Frontal lobe
د مغز یوه برخه ده. په انسان کې احساساتي اصطلاح ګانې، د ستونزو هوارونه یا حل، یاد، ژبې، قضاوت او د جنسي اړیکې لپاره چلند او نورې ورته وړتیاوې کنټرول کوي. په اصل کې زمونږ د خبرو اترو او شخصیت کنټرول پېنل دی.
د عضلو موټور فعالیت یا په ارادي توګه د عضلو د خوځښت مسولیت هم په غاړه لري. د انسان په مغز کې دا برخه د هر بل ژوندي په پرتله لویه او پېچلې ده. لکه نوم یې چې ښي همداسې د مغز په مخکې برخه کې ده. د فرنټل لوب ښۍ نیمه خوا د انسان د بدن کیڼ اړخ کنټرول کوي او کیڼه نیمه برخه یې د انسان د بدن ښۍ خوا کنټرول کوي.
که د مغز دا برخه زیان وویني د انسان په شخصیت کې بدلون رامنځته کیږي، په چاپېریال کې د خطر ارزونه نشي کولای، د مخ په اشارو او خوځښت کې یې ستونزه پیدا کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!