Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

د سیشېل کوچنی ګڼ ځنګل لرونکی ټاپو دی. له دیګ ټاپو سره څلور کیلو متره واټن کې ختیځ لور ته واقع دی. د سیشېل پنځم لوی ټاپو ګڼل کیږي. مساحت یې ۲.۶۸ کیلو متر مربع دی. د ۱۹ پېړۍ په پای کې انګرېزانو چې کله د پېراک سلطان عبدالله جلا وطن کړ په همدې ټاپو کې اوسېده. یوازې ۳۰ لوی کورونه پکې دي. چار چاپېره یې نور څلور واړه ټاپوګان هم شته د هر یو نوم او مساحت لاندې وګورئ :
 
ایل کوکو (île cocos) نوم یې فرانسوی دی او کوچني ټاپو ته وایي مساحت یې ۰.۱۷ کیلو متر مربع
لې سور (les sœurs) نوم یې فرانسوی دی او مانا یې خویندې ده ۰.۸۴ کیلو متر مربع
پوتي سور (petite sœur) مانا یې وړه خور او مساحت یې ۰.۳۴ کیلو متر مربع
مارین ټاپو (Marianne Island) مساحت یې ۰.۹۶ کیلو متر مربع

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons