Nosy Be – نوسي بي ټاپو

د ماداګاسکار شمال لویدیځې سمندر غاړې کې د ماداګاسکار ټاپو دی. بې کچې زیات سیلانیان لري. مساحت یې ۳۲۰۰۲ او په ۲۰۱۳ کال کې یې نفوس ۷۳۰۱۰ وو. د ماداګاسکار په مالاګاسې ژبه کې د نوسي بي مانا لوی ټاپو ده. په ۱۷ پېړۍ کې یې نوم اسادا (Assada) وو. د پېړیو په اوږدو کې دا ټاپو په نورو نومونو هم نومول شوی چې یو نامتو نوم یې ښه بوی لرونکی یا معطر ټاپو دی.
 
مخکې تر دې چې دې ټاپو ته ساکالاوا خلک را کډوال شي د انتانکرانا او زافینوفوستي خلکو کوچنۍ ډلو ژوند پکې کوه. وروسته کوموریان، هندیان او انتاندروی خلک ورسره یو ځای شول. د ماداګاسکار په تاریخ کې یې لمړي راداما پاچا د نیولو امر کړی. په ۱۸۴۰ کې فرانسې د خپلې مستعمرې برخه کړه. په ۱۸۴۹ کې فرانسې په دې ټاپو کې غلامۍ ته د پای ټکی کېښود او د فرانسویانو دې چارې د ټاپو خلک د فرانسویانو ضد وپارول. په ۱۹ پېړۍ کې او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې فرانسې په دې ټاپو واک لره. په ټاپو باندې د واک لرلو لپاره فرانسویانو له پوځ او دیپلوماسي دواړو کار اخیستی.
 
مخکې فرانسویانو د بورې د تولید لپاره د ګنیو په ټاپو بدل کړی وو. اوس پکې د کنګانا ونې کرل کیږي او د ونونو له ګلانو د یلنګ یلنګ په نامه عطر جوړیږي. زیات سیلانیان لري. د فاسېن په نامه هوایي ډګر لري او سوداګریزې الوتنې ترې کیږي. اروپا ته مستقیمه الوتنې هم لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons