Warm-blooded – د ګرمې وینې ژوي
د ګرمې وینې ژوي د ژو هغه ډولونه دي چې د خپل بدن تودوخه د چاپېریال له تودوخې لوړه ساتلی شي. په ځانګړې توګه هومیوتېرامیک ډولونه د میتابولیک بهیر په تنظیم کولو د خپل بدن تودوخه با ثباته یا تغیر نه کوونکې ساتي. تر اوسه هومیو تېرم پېژندل شوي ژوي مرغان، تی لرونکي، اېکتیوسور، پلېزیوسور، او الوت نه کوونکي ډاینوسور دي. نور ژوي د تېرمو رېګولېشن مختلفې درجې لري. د ژو په هر ډول کې د تودوخې کنټرول توپیر لري.
د ګرمې وینې لرنه په عامه توګه د تېرمورېګولېشن یا د تودوخې تنظیم درې کټګوریو ته رجوع کوي :
۱ – اېندو تېرمي د ځینې ژوندیو هغه وړتیا ده چې د خپل میتابولیزم په لوړولو د بدن داخلي تودوخه کنټرول کوي د ایندو تېرمي برعکس اېکتوتېرمي دی.
۲ – هومیوتېرمي د چاپېریال د تودوخې له نفوذ پرته یې بدن با ثباته یا تغیر نه کوونکې تودوخه ساتي. داخلې با ثباته تودوخه د چاپېریال له تودوخې معمولا زیاته وي. برعکس یې پویکیلوتېرمي دی.
۳ – ټکي میتابولیزم لوړ ارام کوونکی میتابولیزم دی، د دې ژو ارام کوونکی میتابولیزم څو ځلې د دوي له فعال میتابولیزم څخه ورو دی.
ډېر ژوي کوم چې د ګرمې وینې ګڼل کیږي لکه د مرغانو او تی لرونکو په څېر په پورته درېواړه کټګوریو کې شاملیدای شي. زیات د اسمان څکالي او واړه مرغان چې کله خوب کوي پویکیلوتېرميک او براډي میتابولیک وي د دوي لپاره د هېتېرو تېرمي اصطلاح انتخاب شوې.
Comments
So empty here ... leave a comment!