احمد ظاهر
د ۱۹۴۶ کال د جون میاشتې په ۱۴ نېټه زېږېدلی او د ۱۹۷۹ کال د جون په ۱۴ نېټه مړ شوی. د افغانستان کمپوزر او سندرو لیکونکی وو. په دواړو پښتو او دري ژبو یې سندرې ویلي. د افغانستان په تاریخ کې احمد ظاهر لمړی سندر غاړی وو چې د هرې طبقې، عمر، ژبې او سیمې خلکو یې په افغانستان کې سندرې اورېدلې. سره له دې چې د افغانستان د پاپ او راک مخکښ وو په نور هر ډول میوزیک کې یې خپل هنر تر اورېدونکو رسولی په دې کې هندی کلاسیک، ایرانی، پښتو، قطغني، لوګری او رومانتیک میوزیک شامل دي. احمد ظاهر د افغانستان اېلویس ګڼل کیږي. اېلویس د امریکا سندر غاړی او اکټر وو.
احمد ظاهر په لغمان کې زېږېدلی. پلار یې عبد الظاهر په ۱۹۷۱ او ۱۹۷۲ کې د افغانستان د روغتیا وزیر او لمړی وزیر وو. پلار یې له ظاهر شاه سره هم نږدې اړیکې لرلې او د ۱۹۶۴ اساسي قانون کې یې هم لویه ونډه اخیستې. د احمد ظاهر مشره خور ظاهره ظاهر په متحده ایالتونو کې سلماني لري او دمتحده ایالتونو له رونالډ رېګن تر جورج بوش او د نورو ولسمشرانو وېښته جوړونکې ده.
احمد ظاهر د جون په ۱۴ نېټه زېږېدلی او د جون په ۱۴ نېټه د خپلې دریدېرشمې زوکړې په ورځ مړ شوی. د مرګ په اړه یې خپلې خور ظاهره ظاهر ویلي چې د حکومت ضد غږ پورته کول یې د مرګ لامل شو. خو ځینې بیا وایي چې د حفیظ الله امین له لور سره یې د مینې اړیکې لرلې او د وخت ولسمشر حفیظ الله امین یې د مرګ امر کړی وو او د امر په پلي کېدو کې داود تړون فعالیت لره. په جنازه کې یې بې شمېره خلکو ګډون کړی وو, د کابل لارې بندې وې او عمومي رخصت اعلان شوی وو. احمد ظاهر دوه ښځې کړي لمړۍ ښځه یې ناجیه وه له چا یې چې لمړی زوی رشاد ظاهر زېږېدلی له دوېمې ښځې سره د شبنم په نامه یوه لور لري.
له مرګ وروسته احمد ظاهر ملي اتل وګڼل شو، په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې ټالیبانو قبر ړنګ کړ خو وروسته یې قبر بیا ورغول شو. قبر یې په ۲۰۱۸ کال کې د یوه مینوال لخوا بیا جوړ شوی.
احمد ظاهر چې کله په حبیبیه لیسه کې وو له خپلو ملګرو سره یې میوزیک پیل وکړ، په ملګرو کې یې عمر سلطان ګیتار وهونکی، فرید ځلاند ډول وهونکی او اکبر نایاب پیانو غږونکی شامل وو. احمد ظاهر له ملګرو سره ارمونیه غږوله او سندرې یې ویلې. د میوزیک ډله یې وروسته خلکو ډېره خوښه کړه او په نوروز، اخترونو کې او د ازادۍ په ورځو کې به یې سندرې ویلې. د وخت له تېرېدو سره د احمد ظاهر له احساساتو ډک غږ د خلکو پام خپل کړ. د تېنور او باس ترمنځ غږ یې د حیبیه لیسې د بلبل په نامه مشهور کړ خو د کورنۍ د فشار له امله یې نشو کولای مسلکي سندر غاړی شي. په کابل کې له دارالمعلیمین څخه له فارغېدو وروسته د لوړو زده کړو لپاره هند ته ولاړ تر څو په هند کې له زده کړو وروسته د انګرېزۍ ژبې ښوونکی شي. کله چې له هند څخه بېرته راوګرځېد له کابل ټایمز سره یې د جورنالست په توګه دنده پیل کړه خو ډېر ژر یې بېرته میوزیک ته مخه کړه او خپل لمړی البوم یې چمتو کړ. له افغان نی نواز او ترانه نواز کمپوزرانو سره یې په چارو پیل وکړ. لمړی البوم یې گر کنی یک نظاره میزبد وو او کمپوزر یې هم خپله احمد ظاهر دی په کمپوز کې یې د هند راګا او د لویدیځ له پاپ ریتم څخه کار اخیستی. ورپسې یې نورې خپله لیکلې او ویلې سندرې یې عزیزم به یادت، اهسته اهسته، اخر ای دریا، همه یارانم، اگر سبزه بودم، گفتم که میخواهم ترا، شب ز شبها او پروین من دي.
احمد ظاهر له نورو هنر مندانو اسماعیل اعظمي سکسفونیسټ، ننګیالۍ ټرمپېټ غږونکی، عبدالله اعتمادي ډرم وهونکی، سلیم سرمست نی نواز او ترانه نواز او ماشور جمال سره کار کړی. د ۱۹۷۰ لسیزې په اوږدو کې یې تر ۲۲ زیات البومونه ثبت کړي. په خپل ټول عمر کې یې له ۳۰ زیات البومونه ثبت کړي. د احمد ظاهر له نورو سندر غاړو سره لوی توپیر دا دی چې په لس کاله کې تر ۳۰ زیات البومونه د نړۍ هېڅ سندر غاړي نه دي ثبت کړي. د احمد ظاهر سندرو چې کله په خلکو کې له میوزیک سره مینه پیدا کړه نو امله یې په ۱۹۷۴ کې د کابل میوزیک ښوونځی هم جوړ شو. د ثور له کودتا وروسته احمد ظاهر په خپلو درې سندرو کې د رژیم د ظلم پر ضد غږ پورته کړ او بلاخره دا چاره یې د مرګ لامل شوه.
افغان میوزیک البوم
ولیم ۱ – دلکم ۱۹۷۳
ولیم ۲ – بهار ۱۹۷۳
ولیم ۳ – شبهای ظلمانی ۱۹۷۴
ولیم ۴ – مادر ۱۹۷۴
ولیم ۵ – اواره ۱۹۷۵
ولیم ۶ – غلام قمر ۱۹۷۵
ولیم ۷ – سلطان قلبم ۱۹۷۶
ولیم ۸ – از غمت ای نازنین ۱۹۷۶
ولیم ۹ – گلبدن ۱۹۷۱
ولیم ۱۰ – یاری بی وفا ۱۹۷۷
ولیم ۱۱ – لیلی ۱۹۷۷
ولیم ۱۲ – احمد ظاهر له اغلې جیلا سره ۱۹۷۸
ولیم ۱۳ اهنګ زندگی ۱۹۷۸
ولیم ۱۴ – شب هجران ۱۹۷۹
اریانا میوزیک البوم
ولیم ۱ – درد دل ۱۹۷۲
ولیم ۲ – معصوم گل ۱۹۷۷
نور البومونه
ولیم ۱ – عاشق رویت ۱۹۷۳
ولیم ۲ – نیش گژدم ۱۹۷۶
ولیم ۳ – لیلی جان ۱۹۷۷
ولیم ۴ – با ستاره ها ۱۹۷۷
Comments
So empty here ... leave a comment!