Female urethra – د ښځې یورېترا

د پښتورګو د سیستم برخه ده. د پښتورګو په سیستم (renal system) کې یورېټر، پښتورګي او مثانه هم شامل دي. د پښتورګو سیستم د اضافي مایع تولید، ذخیره او د خالي ادرارو په شکل کې له منځه وړنه کوي. یورېترا په مثانه کې ذخیره شوې مایع له بدن څخه بهر باسي. د اناتومي له مخې د نر او ښځې یورېترا توپیر سره لري.
 
د ښځې یورېترا د مثانې په لاندې برخه کې پیل کیږي د پیل برخې ته یې غاړه (neck) نوم اخلي. د خاصره لګن د سطحې په عضلاتي برخه کې لاندې لور ته کوزه شوې. مخکې تر دې چې ادرار د یورېترا له پرانیستې بهر ووځي لمړی له (urethral sphincter) تیریږي. په انګرېزۍ کې (sphincter) هغې کړۍ، حلقې یا عضلې ته وایي چې دنده یې ساتنه او یا د یوه کانال بندونه وي لکه د مقعد خوله او یا هم د معدې خوله.
 
یورېترا د حجرو په یوه استر پوښل شوې. دې حجرو ته د (epithelium) نوم اخلي. د یورېترا په داخل کې مرغړي موجود دي دا مرغړي مخاط یا بلغمي ماده تولیدوي او په خپل تولید له ادرارو د زیان لیدنې څخه د (epithelium) حجرو ساتنه کوي.
 
د ښځې یورېترا د نر په پرتله د پام وړ لنډه ده او له همدې امله د نر په پرتله یې ادرار زیات عفوني کیږي.
 
د ښځې په یورېترا کې حالتونه
د (Urethritis) حالت د یورېترا پړسوب دی او علایم یې د ادرارو کولو دوامداره اړتیا، د ادرارو پر وخت سوځی، په یوه وخت کې کم ادرار، د ادرارو بد بوي، کله نا کله په ادرارو کې وینه او په خاصره لګن کې درد. دا حالت کله نا کله د وروستي ادرارو پروسیجر ته غبرګون کې او یا کاتېټر د بدلېدو له امله رامنځته کیږي. د مقعد چار چاپېره بې زیانه باکتریا موجودې وي که چېرې دا باکتریا یورېترا ته داخلې شي هم دا حالت رامنځته کوي.
 
له جنسي اړیکې انتقال شوې (gonorrhea, chlamydia and herpes simplex virus) ناروغۍ هم د (Urethritis) حالت پیدا کوي.
 
که چېرې د (Urethritis) حالت د جراحي او یا د کاتېټر د بدلیدو له امله وي د وخت له تېرېدو سره خپله ښه کیږي خو که چېرې د عفوني کېدو له امله وي نو انتیبیوتیک او یا ویروس ضد درملو باندې یې درملنه کیږي.
 
که یورېترا بنده او یا تنګه شي دې حالت ته (Urethral stricture) نوم اخلي. د نر یورېترا اوږده وي او دا حالت د ښځې په پرتله زیات پکې رامنځته کیږي خو په ښځه کې هم پیدا کیدای شي. علایم یې د ادرارو په بهېدنه کې کمی، د ادرارو پر وخت درد، ممکن په ادرارو کې وینه وي، په ګېډه کې درد وي. د پیدا کېدو لامل یې ډېر وخت له پېښو او جراحي رامنځته شوی ټپ وي خو له دې پرته د عفوني کېدنې او یا جنسي اړیکې له لارې د انتقال شویو ناروغیو له امله هم پیدا کیږي. درملنه یې په وړې جراحي کیږي.
 
د یورېترا سرطان
ډېر کم پیدا کېدونکی د سرطان ډول دی. که چېرې ښځه کې د یورېترا سرطان پیدا شي ډېر ژر د واجینا او مثانې نسجونو ته خپریږي. په لمړي پړاو کې ممکن علایم ونلري خو ممکن علایم یې په ادرارو کې وینه، له یورېترا د وینې او یا کومې بلې مایع جریان، د ادرارو کولو زیات احساس خو ادرارو په بهېدنه کې کمی وي. تر اوسه نده مالومه چې څه د یورېترا سرطان پیدا کوي خو ځینې عوامل یې مالوم دي : زیات عمر، مخکې په مثانه کې سرطان، د جنسي اړیکې له لارې د انتقال شویو ناروغیو له امله د یورېترا اوږدمهاله پړسېدنه. د یورېترا د سرطان درملنه په جراحي، وړانګو، درملو او یا د درېواړو په ترکیب کیږي.
 
د یورېترا سینډروم (Urethral syndrome) ټول علایم د ادرارو عفوني کیدنې ته ورته دي خو له باکتریا یا ویروس نه رامنځته کیږي. د ادرارو په کانال او خاصره لګن کې اوږدمهاله درد دی. ځینې وخت یې درد دوامداره وي خو ځینې وخت له حساسیت، سپورت او یا هم نا ارامه کوونکو ته د څرګندتیا له امله لنډ مهاله درد پیدا کیږي. د دې حالت لرونکې ښځې باید له صابون، عطرو او ځینو معطرو تیلو استعمال ډډه وکړي. که چېرې د حساسیت له امله یې علایم پیدا کیږي نو له مسالې لرونکو، اسید لرونکو، الکول لرونکو خوړو او څښاک ډډه وکړئ همداسې کافي او چای هم بس کړئ.
 
په (Urethral caruncle) حالت کې په یورېترا کې نرمه ذخه پیدا کیږي. دې حالت سره ښځې د میاشتینۍ ناروغۍ له درېدو وروسته په پاخه عمر کې زیاتې مخ کیږي. معمولا علایم نلري خو په ځینو ښځو کې ممکن د وینې جریان او یا د ادرارو پر وخت درد وي. تر اوسه یې لامل نه دی مالوم خو د ایسټروجین هورمون کمه کچه ممکن ونډه پکې ولري. درملنه یې د ایسټروجین په ملهم، جراحي او د پړسوب ضد درملو کیږي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons