Uterine tube
بل نوم یې (Fallopian tube) دی. د هګیو له کیسې څخه زیلانځ یا رحم ته هګۍ انتقالوي. په هره ښځه کې دوه دا ډول کانالونه موجود وي خو ښځې د بې نظمیو له امله، جراحي له امله، له زیلانځ څخه د جنین بهر ودې له امله دا کانالونه له لاسه ورکولای شي. د دې ټیوب یا کانال یوې برخې ته امپولا (ampulla) نوم اخلي او معمولا په همدې برخه کې د ښځې هګۍ د نر له سپرمو سره القاح کیږي او القاح شوې هګۍ زیلانځ ته تګ کوي چېرې چې جنین ترې جوړیږي او تر پیدا کېدو پورې وده کوي.
ځینې ښځې که چېرې جنین یې له زیلانځ بهر وده وکړي او یا هم جراحي وکړي په دې کانالونو کې ستونزې پیدا کوي. ستونزه یې ممکن دې کانال ته زیان اړونکې وي او یا ممکن د ښځې د ژوند ګواښونکې وي. که چېرې القاح شوې هګۍ له کانال څخه زیلانځ ته ولاړې نشي نو جنین د کانال په داخل کې وده پیل کوي. درملنه یې د جنین د لرې کولو په جراحي ترسره کیږي. کومې ښځې چې په واجینا کې له جنسي اړیکې انتقال شوې ناروغي لري هم له دې ډول ستونزې سره مخ کېدای شي.
کومې ښځې چې نور بچیان زېږول نه غواړي کولای شي دا کانالونه بند کړي تر څو د نر په سپرمو القاح شوې هګۍ یې ځلانځ ته ولاړې نشي.
Comments
So empty here ... leave a comment!