Juliana Berners
په کال ۱۳۸۸ کې زېږېدلې. په باز باندې د ښکار، د ښکار او د اشرافو د مقامونو په اړه یې لیکوالي کړې. د لیکوالۍ تر څنګ یې د عیسویت مذهب (prioress) مقام هم لره. د ژوند په اړه یې کم مالومات پیدا شوي. د خپل ژوند په اوږدو کې یې په ښکار لیکنې کړي او د (Book of Saint Albans) په نامه کتاب لیکل ورته نسبت شوی کوم چې په ۱۸۱۰ کې (Joseph Haslewood) چاپ کړی، په دې کتاب کې د جولیانا بیوګرافي لیکل شوې خو تر ډېره د پوهې پر ځای فکري بڼه لري. په ژوند کې له کړنو یې داسې ښکاري چې جولیانا د وخت زده کړې لرلې. وروسته راهبه شوه او له نړۍ یې انزوا اختیار کړه خو د دې چارې د وخت په اړه یې کافي مالومات نشته.
Comments
So empty here ... leave a comment!