کوم چې د سوېل ختیځې اسیا له ټاپو ګانو په وړو کیشتیو کې را کډوال شوي. د دې خلکو د را رسېدو د وخت په اړه زیات اټکلونه کیږي خو لرغوني پیدا شوې سیمې یې ښي چې دا خلک له زېږېدیز کال څخه ۶ پېړۍ وړاندې دلته مېشت وو. وروسته سیمې ته عرب، د مالیزیايي ټاپوګانو خلک، د افریقا په سمندر غاړو کې مېشت خلک، د فارس خلیج خلک او بانتو ژبې ویونکي را ورسېدل.
له نهمې تر لسمې پېړۍ پورې په کومور ټاپو کې کلیو یو مرکزي کلی لره. له یولسې تر پنځلسمې پېړۍ کله چې کومور له ماداګاسکار او منځني ختیځ سره سوداګري پیل کړه وړو کلیو پراختیا پیدا کړه او ښارونه پکې جوړ شول.
د افسانو پر بنسټ داسې ویل کیږي چې په ۶۳۲ زېږېدیز کال کې د کومور خلکو د اسلام په اړه واورېدل او بلاخره یې پرېکړه وکړه چې مکې ته یو کس ولیږي تر څو د اسلام په اړه مالومات راوړي. کله چې یاد کس مکې ته ورسېده نو د خدای پیغمبر وفات شوی وو او خپله هلته مسلمان شو. کله چې بېرته کومور ته راوګرځېد نو د کومور خلک یې په تدریجي توګه مسلمانان کړل.
د ختیځې افریقا د المسعودي چارې د اسلامي سوداګریزو لارو ښودنه کوي. په دې چارو کې ښودل شوي چې مسلمانانو په دوامداره توګه سمندر غاړو او ټاپوګانو ته سفرونه کړي. په دې مسلمانانو کې پارس او عرب مسلمان هم شامل دي. له دې پرته هغو مسلمانانو هم یادو سیمو ته سفرونه کړي چې د غلامانو، مرجانو، عنبر، د فیل غاښونو، د کیشپ د کاسې او سرو زرو په لټه کې وو. دې سوداګرو د زنج او کومور خلکو ته اسلام هم رسولی دی. په دې وخت کې په کومور کې واړه او غټ جوماتونه جوړ شوي.
په ۱۵ پېړۍ کې سیمې ته د پرتګال خلک را ورسېدل. په ختیځې افریقا کې سیف بن سلطان له المانیانو او پرتګالیانو سره جګړه پیل کړه. وروسته ځای ناستي یې سید بن سلطان د عماني عربو نفوذ په سیمه کې زیات کړ. په دې وخت کې کومور مستقل پاتې شو او درې نور واړه ټاپوګان هم ورسره یو ځای شو.
د پرتګال خلک دې سیمې په ۱۵۰۳ کې کومور ته ورسېدل، دلته یې کلا ګانې جوړې کړې، د ۱۶ پېړۍ تر پایه یې له کومور ګټه واخیسته. په ۱۷۹۳ کې د ماداګاسکار جګړه مار کومور ته د غلامانو لپاره راغلل. په ۱۸۶۵ کې د کومور ۴۰% نفوس غلامان وو. په ۱۸۴۱کې فرانسې خپله مستعمره کړ. کله چې فرانسویان مایوت ټاپو ته ورسېدل په دې وخت کې مایوت ټاپو د ماداګاسکار پاچا د لاس لاندې وو او په ۱۸۴۱ کې یې له اندریان څولي پاچا سره تړون لاسلیک کړ او د دې تړو له مخې ېې مایوت ټاپو فرانسویانو ته پرېښود. دا سیمه د سوداګرو لپاره د دمې کولو ځای وو خو وروسته چې سواېز کانال جوړ شو نو د مزمبق کانال کې تګ راتګ کم شو. فرانسویان د بورې د تولید کالونۍ ترې جوړه کړه، خپل ځینې شرکتونه یې هم مایوت ته انتقال کړل. د فرانسویانو دې چارې نور ټاپوګان هم وهڅول چې لوبیا، وانیلا، کافي او سیسال وکري. وروسته ځینې نورو سلطانانو ځینې ټاپوګان فرانسې ته د ساتنې لپاره وسپارل او فرانسې سره یو ځای کړل.
په ۱۹۷۳ کې له فرانسې سره تړون پای ته ورسېده او په ۱۹۷۸ کې باید کومور له فرانسې ازادي اخیستې وای خو د مایوت لوړپوړو له فرانسې د ازادۍ اخیستلو انکار وکړ. د کومور په ټولو څلور ټاپوګانو کې ټول پوښتنه ترسره شوه. نورو درې ټاپوګانو له فرانسې د ازادۍ لپاره رایه ورکړه خو د مایوت خلکو له فرانسې د پاتې کېدو رایه ورکړه. د کومور لمړی ولسمشر احمد عبدالله شو خو یوه میاشت وروسته کودتا پرې وشوه او حکومت یې نسکور شو. کودتا سید محمد جعفر واک ته ورسوه خو جعفر هم له واکه لرې کړای شو او پر ځای یې د کابینې د دفاع وزیر علي سویلیهي واک ته ورسېده. د علي سویلیهي سوسیالیستي او انزوا طلبه پالیسي اختیار کړه او فرانسې سره یې دې چارې اړیکې خرابې کړې بلاخره د فرانسې پوځي افسر باب دېنارد یې حکومت نسکور کړ او بېرته یې احمد عبدالله واک ته ورسوه. په احمد عبدالله څو ځلې د ناکامې کودتا هڅه وشوه خو بلاخره په کودتا کې مړ شو.
د علي سویلیهي په وخت کې کومور د کومور فدرال اسلامي جمهوریت شو او احمد عبدالله هم همدې نوم ته ادامه ورکړه. کله چې کودتا وبېروه نو د پاچا د ساتنې لپاره یې د ساتونکو فرمان صادر کړ. د ساتونکو مشري یې باب دینارد کوله. له فرمان صادرولو وروسته د پوځ له فرمانه د نا راضه شوي افسر لخوا یې دفتر د ټانک ضد توغنديي باندې وویشتل شو احمد عبد الله مړ شو او باب دینارد ټپي شو.
باب دینار له سیمې څخه د فرانسې پوځیانو د افریقا سوېل ته انتقال کړ او واک د علي سویلیهي ورور ته پاتې شو څوک چې تر ۱۹۹۵ پورې د کومور ولسمشر وو. باب دینارد کومور ته بیا راوګرزېده او د کودتا هڅه یې وکړه خو د فرانسې پوځ په پراشوټونو کې سیمې ته کوز شول او باب دینارد یې محاصره کړ. فرانسې د محمد تاقي عبد الکریم ملاتړ د دې لپاره وکړ چې په کومور کې یې واک د رایې ترلاسه کوونې له لارې غوښتل. محمد تاقي عبد الکریم تاکنې وګټلې او له ۱۹۹۶ څخه تر ۱۹۹۸ پورې په واک کې پاتې شو. د واک پر وخت یې د حکومت ضد غوځښت پیل شو. د شخړو لامل کاري بحران وو او په همدې شخړو کې ولسمشر ووژل شو.
د ولسمشر له وژل کېدو وروسته تاج الدین بن مسوندي واک ترلاسه کړ. په دې وخت کې د موهېلي ټاپو له کومور څخه د ازادۍ غوښتنه وکړه او په فرانسې یې غږ وکړ چې د موهېلي ټاپو واک په لاس کې واخلي خو فرانسې یې غوښتنه رد کړه. کله چې فرانسې دا غوښتنه رد کړه د پاڅون کوونکو او فدرالي ځواکونو ترمنځ خونړۍ شخړه پیل شوه. د ۱۹۹۹ کال په اپرېل کې د پوځ مشر په ولسمشر تاج الدین بن مسوندي باندې کودتا وکړه د کودتا لامل د شخړو زیاتېدنه او کمزوری لیډر شېپ وو. د پوځ مشر ازلي هم په دې ونه توانېده چې په ټولو ټاپوګانو کې واک او ځواک همغږۍ کړي او شخړې ارامې کړي.
پایله کې د کومور اسلامي فدرال جمهوریت څخه د کومور نوم د کومور اتحادتې ته بدل شو، هر ټاپو ته سیاسي خودمختاري ورکړل شوه او د درې لویو ټاګانو لپاره متحد حکومت جوړ شو. ازلي تر ۲۰۰۶ پورې په واک کې وو او بلاخره په ۲۰۰۶ کې یې واک په سولیزه توګه د ټاکنو له لارې احمد عبد الله محمد سامبي ته وسپاره. د ۲۰۱۰ په پای کې بیا ټاکنې وشوې او د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲۶ نېټه ایکیلیلو ولسمشر شو. په ۲۰۱۶ کې بیا ټاکنې وشوې او پخواني د پوځ مشر ازلي اسوماني ټاکنې وګټلې او د درېم ځل لپاره ولسمشر شو.
رسنۍ
په کومور کې د الوطن په نوم رسنۍ حکومتي ده او په موروني کې خپریږي. د کومور راډیو او کومور ملي تلویزیون په نامه خدمات لري.
میوزیک
په دې ټاپو هیواد کې تر ټولو زیات اورېدل کېدونکی میوزیک زنزیبار تاراب میوزیک دی.
واده
په کومور کې دوه ډوله واده کیږي. کوچنی او لوی واده. په کوچني واده کې یوازې ناوې د زوم په نوم کیږي خو کله چې د لوی واده وس پیدا کړي نو خورا زیات سره زر اخلي، دوه اوونۍ د واده پروګرام وي. درې برخې لګښت یې زوم او یوازې یوه برخه د ناوې کورنۍ کوي. د لوی واده لګښت یې تقریبا ۷۴ زره ډالر پورې وي. ډیری نران یې له ۴۰ کلنۍ مخکې لوی واده نشي کولای.
کومو نرانو چې لوی واده کړی وي په کومور کې ملي جامې اغوستلای شي همداسې د جومات په اول صف کې په امام پسې لمونځ کولای شي خو نور له دې حقونو محروم دي. له دې پرته په ټولنه کې ورته تر هغو د بشپړ نر یا سړي ګمان نه کیږي تر څو چې لوی واده ونکړي. د کومور ټولنه چې فقر ځپلې په دې ډول ودونو نیوکه کوي.
کلتور
ښځې تې رنګه ساري ته ورته جامې اغوندي په کوموري ژبه کې یې نوم شیروماني دی. له سنډلووډ او مرجان څخه د مسیزانو یا سیزانو په نامه یو ډول ماده جوړوي او په مخونو یې وهي. نران یې رنګه اوږده کمیسونه اغوندي.
زده کړې
تقریبا ټولو نرانو یې د خپل ژوند په اوږدو کې دینې زده کړې کړي خو د هر کس د دیني زده کړو د دوام موده یې توپیر لري. ډېری کسان یې بیا مکتب کې له شاملېدو مخکې دیني زده کړې کوي. هلکان او انجونې دواړه د قران حفظ کوي.
له کله چې کومور ازادي واخیسته نو فرانسوي استادان یې له خپلو ښونځیو وشړل او سیمه ایزو استادانو یې ځای ونیوه خو د زده کړو معیار هغسې پاتې نشو لکه چې پخوا وو. له بلې خوا د واک په سر شخړو حکومت بوخت ساتلی وو خو اوسمهال چې د ټاکنو له لارې واک سپارل کیږي او سیاسي بحران کم ممکن په ښوونیز نصاب کې یې توپیر رامنځته شي.
تر مستعمره کېدو مخکې زده کړې د قران زده کړې، کور کې کار، د رمو څرونه، کرنه او داسې نورې وړتیاوې وې کله چې په ۱۹۰۰ لسیزه کې فرانسې کومور مستعمره کړه ښونځي یې سیکولر کړل خو دا سیکولر ښونځي د ټولو عامو خلکو لپاره نه وو بلکې یوازې د لوړ پوړو چارواکو د ماشومانو لپاره وو. په ۱۹۷۵ چې کله کومور استقلال واخیست بیا ځلې سیستم تغیر وکړ. ډېری وخت به د ښوونکو معاش ورک وو له دې چارې سره زیاتو یې اعتصاب پیل کړ.
په ۲۰۰۰ کال کې یوازې ۴۴ % ماشومانو چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۴ پورې وو ښونځیو ته تلل خو په ښونځیو کې د کتابونو، تجهیزاتو او با استعداده استادانو له کمي سره مخ وو. ډېری استادانو یې دندې د دې لپاره پرېښې وې چې یا یې معاش ډېر کم وو او یا هم په وخت معاش نه ورکول کېده. تر ۲۰۰۰ کال مخکې کومو کسانو چې لوړې زده کړې کول غوښتل د لوړو زده کړو لپاره له هیواده بهر تلل خو ۲۰۰۰ لسیزه کې په کومور کې هم پوهنتونونه جوړ شول. د پوهنتونونو جوړېدو د اقتصاد ښه کېدو ته لار هواره کړه او دې چارې هغو کډوال شوو کوموریانو ته د بېرته راګرزېدو لار هواره کړه چې لوړې زده کړې یې لرلې او له هیواده کډوال شوي وو. په اوس وخت کې ۷۷.۸% وګړي یې زده کړې لري. د خپلو ژبو لیکلو لپاره لاتیني او عربي توري کاروي.
روغتیا
د هرو ۱۰۰۰۰۰ کسانو لپاره کومور ۱۵ ډاکټران لري. د نرانو متوسط ژوند تر ۶۲ او د ښځو تر ۶۷ کلنۍ پورې دی.
مذهب
تقریبا ۹۹ % وګړي یې سني مسلمانان دي یوازې ۱ % یې له فرانسې پخوا کډوال شوي عیسویان دي.
ژبې
ژبې ته یې کموري یا شیکوموري نوم اخلي. شیکوموري ژبه له سواهیلي ژبې سره تړاو لري، څلور مختلفې لهجې لري : شینګازیدجا، شیموالي، شینزواني او شیموار. یاده ژبه په ټولو څلور ټاپو ګانو کې ویل کیږي. ډیری خلک یې خپله ژبه په عربي تورو لیکي خو په وروستیو کې یې د رسمي لیکونو املا په لاتیني پیل کړې. کوموري او فرانسوي یې رسمي ژبې دي او عربي دوېمه ژبه ده.
قومونه
د ډېری خلکو اصلیت یې عرب او افریقایان دي. په هر ټاپو کې ډېری خلک یې د ایران د شیراز قوم خلک دي کوم چې ډېر پخوا سیمې ته کډوال شوي. د اسماعلیه فرقې هندیان، د ماداګاسکار عیسویان او کمه اندازه فرانسویان لري. د غټ کومور ټاپو په ځینو سیمو کې چینایان هم شته. کمه اندازه ټاپو ته پخوا د کډوالو شو انګریزانو او المانیانو کړوسیان هم پکې موجود دي. کله یې چې له فرانسې ازادي واخیسته نو ډېر فرانسویان بېرته فرانسې ته راغلل. په هر کیلو متر مربع کې یې تقریبا ۲۷۵ وګړي ژوند کوي.
۵۰۰ پوځيان او او ۵۰۰ پولیس لري او ټول فرانسې روزلي. د سمندر غاړو او هوايي حریم ساتنه یې هم فرانسه کوي. د کومور په غوښتنه فرانسې خپل څو لوړ پوړي پوځي افسران په کومور کې پرېښي.
Comments
So empty here ... leave a comment!