Madagascar – ماداګاسکار

ماداګاسکار په نړۍ ۴۷ لوی هیواد، څلورم لوی ټاپو او همداسې دوېم لوی ټاپو هیواد دی. ختیځ لور ته یې ورسره نږدې موریس او د فرانسې ریونیو ټاپو دی، شمال لویدیځ لور ته یې کومور او مایوت دی او لویدیځ لور ته یې مزمبق دی. مرکز یې انتاناناریو دی. رسمي نوم یې د ماداګاسکار جمهوریت دی. مخکینی نوم یې د مالاګاسي جمهوریت وو. د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد ده. مساحت یې ۵۹۲۸۰۰ کیلومتر مربع دی. د نړۍ څلورم لوی ټاپو هیواد ګڼل کیږي. ټول هیواد له څلورو لویو او څو نورو وړو ټاپو ګانو جوړ شوی. د هند له براعظمګي څخه ۸۸ میلیونه کاله وړاندې جلا شوی. د ژوندیو د تنوع مرکز ګڼل کیږي. تر ۹۰% زیات وحشي ژوند یې د نړۍ په هېڅ برخه کې نه پیدا کیږي خو په چټکۍ سره پراخېدونکی نفوس یې وحشي ژوند له ګواښ سره مخ کړی. په دې هیواد کې لرغونې سیمې ښي چې لس زره کاله وړاندې انسانان پکې موجود وو.
 
هندي اوسترونیزیایي خلک دې ټاپو ته له زېږېدیز کال څخه د ۵۵۰ او ۳۵۰ وړاندې ترمنځ له اندونیزیا راغلي. په دې وخت کې د اندونیزیا خلک بودایان او هندوان وو، د مذهب تر څنګ ېې د وخت د کلتور پر بنسټ ورځنی ژوند پر مخ وړه. په ۹ پېړۍ کې ماداګاسکار ټاپو ته د افریقا له ختیځ څخه بانتو خلک را کډوال شول او د وخت له تېرېدو سره د نورو سیمو خلک هم ورغلل او ټولو د مالاګاسې په کلتور جوړونه کې ونډه اخیستې. مالاګاسکار تر ۱۸ زیات قومونه لري تر ټولو غټ قوم یې مېرینا دی.
 
د ۱۸ پېړۍ تر پای پورې ماداسکار باندې د سیاسي اتحادونو ډلو واک لره. د ۱۹ پېړۍ په پیل کې ټولې سیاسي ډلې سره یو ځای شوې او د ماداګاسکار پاچایي یې جوړه کړه. پاچایي یې د مېرینا قوم له اشرافو رامنځته کړې وه. په ۱۸۹۷ کې چې ماداګاسکار د فرانسې د مستعمرې برخه شوه نو پاچایي پکې له منځه ولاړه. په ۱۹۶۰ کې یې له فرانسویانو خپله ازادي تر لاسه کړه. له کله یې چې استقلال ترلاسه کړی تر اوسه پورې یې څلور ځلې خپل اساسي قانون ته تغیر ورکړی.
 
په ۲۰۰۹ کې یې خلکو پاڅون وکړ او له پاڅون سره یې ولسمشر مارک راوالومانانا استعفا وکړه او واک یې اندري راجويلینا ته پرېښود. په ۲۰۱۳ کې یې ټاکنې ترسره کړې او (Hery Rajaonarimampianina) ولسمشر شو او ۲۰۱۴ کې یې د اساسي قانون حکومت بېرته ادامه پیدا کړه.
 
ماداګاسکار د ملګرو ملتونو، د سوېلې افریقا د پرمختیایي ټولنې او د فرانکوفوني غړیتوب لري. د ملګرو ملتونو د کمو پر مختللو هیوادونو نوملړ کې دی. فرانسوي او مالاګاسي یې رسمي ژبې دي. ډیری خلک یې په ځاي بارونو عقیده لري همداسې عیسویان هم لري خو ځینې کسانو بیا د دواړو په ګډولو خپله عقیده جوړه کړې. تر ټولو زیاته پانګونه یې په کرنې، زده کړو، روغتیا، شخصي شرکتونو کړې. کله چې راوالومانانا ولسمشر وو همدې پانګونو په اقصادي وده کې د پام وړ وده رامنځته کړې وه خو ګټه یې په ټول ملت نه وه وېشل شوې. دې چارې د ژوند لګښت زیات کړ چې بلاخره د غریبو او منځنۍ طبقې د خلکو غسه یې وپاروله او پاڅون یې وکړ. د اکثریت خلکو اقتصادي وضعیت تر اوسه ناسم دی.
 
خپل خلک یې خپل هیواد ته د ماداګاسیکارا نوم اخلي او خپلې ژبې او خلکو ته مالاګاسي وایي. ماداګاسکار نوم یې اروپایانو په منځنیو پېړیو کې خپور کړی. په ۱۳ پېړۍ کې مارکوپولو هم خپلو یادښتونو کې د ماداګاسکار نوم لیکلی خو دا نوم د همدې هیواد نوم نه دی بلکې د سومالیا د مرکز (Mogadishu) نوم یې ناسم ژباړلی.
File:Flag of Madagascar.svg
Flag of Madagascar
Seal of Madagascar
Seal of Madagascar

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons