Aircraft principal axes – د الوتکې بنسټیز محورونه
الوتکه په درې بعدونو کې په ازاده توګه څرخیږي. د (yaw) څرخ یې پورته یا ښکته لور ته له تګ کوونکي محور څخه د الوتکې ښي یا کیڼ اړخ ته پوز تاوېدنه ده، د (pitch) څرخ له داسې محوره چې له یوه بل وزر ته وي د الوتکې پوز ښکته یا پورته کیدنه ده، د (roll) څرخ له پوز څخه لکۍ لور ته له محوره څرخ دی.
دا څرخونه چې کله د الوتکې لوری هدایت کیږي رامنځته کیږي په فزیک کې د یوې تنې د لوري هدایت ته (torques or moments) نومونه اخلي. په الوتکه کې چې کله د کنټرول سطحو ته خوځښت ورکړل شي نو د الوتکې لوری پرې هدایت کیږي. د کنټرول سطحې د الوتکې د ثقل له مرکز څخه د ایروډاینامیک ځواک په وېش کې توپیر رامنځته کوي. د الوتکې د کنټرول سطحې په وزرونو او لکۍ کې وي : د لکۍ په مسطحه برخه کې (Elevators) موجود وي او (pitch) څرخ تولیدوي، د لکۍ په عمودي برخه کې یې (rudder) د (yaw) څرخ تولیدوي، په وزرو کې یې اېلرون (ailerons) د (roll) څرخ تولیدوي.
په فضايي بېړۍ کې د لوري هدایت په ( reaction control system) کیږي، په دې کې واړه د راکټ د توغونې ځواک شامل وي او په الوتونکې تنه کې د غېرې متقارن خوځښت لامل کیږي.
د (Normal axis, or yaw axis) محور : له پورته ښکته لور ته ښکل کیږي، په نورو دوه محورونو عمودي شکل کې وي، د الوتکې د تنې له سټېشن سره موازي وي.
د (Transverse axis, lateral axis, or pitch axis) محور: په پیلوټ لرونکې الوتکه کې د پیلوټ له کیڼ اړخ نه ښي اړخ ته غزېدلی محور دی، په وزر لرونکې الوتکه کې له وزرو سره موازي دی.
د (Longitudinal axis, or roll axis) محور د الوتکې په اوږدو کې له پوز ترلکۍ پورې ښکل شوی محور دی، د الوتکې د تنې له سطحې سره موازي دی.
پورته محورونه په (x, y, z) لنډیز هم ښودل کیږي.
Vertical axis (yaw)
منشاء یې د ثقل په مرکز کې ده او د الوتکې لاندې لوري ته هدایت شوی. تنې او وزرو باندې عمودي شکل کې دی. په دې محور کې خوځښت ته (yaw) نوم اخلي. که چېرې مثبت خوځښت وي نو د الوتکې پوز ښي اړخ ته تاووي. د الوتکې په لکۍ کې (rudder) د (yaw) بنسټیز کنټرول دی.
Transverse axis (pitch)
په ( transverse or lateral axis) نومونو هم یادیږي. منشاء یې د ثقل په مرکز کې ده. ښي اړخ ته هدایت شوی، د وزرو له کرښې سره موازي وي. په دې محور کې خوځښت ته (pitch) نوم اخلي. په دې محور کې مثبت خوځښت د الوتکې پوز پورته او لکۍ ښکته کوي. په لکۍ کې (elevators) د (pitch) بنسټیز کنټرول دی.
Longitudinal axis (roll)
منشاء یې د ثقل په مرکز کې ده. مخکې لور ته هدایت شوی. په دې محور کې خوځښت ته (roll) وایي. په دې محور کې زاویه اي بې ځایه کېدنې ته (bank) نوم اخلي. په دې محور کې مثبت خوځښت د کیڼ اړخ وزر لوړوي او د ښي اړخ وزر لاندې کوي. په وزرو کې (ailerons) د (bank) بنسټیز کنټرول دی.
Comments
So empty here ... leave a comment!