Heresy – بې لارې یا بدعت کوونکی
د یونانۍ ژبې له (αἵρεσις) کلیمې اخیستل شوې کلیمه ده. مانا یې خوښه او یا خوښ شوی شی دی. وروسته یې مانا د نر لخوا خوښه شوې ډله او یا مکتب شو. وروسته د ځوانانو لخوا د مختلفو فلسفو ازموینې ته کارېده تر څو د ژوند طریقه پرې وټاکي. په اوس وخت کې یې مسلمانان، یهودان او عیسویان کاروي او په هر مذهب کې تقریبا ورته مانا لري. د د بدعت یا بې لارېتوب بنسټ اېښودونکي ته (heresiarch) وایي خو که چېرې یو کس بدعت یا بې لارېتوب کوي ترسره کوونکي ته یې (heretic) وایي. د بدعت یا بې لارېتوب د څانګې مطالعې ته (Heresiology) وایي.
هر هغه باور، تیوري یا نظریه چې له مذهبي او دودیزو باورونو سره توپیر لري یا په ټکر کې وي بدعت یې بې لارېتوب ګڼل کیږي. له دین څخه اوښتلو، له دین پرېښودلو یا د عقیدې له ترک کولو (apostasy) سره توپیر لري؛ همداسې مقدساتو ته له سپکاوي (blasphemy) سره هم توپیر لري. په مذهب کې د نظر له اختلاف (schism) سره هم توپیر لري. په اسلام کې ټول د کفر یو ډول ګڼل کیږي. دا اصطلاح معمولا له مذهبي لارښوونو سرغړونې ته کاریږي. خو په ټولنه کې په ټولیزه توګه منل شوي نظر سره مخالفت ته هم کاریږي. درې مذهبونه اسلام، عیسویت او یهودیت کې خپله مانا او تشرېح لري.
په ځینې اسلامي، عیسوي او یهودي تاریخي کلتورونو کې دې ډول کړنو ته له ټولنې ویستلو تر اعدام پورې جزا ټاکل کېده. لکه د انګلستان اتم هنري کله چې له خپلې ښځې طلاق اخیسته د روم پاپ یې طلاق رد کړ خو اتم هنري خپلې ښځې ته طلاق ورکړ، پایله کې اتم هنري د کتولیک عیسویانو له ټولنې وشړل شو.
په ایران کې بهایي باورنه بې لاريتوب یا بدعت ګڼل کیږي. د مغولو امپراتورۍ کې اورنګزېب سیکان بې لارې ګڼل. د عثمانیانو خلافت کې سلطان سلیم ګریم قزلباش شیعه بې لارې وګڼل او د یوه قزلباش شیعه وژل یې د ۷۰ عیسویان د وژلو له ثواب سره برابر وګڼل. ټول سنیان باور لري چې شیعه مسلمانان بې لارې یا بدعت کوونکي دي. په منځنیو پېړیو کې مسلمانانو د بې لارې لپاره زندیق کلیمه وکاروله او جزا یې اعدام وټاکله. په اوس وخت کې هم په ځینو ټولنو کې د بې لارېتوب جزا اعدام دی. یوه بېلګه یې په ۱۹۸۹ کال کې د احمد سلمان رشدي په اړه د ایران صادره کړې فتوا ده. د احمد سلمان رشدي لیکنې بې لارېتوب وګڼل شو او ایران یې په مرګ انعام کېښود.
په اورتودوکس یهودانو کې د یهودانو له مذهبي دود بهر نظریات بې لارېتوب ګڼل کیږي. ښي اړخي اورتودکس یهودان په دې باور دي چې هر یهود کوم چې د یهودو د باورونو د میمونید ۱۳ اصول نه مني بدعت کوونکي یا بې لارې دي. ځینې اورتودوکس یهودان بیا په یهودیت کې اصلاحات بدعت یا بې لارېتوب ګڼي. خو ځینې یهودان بیا محافظه کار یهودان بې لارې یا بدعت کونکي ګڼي.
کله چې عیسویانو او یهودانو یاد لفظ وکاروه نو مانا یې د مذهب له مخې رد کول شو. یوازې کلیسا حق لره چې یو څه د مذهب په نامه تاید او یا رد کړي یا یا یې بې لارېتوب او بدعت وګڼي. لمړنیو کلیساګانو د بې لارېتوب یا بدعت له ډېرو ډولونو سره جګړې هم کړي. بدعت کوونکي یا بې لارې کس ته به یې په اور باندې د سوزولو جزا ټاکله تر څو یې خدای په هغې دنیا کې وبښي او یا هم ګناه یې معاف شي.
په ۱۲ او ۱۳ پېړۍ کې عیسویانو له بې لارېتوب یا بدعت سره کلکه جګړه پیل کړه او د خلکو د عقیدې تفتیش به یې کوه. که به کوم کس هغه څه نه وو زده او یا به یې رد کړل چې کلیسا تاید کړي وو نو دا کس به حکومتونو ته سپارل کېده تر څو ژوندی په اور وسوزول شي.
په ۱۶ پېړۍ کې په لوېدیځ کې د عیسویت مذهبي اصلاحات پیل شول. په تدریجي توګه د زغم یا د نورو د منلو لپاره هڅې وشوې او بلاخره په ۲۰ پېړۍ کې لوی بدلون رامنځته شو او د بدعت یا بې لارېتوب لپاره.په اور د سوزېدو جزا پای ته ورسېده.
Comments
So empty here ... leave a comment!