Radar picket – د رادار د کشف سیمه پراخونکی

داسې الوتکه، بېړۍ، اوبتل، ټانک او یا بکتربند چې د رادار سټېشن پکې نصب وي او د پوځ چار چاپېره سیمه کې د رادار د کشف سیمه پراخوي تر څو یې له ناڅاپه برید وژغوري په ځانګړې توګه له ناڅاپه هوایي برید څخه. د رادار د کشف سیمه پراخونکی په داسې وسایلو هم مجهز وي کوم چې د خپل پوځ الوتکې، ټانکونه، بېړۍ او داسې نور پېژني. د انګلستان په انګریزۍ کې د رادار د کشف سیمه پراخونکي ته (aircraft direction) نوم اخلي. جلا رادار وي او د یوه ځواک چار چاپېره د رادار د کشف سیمه پراخوي. که په الوتکه کې وي د (airborne early warning) نوم هم ورته اخیستل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons