اریانا سعید

د ۱۹۸۵ کال د جولای په ۱۴ نېټه په کابل کې زېږېدلې. اوس په ۲۰۲۰ کې ۳۵ کلنه ده. د افغانستان سندرې لیکونکې، سندرې ویونکې او تلویزیوني شخصیت دی. په دواړو پښتو او دري ژبو سندرې وایي. د افغانستان د پېژندل شوو هنرمندانو په نوملړ کې ده. یوازینۍ افغان سندرغاړې چې له افغانستان بهر او په داخل کې یې ډېر کنسرټونه د بشر دوستانه مرستو په موخه ترسره کړي. په ۱ تلویزیون او طلوع تلویزیون کې د میزبان رول هم لري. په ۲۰۱۸ کې یې له خپل مدیر حسیب سعید سره کوژدن وکړه. د نادیه ندیم په نامه یوه خورزه یې د افغانستان د ښځو په فوټبال ټیم غړې ده.
 
د اریانا سعید پلار پښتون او مور یې دري ژبې ده. کله چې د ۸ کالو وه مور پلار یې پاکستان ته کډوال شو او له پاکستان څخه سویس ته کډوال شو. اوسمهال له خپلې مور او خپلوانو سره د انګلستان په لندن ښار کې ژوند کوي. په ۱۲ کلنۍ کې یې د میوزیک زده کولو لپاره داخله وکړه او له میوزیک ډلو سره یې د میوزیک په زده کړو پیل وکړ د میوزیک زده کړو تر ډېره دوام ونکړ خو کله یې چې عمر زیات شو په دې وپوهیده چې د میوزیک نړۍ خپل مسلک ګرځول غواړي.
 
په ۲۰۰۸ کې یې لمړۍ سندره د ماشا الله په نامه خپره کړه. په ۲۰۱۱ کې یې افغان پسرک ویلې له دې سندرو وروسته هغو افغانانو چې بهر مېشت دي په خپلو لورګانو داریانا سعید نوم کېښود او ډېرو د نړۍ مختلفو برخو ته د کنسرټونو لپاره بلنه ورکړه. د هنر په نړۍ کې له پر له پسې بریاو سره یې پرېکړه وکړه چې افغانستان کې هم فعاله واوسي. په افغانستان کې یې لمړۍ سندره ګل سیب وه. له دې سندرې وروسته یې بله سندره دلم تنګ است په نامه خپره شوه. دوېمه لویه بریا یې د بلې سندرې د حیرانم په نامه له امله ترلاسه کړې. د جلوه په نامه سندره کې د افغانستان بل هنر مند جاوید شریف مرسته ورسره کړې. یوه سندره یې د افغانستان د سپورت د لوبغاړو د تشویقولو لپاره ویلې او همداسې یې د ښځو لپاره د بانو اتش نشین، قهرمانم او بله سندره زن هستم ویلې. له سندرې وروسته سملاسي بي بي سي انټرویو ترې واخیسته تر څو د سندرې مانا ورته تشرېح کړي. بله سندره یې انارم انارم د افغانستان د هنرمندانو د نوملړ سر کې بیا ځلې شامله کړه.
 
البومونه
الی جو
بیا بیا
ماشا الله
ترک
افغان پسرک
ګل سیب
دلم تنګ است
یا حبیبي
یا الله یا الله
شب شب مهتاب
حیرانم
جلوه
تو برایم مقدسي
توبه توبه
شاکوکوجان
افغانستان افغانستان
مادر افغان
لحظه ها
انارم انارم
قهرمانم
جشن توت
یاری بامیاني
کمک کمک
خورشید فردا
زن هستم
بی اغوش تو
سورخ سیا و سبز
کم کمک
همت کن
هرات
د اتڼ سندرې
پښتو سندرې
بچه کابل

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons