Mauritius – موریس

د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد دی. نور ټاپوګان یې رودریګ ټاپو، اګالېګا او سنت براندون ټاپو دی. تر ټولو غټ ښار او مرکز یې پورټ لویس دی او په موریس ټاپو کې واقع دی. لمړی المانیانو په ټاپو کنټرول لره خو په ۱۷۱۰ کې المانیانو پرېښود او په ۱۷۱۵ کې د فرانسویانو لاسته ولویده. د ۱۸۱۴ کال د مې په ۳۰ نېټه فرانسې له انګلستان سره د (Treaty of Paris) تړون لاسلیک کړ او رسما یې موریس انګلستان ته وسپاره. په دې تړون کې فرانسې د ځینو ټاپوګانو نومونه نه وو یاد کړي. په ۱۹۶۵ کې انګلستان چاګوس ټاپوګان له موریس څخه جلا کړل، همداسې یې له سیشل څخه الدبرا، فارکوهار او دېروش ټاپوګان جلا کړل. موخه یې د هند د سمندرګي انګلیس قلمرو جوړونه وه. خلک یې له ټولو جلا شوو جزیرو په زوره ووېستل. د دییګو ګارسیا په نامه تر ټولو لوی ټاپو یې متحده ایالتونو ته په اجاره ورکړ. همداسې د چاګوس جزیرو ته یې د پخوانیو خلکو، د سیلانیانو او د جورنالستانو تګ باندې بندیز ولګوه. په دې ټاپوګانو تر اوسه د موریس او انګلستان ترمنځ جنجال شته او په ۲۰۱۹ کې موریس د عدالت په نړیواله محکمه کې په انګلستان عریضه کړې وه. د محکمې پرېکړه ژر تر ژره انګلستان ته د ټاپوګانو د تخلیې امر وو.
 
د موریس خلک مختلف مذهبونه، مختلفې ژبې، مختلف قومونه او مختلف کلتورونه لري. حکومت یې پارلماني او تقریبا انګلستان ته ورته دی. د ډیموکراسي پلي کوونکو، اقتصادي او سیاسي ازادي لړ په لمړي سر کې دی. د اوږد ژوند تمه پکې لوړه ده. په سیمه کې تر ټولو ښه اقتصاد لري. زده کړې پکې وړیا دي. د روغتیا نړیوال سیستم لري. عامه ټرانسپورټ یې د زده کوونکو زړو او معلولینو لپاره وړیا دی. په ۲۰۱۹ کې یې امنیت په نړیواله کچه ښه وګڼل شو. په دې ټاپو کې زیات بوټي او ژوي د همدې ټاپو دي. د دودو په نامه مرغان یوازې په همدې ټاپو کې ژوند کوي.
 
په ۱۵۰۲ کې د ایټالیا نقشه جوړونکي البرټو کانتینو موریس په خپله جوړه کړې نقشه کې د دینا اروبي په نامه یاد کړی. دینا اروبي نوم یې عربانو په ۹۷۵ زېږېدیز کال کې ایښی. پرتګالیانو هم یادو ټاپوګانو ته په ۱۵۰۷ کې سفرونه کړي او د همدې وخت په نقشو کې یې موریس د (Cirne and Mascarenes) په نومونو یاد کړی. په ۱۵۹۸ کې المانیانو د موریس په نامه ونوموه. المانیانو یې نوم د (Prince Maurice van Nassau) له نامه څخه اخیستی وو. له المانیانو وروسته د فرانسې مستعمره شو او فرانسویانو یې نوم د فرانسې ټاپو (Isle de France) کړ. کله چې فرانسویانو رسما انګریزانو ته پرېښود انګریزانو یې نوم (Mauritius) ته بدل کړ.
 
Flag of Mauritius
Flag of Mauritius
Coat of arms of Mauritius (Original version)
Seal

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons