Rooster – چرګ

چرګ د خپل مقعد (cloacal) له لارې چرګې ته سپرم لېږدوي په انګرېزۍ کې د چرګ په چرګې سپرېدو ته (cloacal kiss) وایي. چرګ پولیګاموس دی په دې مانا چې یوه وخت کې له څو چرګو سره جنسي اړیکه نیسي. کله چې چرګې هګۍ وکړي نو په ساتنه کې مرسته نه ورسره کوي خو د هغې سیمې ساتنه کوي چېرې چې چرګې خپلې هګۍ کوي او په هګیو کیني او دې سیمې هر داخلیدونکی چرګ بېرته شړي. ډېر وخت چرګ داسې سیمه کې ناست وي چې لوړه وي او له دې ځایه د ټول ګروپ ساتنه کې بوخت وي. که چېرې خطر احساس کړي د خپلې سیمې نور چرګان په خپل غږ باندې خبروي.
 
چرګ یو ګالیناسیوس نر مرغه دی، په انګلستان کې چرګ ته (cock) کلیمه کاریږي خو د شمالي امریکا خلک یې (rooster) بولي. نر چرګوړي ته (cockerel) وایي او کله چې بشپړ وده وکړي نو (rooster) نوم ورته اخلي. د چرګانو خوب ته په انګرېزۍ کې (Roosting) وایي.
چرګ تر څلورو میاشتو پورې په ازانو (Crowing) پیل کوي. ازانونه کول یې د بلوغیت نښه ده. ډېری چرګان شور کوونکي (vociferous) دي او د ورځې په هر وخت کې ازانونه کوي. شور جوړونه یې د هر غړي له شخصیت او نسل سره تړاو لري. ځینې خلک چرګان د ښې فزیکي ودې لپاره خصیان کوي، خصي شوي چرګ ته (capon) وایي.
د چرګانو جنګ ته (Cockfighting) وایي او د جنګ له میدانه د را تاو شوو د خلکو کړۍ ته (cockpit) نوم اخلي. جنګ کوونکي چرګ ته (gamecock) کاریږي. د چرګانو جنګول له ۱۶۰۷ کال څخه پیل شوي. د چرګ کرکرې ته (wattle) نوم اخلي او له جنګ کوونکو چرګانو یې پرې کوي. ځینې خلک یې لوبه بولي خو ځینې خلک یې په ژو باندې ظلم ګڼي. په ډېرو پر مختللو هیوادونو کې د چرګانو جنګول لوی جرم ګڼل کیږي.
چرګې ته وزر اچول (waltz) یې برید کوونکی چلند دی او په دې چلند سره چرګ غواړي چرګې ته خپل حاکمیت یا په چرګې تسلط وښیي. ډېر وخت یې چرګه حاکمیت مني او د منلو لپاره یې لرې تېښته کوي خو که چېرې یې ونه مني له چرګ سره جنګ کوي.
Roosterhawaii
Wild rooster on the Hawaiian island of Kauai

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons