عزیز هېراوي
په ۱۹۵۲ کې د افغانستان په هرات ولایت کې زېږېدلی. د افغانستان داسې هنر مند دی چې په دوتار او رباب غږونه کې خورا ښه وړتیا لري. کله چې د ۷ کالو وو په لمړي ځل یې د دوتار غږ واورېده او یوه ورځ په کور له خپل خادم څخه یې وغوښتل چې له شپونکي دوتار ورته وپېري. کله یې چې دوتار پیدا کړ د زده کړې لپاره به یې د شپې تر ناوخته تر هغو انتظار کوه تر څو یې پلار ویده شي او بیا به په توره تیار کې د ګیتار د زده کړې لپاره بهر تله. هېراوي اوس ۵۷ کلن دی او د متحده ایالتونو د کلیفورنیا په سکرمېنتو کې ژوند کوي. له ۱۹۸۵ څخه شمالي کلیفورنیا ته کډوال شوی او تر اوسه یې زیات البومونه ثبت کړي. میوزیک یې د هندي او فارسي میوزیک ترکیب دی خو د میوزیک طرز یې هراتی دی.
Comments
So empty here ... leave a comment!