California condor – د کلیفورنیا کوندور

د ډول علمي نوم یې (Gymnogyps californianus) دی. د نوې نړۍ ولچر مرغه دی. په وحشي ژوند کې یې نسل په ۱۹۸۷ کې له منځه تللو سره مخ شو کوم چې پاتې وو ونیول شول او په بندو ځایونو کې یې نسل اخیستنه پیل شوه کله یې چې بندو ځایونو کې نسل زیات شو بېرته د اریزونا او اوتا په سوېل کې پرېښودل شو. له فوسیلي مطالعو موندل شوې چې د (Gymnogyps) نسل ژوندی پاتې ډول دی.
 
د بلوغ ته رسېدلي رنګ یې تور وي او د وزرو لاندې سپینې بڼګې لري. سر یې وېښته نلري او په وړو بچیانو کې یې د سر د پوستکي رنګ خړ رنګه او په غټانو کې له زېړ تر نارنجي پورې وي. د وزرو پراخوالی یې تر ۳ مترو پورې رسیږي، تر ۱۲ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، تر ۶۰ کالو پورې ژوند کوي. په ۲۰۱۷ کال کې یې په وحشي ژوند کې شمېر ۴۶۳ ته رسېدلی وو.
Gymnogyps californianus -San Diego Zoo-8a
California Condor. Image by Stacy from San Diego

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons