استاد اولمیر

د ۱۹۳۱ کال د مې میاشت په ۸ نېټه د پښتونخوا په پیښور کې زېږېدلی او د ۱۹۸۲ کال د اپرېل په ۲۴ نېټه په کابل کې مړ شوی. د افغانستان د پښتو ژبې سندرغاړی، کمپوزر او شاعر وو. په کم عمرۍ کې یې له مختلفو کسانو د میوزیک زده کړه کړې او وروسته یې د راډیو د خپرونو لپاره سندرې ویلې. لمړۍ سندره یې په ۱۸ کلنۍ کې ویلې، د سندرې نوم یې زړه مې ټوټې شو دی. د پښتو نامتو شاعر ملنګ جان په مرسته یې د افغانستان راډیو ته لار پیدا کړه او د افغانستان له راډیو یې سندرې خپرېدل پیل شول. استاد اولمیر تقریبا له ۲۵۰ زیاتې سندرې لري، ډېرې سندرې یې خپله کمپوز کړي. وروسته د افغانستان د کلتور او اطلاعاتو وزارت د استاد لقب ورکړ. په ډېرو سندرو کې یې د وطن پرستۍ احساس هم شته.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons