نغمه
بشپړ نوم یې نغمه ښاپېرۍ دی. په ۱۹۵۹ کې د افغانستان په کندهار ولایت کې زېږېدلې. د ۱۹۸۰ لسیزې په پیل کې یې د هنر لمړۍ چارې خپرې شوې. د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې او د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې نغمه او پخوانی میړه یې منګل د پښتو ژبې دوامداره سندرې ویونکي سندرغاړي وو. د نغمې ډېرې سندرې پښتو دي خو یو څو سندرې په دري ژبه هم لري. په افغانستان او پښتونخوا کې یې ډېرو خلکو میوزیک اورېده. اوسمهال یې عمر ۶۱ کاله دی.
د پلار نوم یې سید سلیمان شاه او د مور نوم یې مشاله دی. پنځه ورونه او دوه نورې خویندې لري. په ټولو ورونو او خویندو کې مشره نغمه ده. کله چې نغمه د ۵ کالو وه پلار یې مړ شو. په کم عمرۍ کې یې له میوزیک سره مینه پیدا شوه او په ۱۶ کلنۍ کې له خپل تره سره د میوزیک لپاره کابل ته ولاړه. کابل کې یې په رابعه بلخي لیسه کې له نورو انجونو سره سندرې ویل پیل کړل او خپلو زده کړو ته یې ادامه ورکړه. مخکې تر دې چې لیسه پای ته ورسوي په ۱۱ ټولګي کې وه او له منګل سره یې واده وکړ. منګل مخکې له مخکې سندرغاړی وو او له نغمې سره یې د میوزیک په زده کړه کې نوره مرسته وکړه.
لمړۍ سندرې یې د افغانستان د سوېل له میوزیک سره ویلي او په خپل طبیعت کې فولکور دي. نغمه چې کله د میوزیک په نړۍ کې راڅرګنده شوه نو سملاسي د خپلوانو عکس العمل دا وو چې ښځو لپاره میوزیک حرام دی. تراوسه په ځینو انټرویوګانو کې نغمې ویلي چې مور یې د نغمې له مسلک څخه تر اوسه ناخوښه ده. په ټولنه کې له مخالفت سره سره د منګل ملاتړ ورسره وو او له همدې امله وتوانیده چې خپل مسلک ته ادامه ورکړي.
کله چې افغانستان کې د مجایدینو ترمنځ کورنۍ جګړه پیل شوه نغمه او منګل دواړه په ۱۹۹۲ کې پاکستان ته کډوال شول او په اسلام اباد کې مېشت شول. په ۲۰۰۰ کال کې یې خپل مالي وضیعت د افغان کډواله له برکته بیا ښه کړ. وروسته له پاکستان څخه متحده ایالتونو ته ولاړه. په ۲۰۰۶ کې یې له منګل څخه طلاق واخیسته خو دواړو د طلاق لامل تر اوسه پټ ساتلی. ځینې ګمان کوي چې منګل شراب څکل او دا یې د طلاق لامل شو خو په ډېرېو مجلسونو کې نغمه خپله د شرابو په نیشه کې راڅرګنده شوې. له طلاق وروسته یې د جهادي رهبر محمد نبي له زوی سره واده وکړ.
په اوس وخت کې د نغمې کور په کلیفورنیا کې دی خو په کابل او اسلام اباد کې هم کورونه لري. په ۲۰۱۴ کې پاکستان یوه جایزه هم ورکړې کومه چې پاکستان یوازې خپلو لوبغاړو او هنرمندانو ته ورکوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!