Mohéli – موهېلي

یو خودمختاره ټاپو دی او د کومور ټاپو هیواد یوه برخه ده. د کومور ټاپو هیواد په درې لویو ټاپو ګانو کې تر نورو دوه ټاپو ګانو کوچنی دی. د هند په سمندرګي کې واقع دی. په ۲۰۰۶ کال کې یې نفوس ۳۸۰۰۰ وو. د ټاپو مرکز فومبوني دی. لکه د کومور د نورو ټاپوګانو په څېر خلک یې زیات کوموري قوم جوړوي خو عرب، بانتو، ماداګاسکار او له مالیزیایي ټاپو ګانو ورکډوال شوي خلک هم پکې مېشت دي. اکثریت خلک یې سني مسلمانان دي.
 
تر ۱۸۳۰ پورې دلته سلطانان موجود وو او د انجوان ټاپو سره واړه ټاپوګان یې هم د واک لاندې وو. په ۱۸۳۰ کې د ماداګاسکار کډوال سیمې ته راغلل، د دې کډوالو مشر رامانېټاکا وو وروسته یې خپل نوم عبد الرحمان ته بدل کړ دا سیمه ونیوله یې او خپل ځان یې د سیمې سلطان کړ. د ۱۹ پېړۍ په نیمایي کې ملکې جمب سولي په ټاپو واک لره. په ۱۸۸۶ کې فرانسې کنټرول کوه او ساتنه یې کوله، تر ۱۸۸۹ پورې په دې ټاپو کې فرانسویان مېشت شول. په ۱۹۰۹ کې د سلطانانو لړۍ ختمه شوه او د فرانسې د مستعمرو یوه برخه شوه.
 
په ۱۹۷۵ کې په څلور واړه ټاپوګانو کې ټول پوښتنه وشوه، درې ټاپوګانو د یوه هیواد جوړولو لپاره رایه ورکړه او یوازې مایوت ټاپو د فرانسې د برخې په توګه پاتې کېدو ته رایه ورکړه. په دې کې موهېلي ټاپو هم د کومور ټاپو هیواد لپاره اکثریت رایه ورکړې وه. د ۱۹۹۷ کال د اګسټ په ۱۱ نېټه کې یې هڅه وکړه چې له غټ کومور جلا شي او سید محمد سیفو ې خپل لمړی ولسمشر او سویدري یې خپل لمړی وزیر اعلان کړ خو په ۱۹۹۸ کې بېرته له غټ کومور سره یو ځای شو. په ۲۰۰۲ کې د کومور فدرال حکومت نوی اساسي قانون جوړ کړ د کوم له مخې چې د فدرال حکومت زیات مرکزي واک نلره او هر ټاپو کې منتخب والي واک ترلاسه کړ او په دې چارې یې سیاسي بحران ته د پای ټکی کېښود.
Flag of Mohéli (official)
Flag of Mohéli island

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons